• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

پخواني امریکايي سرتېري د خپلو افغان همکارانو د ملاتړ لپاره د پناه‌غوښتنې غونډو کې ګډون کوي

۱۰ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۱ جولای ۲۰۲۵، ۰۴:۰۰ GMT+۱

په متحده ایالاتو کې تر۲۰۰ ډېر امریکایي پخواني سرتېري په رضاکارانه توګه د خپلو افغان همکارانو د پناه‌غوښتنې په غونډو او جلسو کې ګډون کوي. دغه سرتېري وايي، چې افغان همکارانو یې په افغانستان کې اوږه په اوږه له دوی سره همکاري کړې ده.

امریکايي رسنیو راپور ورکړی، دغه اقدام تر هغې وروسته کېږي چې پخوانی افغان ژباړونکی سېدناصر (د جون پر ۱۲مه) په سان ډیاګو کې د خپلې پناه‌غوښتنې غونډې تر اورېدنې وروسته د پولیسو له‌خوا نیول شوی دی.

تر دې وروسته په افغانستان او عراق کې پخوانیو خدمت‌کوونکو امریکايي سرتېرو او د «افغان اېواک» په نوم د کډوالو یوه بنسټ د خپلو افغان همکارانو د ملاتړ او د هغوی د خوندیتوب په موخه د «د لومړۍ کرښې جنګیالیو» په نوم یوه نوې طرحه جوړه کړې ده.

سېد ناصر او د هغه ورور په ۲۰۲۳ کال کې تر هغې وروسته له افغانستان نه وتلي، چې طالبانو د دوی یو ورور د هغوی د کورنۍ اړوند په یوه واده کې وواژه.

ناصر په ۲۰۲۴ کال کې د CBP One اپلېکېشن په کارولو سره د «سان یسیدرو» پر سرحدي سیمه متحده ایالاتو ته دننه شوی دی.

د پخوانیو امریکايي سرتېرو د یوه بنسټ مشر کېلان هنټر له رسنیو سره په مرکه کې وویل: «دا سیاسي موضوع نه؛ بلکې شخصي موضوع ده. دا هغه خلک دي، چې له موږ سره یې اوږه په اوږه په افغانستان کې خدمت کړی دی.»

د کډوالو ملاتړکوونکي افغان اېواک بنسټ د معلوماتو پر بنسټ؛ د ۲۰۲۱ کال کې پر افغانستان د طالبانو تر واکمنېدو وروسته شاوخوا ۲۰۰ زره افغانان متحده ایالاتو ته لېږدول شوي دي.

د ناصر وکیل ویلي، چې دوه میاشتې وړاندې د هغه ورور ته د هماغه اسنادو او توضیحات وړاندې کړل او پناه ورکړل شوه؛ خو تېره اوانۍ د کډوالۍ یوه قاضي د ناصر غوښتنلیک رد کړی او هغه یې سملاسي له امریکا نه د اېستونکو کډوالو په نوملړ کې شامل کړی دی.

بل‌خوا ځینو امریکایي پخوانيو سرتېرو او فعالانو ویلي، چې ناصر او د هغه وروڼو په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو ترڅنګ کار کړی او د هغوی د همکارۍ شواهد موجود دي.

د امریکا د کورني امنیت وزارت تر اوسه د دې موضوع په اړه د رسنیو پوښتنو ته ځواب نه دی ورکړی.

د امریکا د کورني امنیت وزارت اعلان کړی، چې د افغانستان لپاره د لنډمهالي خوندیتوب پروګرام یا د ټي‌پي‌اېس موده به د ۲۰۲۵ کال (د جولای پر۱۴مه) پای ته ورسېږي.

د دغه وزارت په وینا؛ د افغانستان امنیتي او اقتصادي شرایط ښه شوي او نور د دغه پروګرام د دوام وړ نه ګڼل کېږي.

دې پرېکړې زرګونه هغه افغانان چې په متحده‌ایالاتونو کې ژوند کوي، د اېستلو له ګواښ سره مخ کړي دي.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۳
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۴

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۵

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

•
•
•

نور کیسې

امریکایي چارواکی: د افغانانو په ګډون به ټول ناقانونه کډوال وڅارل شي

۱۰ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۱ جولای ۲۰۲۵، ۰۰:۲۱ GMT+۱

لوړپوړي امریکايي چارواکي ټام هومن افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې ټول غېرقانوني کډوال په ځانګړي ډول هغه افغانان چې ناقانونه د امریکا خاورې ته داخل شوي، د قانون له مخې به وڅارل شي.

د ګمرکاتو او کډوالۍ د کنټرول رییس او په سرحدي چارو کې د امریکا د ولسمشر استازی ټام هومن زیاته کړې: «د هر هغه چا شتون چې په غېرقانوني توګه امریکا ته راغلی وي، د منلو وړ نه دی. موږ د دې کسانو په لټه کې یو، ځکه چې زموږ لپاره د خپلو خلکو او هېواد امنیت لومړیتوب لري.»

هومن ادعا وکړه، چې د ولسمشر بایډن د حکومت پر مهال ۴۰۰ تنه له هغو کسانو څخه چې د ترهګرۍ په تور شکمن وو، امریکا ته داخل شوي چې ځیني یې لا هم نه دي پېژندل شوي. نوموړي دا وضعیت «وېرونکی» بللی.

هغه وویل: «د سرحدونو پرانیستی سیاست باید ختم شي او هېڅوک باید ونه شي کولای چې په غېرقانوني ډول زموږ هېواد ته راننوځي.»

له دې سره، د ولسمشر ډونالډ ټرمپ حکومت د افغانستان او ایران په شمول د یو شمېر اسلامي هېوادونو پر وګړو امریکا ته د سفر بندیز لګولی و، خو هغه افغانان چې د ځانګړې کډوالۍ ویزو لپاره شرایط پوره کوي، له دې بندیز څخه معاف شوي دي.

بل‌خوا، د افغانستان څخه د امریکا پخوانیو همکارانو د اېستلو بهیر چې د بایډن ادارې پیل کړی و، د ټرمپ له بیا راګرځېدو سره درېدلی.

دغه موضوع زرګونه افغانان په افغانستان او ګاونډیو هېوادونو کې له ناڅرګند برخلیک سره مخامخ کړې دي.

سره له دې چې امریکايي پخواني سرتېري او د کانګرس یو شمېر غړي پر دې پرېکړې نیوکه کوي، خو د ټرمپ ادارې لا تر اوسه د تخلیې دا پروګرام بېرته نه دی فعال کړی.

اخوا، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې لا هم خپلو ژمنو ته وفادار دي او هغو افغانانو چې له امریکا سره کار کړی، خوندي ځای ته به ولېږدوي.

هایفن وېبپاڼه: اروپایي ټولنه له افغان مېرمنو سره په شویو ژمنو کې پاتې راغلې

۹ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۳۰ جون ۲۰۲۵، ۲۲:۲۷ GMT+۱

هایفن کلتوري وېبپاڼه وایي، چې د طالبانو له بیا واک ته رسېدو نږدې څلور کاله تېرېږي، خو لا هم زرګونه افغان مېرمنې له تعلیم، کار او ازاد ژوند څخه محرومې پاتې دي. اروپایي ټولنې ژمنه کړې وه، چې له افغان مېرمنو به ملاتړ کوي، خو تر ډېره یې دغو ژمنو ته عملي بڼه نه ده ورکړې.

دغه برېټانوۍ وېبپاڼې په خپل راپور کې زیاته کړې، چې د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې د ۲۰۲۳ کال د اټکل له مخې، اروپا ته د بیا مېشتېدو په موخه د ګواښونو لاندې افغانانو څخه یوازې ۳۲۹ تنه په رسمي ډول منل شوي، حال دا چې اروپایي ټولنې ژمنه کړې وه چې ۴۰ زره کسان به ومني.

د ډوبلن پوهنتون د امریکايي مطالعاتو استاد «سکاټ لوکاس» وايي، لوېدیځو هېوادونو میلیاردونه ډالره ولګول، خو ونه توانېدل چې په افغانستان کې یو باثباته او خلکو ته نږدې حکومت جوړ کړي.

د ده په وینا، افغان ولس په ځانګړي ډول ښځې د دې ناکامو هڅو تر ټولو ستر قربانیان دي.

په راپور کې راغلي، زینب یوه افغانه نجلۍ چې پخوا د کابل په یوه ښوونځې کې هنرونو ښوونکې وه، اوس په پاریس کې له سختو اقتصادي شرایطو سره مخ ده.

هغې ویلي: «هره میاشت یوازې ۲۰۰ یورو راته راکول کېږي، ژوند ډېر سخت دی. هغه خونه چې زه پکې اوسم، له کاغذ او کارډبورډه جوړه ده.»

یوه بله افغانه مېرمن حمېرا چې اوس په هسپانیا کې ژوند کوي وايي، چې دلته له جنسي ځورونې سره مخ شوه، خو د جنسي ځورونې له پېښې وروسته یې ټولنیزو کارکوونکو موضوع جدي ونه نیوله.

هغې وویل: «دوی دا خبره پر فرهنګي توپیرونو توجیه کړه او ویې ویل چې دا اروپا ده، نه افغانستان.»

هایفن وېبپاڼه زیاتوي، رویا یوه بله افغانه نجلۍ چې د کابل پوهنتون له خونړي برید څخه ژوندۍ راوتلې، وايي: «زه دلته خوندي یم، خو زما کورنۍ لا هم له ګواښونو سره مخ ده. ولې زما کورنۍ لا هم له وېرې سره ژوند وکړي؟»

دغه وېبپاڼه په خپل راپور کې وایي، چې د شلو کلونو په ترڅ کې د نړۍوالو د هڅو سقوط چې موخه یې د طالبانو محدودول او په افغانستان کې د یوه متحد، ډیموکراټ دولت جوړول و، د اروپا او امریکا ستراتېژیکې ناکامۍ بیانوي.

د ډوبلن پوهنتون استاد سکاټ لوکاس وايي: «امریکا دوه ټریلیون ډالر لګولي او اروپایي ټولنې هم د دې هېواد لپاره تر ټولو سترې بشري پانګونې کړي، خو دوی دواړه ونه‌توانېدل چې په افغانستان کې د یوې باوري کورنۍ ادارې بنسټ جوړ کړي. «فساد د لوېدیځ تر څارنې لاندې وغوړېد او ډېری افغانانو د ډاکټر غني د حکومت ملاتړ ونه‌کړ.»

سره له دې چې لوېدیځ ځواکونو ځیني مثبت ګامونه هم اخیستي و، لکه دولتي سیمو کې د میلیونونو نجونو ښوونه، ښځو ته د عامه ژوند او سیاسي فعالیتونو دروازې پرانیستل او د مطبوعاتو د حقونو ټینګښت؛ خو د طالبانو په راتګ سره دا ترسره شوې هڅې هم له ننګونو سره مخ شوې

هایفن زیاتوي، اروپایي ټولنې په افغانستان کې د ښځو د حقونو او وضعیت ښه‌والي لپاره د پام وړه پانګه اچونه وکړه، خو یوازې یوه میاشت وروسته له قدرت نیولو، طالبانو سخت دریځه محدودیتونه پر ځای کړل. د نجونو د منځنیو زده‌کړو بندیز چې د۱.۴ میلیونه نجونو لاسرسی یې ښوونځي ته بند کړ.

هایفن وېبپاڼه وایي، چې په مارچ ۲۰۲۲ کې د منځنۍ ښوونې بیا پرانیستل اعلان شول، خو په دوو ورځو کې بېرته بند شول. تر دې وروسته طالبانو په لویه کچه د ښځو د لوړو زده کړو پر وړاندې کامل بندیز ولګاوه، چې په ټول هېواد کې ښځې د پوهنتون څخه محرومې او د ۲۰۲۲ کال د ډسمبر د فرمان له مخې، ښځې په موسسو کې له کار څخه هم منع کړل شوې.

بلخوا د بشري حقونو سازمانونه او کارپوهان وايي، تر هغو چې اروپایي ټولنه د افغان ښځو لپاره له ژمنو ور هاخوا عملي ګامونه پورته نه کړي، د دوی روان اقتصادي او ټولنیز وضعیت به لا پسې خرابېږي. دا مېرمنې نه یوازې د خپلو حقونو لپاره مبارزه کوي، بلکې د خپلو کورنیو لپاره د ژغورلو ډیوې هم دي. اروپا باید دا ډیوې مړې نه کړي.

شاه محمود میاخېل: ایران د افغانستان په بې‌ثباتۍ کې له پاکستانه ژور رول لوبولی دی

۹ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۳۰ جون ۲۰۲۵، ۲۱:۱۳ GMT+۱

د تېر جمهوري حکومت د دفاع سرپرست وزیر شاه محمود میاخېل ویلي، چې ایران د افغانستان د ورانۍ او بې‌ثباتۍ په برخه کې له پاکستانه هم زیات رول لوبولی او د افغان جګړې له امله یې سترې نظامي او اقتصادي ګټې ترلاسه کړې دي.

میاخېل دغه څرګندونې په یوه تازه اېکس پوسټ کې کړي، چې پکې یې د افغانستان او ایران ترمنځ د پټو معاملو، استخباراتي لاسوهنو او اقتصادي استثمار یادونه کړې ده.

هغه لیکلي: «ایرانیانو له پاکستانه هم زیات د افغانستان په ورانولو او بې ثباتۍ کې لاس درلود او د افغانستان د جنګونو له امله د لرې واټن د توغندیو خاوندان شول.»

نوموړي پر ایران تور لګولی، چې له یو پلوه یې د افغان جګړو دوام ته لمن وهله او له بلې خوا یې په منظم ډول اقتصادي قاچاق ته لاره هواره کړې وه.

د میاخېل په وینا، د ارین بانک له لارې په میلیاردونو ډالر له افغانستانه ایران ته قاچاق شوي او د ایران د تېلو قراردادیانو بیا په ناقانونه توګه افغانستان ته تېل انتقالول.

هغه زیاته کړې: «اوس باید خلکو ته ثابته شوې وي چې د هېوادونو ترمنځ اړیکې د ملي ګټو پر بنسټ وي، نه د ژبې، قوم، یا دیني ایډیالوژۍ پر اساس.»

میاخېل د ایران استخباراتي فعالیتونو ته هم اشاره کړې او ویلې یې دي، چې د افغانستان په سوېل لوېدیځه حوزه کې د ایران قونسلګرۍ د جاسوسۍ مرکزونه و او ځینې پخواني وکیلان یې له دغه قاچاقي شبکو سره په مستقیم ډول تړاو درلود.

نوموړي همداراز د هغو افغان سیاسي مشرانو یادونه کړې، چې د ایران په ګټه یې عامه اعلامیې خپرولې: «له بده مرغه، ځینې ایران‌پلوه مشران د ایران د ګټو لپاره د افغانستان د ملي حاکمیت پر ضد دریځ نیولی و.»

د پخواني دفاع سرپرست وزیر دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي، چې په دې وروستیو کې له ایران څخه د افغان کډوالو جبري اېستل چټکه شوې او د تهران حکومت بې‌اسناده افغانانو ته د وتلو وروستۍ نېټه (جولای ۶مه) ټاکلې ده.

میاخېل ویلي، د افغانانو سره د ایرانیانو چلند نه پخوا ښه و او نه اوس.

هغه زیاتوي، چې دین، قوم او ژبه یوازې د احساساتو د راپارولو، انګېزې جوړولو او روایتونو د خپرولو وسیله ګرځي، نه د ملي اړیکو د رامنځته کولو بنسټ.

په ایران کې مېشت افغان کډوال دا مهال له سختو بشري او امنیتي ستونزو سره مخ دي.

له څو میاشتو راهیسې د بې‌اسناده کډوالو د اېستلو لړۍ چټکه شوې، چې له امله یې زرګونه افغانان په جبري ډول افغانستان ته شړل شوي دي.

راپورونه ښيي، چې کډوال د ایران د امنیتي ځواکونو له خوا د نیولو او غېرانساني چلند سره مخ دي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې (IOM) د معلوماتو له مخې، یوازې د ۲۰۲۵ کال د جون په میاشت کې له ۲۳۰,۰۰۰ زیات افغانان له ایران څخه وتلي، چې ډېری یې له تاوتریخوالي، بې‌سرپناهۍ او اقتصادي بې‌وسۍ سره مخ شوي دي.

د بشري حقونو ډلې دا وضعیت د "ژورې اندېښنې وړ" بللي او له نړۍوالې ټولنې یې د بېړنۍ مداخلې غوښتنه کړې ده.

له ایرانه د افغانانو جبري شړل نه یوازې بشري ناورین، بلکې د یوه ټپي ملت پر ټپونو ضربه ده

۹ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۳۰ جون ۲۰۲۵، ۲۰:۰۷ GMT+۱

په تېر جمهوري نظام کې د ننګرهار والي ضیاءالحق امرخېل وایي، چې په دې وروستیو ورځو کې له ایران څخه د زرګونو افغانانو جبري اېستل، نه یوازې یو بشري ناورین دی، بلکې د یوه ټپي ملت پر ټپونو د چاقو وارونه دي.

ښاغلي امرخېل پر اېکس خواله رسنۍ لیکلي: «دا هغه درد دی چې سړی یې غږ له سترګو پټ، خو تر اسمانونو رسېدلی ویني؛ هغه چوپه ژړا چې هره شپه د زرګونو کورنیو خوبونه ګډوډوي.»

هغه زیاتوي: «د افغان کډوالو ډله‌يیز شړل یوازې یو فزیکي حرکت نه دی، دا د امیدونو، هیلو او انساني ارزښتونو پر وړاندې یوه بې‌رحمه ضربه ده. هغه خلک چې د فقر، بیکارۍ، ناامنۍ او محدودو امکاناتو له امله له خپل هېواده وتښتېدل، نن له یوې بلې خاورې هم شړل کېږي.»

امرخېل د راستنو شویو کډوالو بد وضعیت ته په اشارې سره وایي، چې را شړل شوي زرګونه کورنۍ اوس د افغانستان په بېلابېلو سرحدي سیمو کې بې سرپناه، بې وسه او له انساني کرامت پرته ژوند تېروي. د څښاک اوبو نشتوالی، د خوړو کمښت، د سرپناه نشتون، د ماشومانو بې تعلیمه پاتې کېدل، د ښځو او سپین‌ږیرو تریخ حالت هغه حقایق دي، چې د سترګو پټول پرې ممکن نه دي.

هغه د طالبانو ځانغوښتنې ته په غېر مستقیم ډول اشاره کوي او زیاتوي: «دا حالات چې ګورم، دردېږم، که موږ رښتیا یو بل خپل بللی وای، که موږ د یووالي په رڼا کې د یو او بل درد درک کړی وای، نو دا توره ورځ به هېڅکله نه وه راغلې. خو افسوس، موږ لا هم د خپلې دایرې او ډلې هاخوا بل څوک نه وینو او نه مو نور خپل ګڼلي، چې دغه تنګ نظري، دا خودغرضي، زموږ د زړونو تر منځ دېوالونه جوړوي.»

هغه د خپلې لیکنې په وروستیو کې وایي: «تر هغې چې دا سوچ ( فکر) بدل نه کړو، نه به د زړونو ارام وموندل شي، نه به د یووالي نعمت را نصیب شي او نه به د عزت تاج زموږ پر سر کېښودل شي.»

پخوانی ایراني ډیپلومات: په ایران کې د افغانانو لپاره باید د «کډوال» کلمه ونه کارول شي

۹ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۳۰ جون ۲۰۲۵، ۱۹:۳۰ GMT+۱

د ایران د بهرنیو چارو وزارت پخواني لوړپوړي چارواکي سېد رسول موسوي ویلي، چې په ایران کې د افغانانو لپاره باید د «کډوال» کلمه ونه کارول شي، ځکه ایران د کډوالو د منلو هېواد نه دی او د هغوی د منلو لپاره کوم رسمي قانون هم نه لري.

هغه ټینګار کړی، چې د افغان وګړو لپاره باید د «قانوني استوګن لرونکي» یا «ناقانونه استوګن» اصطلاحات وکارول شي.

سېد رسول موسوي په یوه لیکنه کې چې ایراني رسنۍ (اېراف) خپره کړې ویلي: «زه چې کله د بهرنیو چارو په وزارت کې وم، نو له افغانستان څخه ترلاسه شوي ټول هغه اسناد مو رد کول چې د "کډوال" کلمه په کې کارول شوې وه او دا مسله زمونږ لپاره ډېره جدي وه.»

موسوي لیکلي، چې د ایران د بهرنیو چارو وزارت کې د هغه د کار په جریان کې، هڅه وشوه چې د افغاني او ایراني، ښځه او خاوند څخه زېږیدلي ماشومان پر درېیو ډلو ووېشل شي.

هغه زیاته کړه: «لومړۍ ډله هغه کډوال و، چې د ټاکل شوي طرزالعمل سره سم هېواد ته داخل شوي او د کډوالو په توګه د ایران او ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ په همکارۍ منل شوي وي؛ دویم، د ایراني او افغان وګړو او د هغوی د ماشومانو ترمنځ د ودونو له امله رامنځته شوي کورنۍ اړیکې او درېیم یې هغه افغان وګړي و، چې د مختلفو قانوني او غېرقانوني لارو ایران ته راغلي وو.»

د موسوي په وینا، د ایران د بهرنیو چارو وزارت نظر دا و چې د لومړۍ ډلې دریځ روښانه و، مګر د دویمې ډلې دریځ باید د هېواد د قوانینو په چوکاټ کې په یو ډول روښانه شوی وای او د درېیمې ډلې په اړه ټینګار دا و، چې موږ باید ورته د کډوالو کلمه و نه کاروو، بلکې د وګړو په توګه یاد کړو.

دغه پخواني ایراني ډیپلومات ویلي، چې هغه باور لري دا درې ګونی وېش باید لاهم په پام کې ونیول شي او د هر یو لپاره باید مختلف قانوني اقدامات ترسره شي.

هغه زیاته کړه، چې د ایران اجراییوي ادارې باید خپل اصلي تمرکز د "غېرقانوني وګړو" په اداره کولو او د هغوی د شړلو لپاره اقدام وکړي.