امریکایي چارواکی: د افغانانو په ګډون به ټول ناقانونه کډوال وڅارل شي

لوړپوړي امریکايي چارواکي ټام هومن افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې ټول غېرقانوني کډوال په ځانګړي ډول هغه افغانان چې ناقانونه د امریکا خاورې ته داخل شوي، د قانون له مخې به وڅارل شي.

لوړپوړي امریکايي چارواکي ټام هومن افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې ټول غېرقانوني کډوال په ځانګړي ډول هغه افغانان چې ناقانونه د امریکا خاورې ته داخل شوي، د قانون له مخې به وڅارل شي.
د ګمرکاتو او کډوالۍ د کنټرول رییس او په سرحدي چارو کې د امریکا د ولسمشر استازی ټام هومن زیاته کړې: «د هر هغه چا شتون چې په غېرقانوني توګه امریکا ته راغلی وي، د منلو وړ نه دی. موږ د دې کسانو په لټه کې یو، ځکه چې زموږ لپاره د خپلو خلکو او هېواد امنیت لومړیتوب لري.»
هومن ادعا وکړه، چې د ولسمشر بایډن د حکومت پر مهال ۴۰۰ تنه له هغو کسانو څخه چې د ترهګرۍ په تور شکمن وو، امریکا ته داخل شوي چې ځیني یې لا هم نه دي پېژندل شوي. نوموړي دا وضعیت «وېرونکی» بللی.
هغه وویل: «د سرحدونو پرانیستی سیاست باید ختم شي او هېڅوک باید ونه شي کولای چې په غېرقانوني ډول زموږ هېواد ته راننوځي.»
له دې سره، د ولسمشر ډونالډ ټرمپ حکومت د افغانستان او ایران په شمول د یو شمېر اسلامي هېوادونو پر وګړو امریکا ته د سفر بندیز لګولی و، خو هغه افغانان چې د ځانګړې کډوالۍ ویزو لپاره شرایط پوره کوي، له دې بندیز څخه معاف شوي دي.
بلخوا، د افغانستان څخه د امریکا پخوانیو همکارانو د اېستلو بهیر چې د بایډن ادارې پیل کړی و، د ټرمپ له بیا راګرځېدو سره درېدلی.
دغه موضوع زرګونه افغانان په افغانستان او ګاونډیو هېوادونو کې له ناڅرګند برخلیک سره مخامخ کړې دي.
سره له دې چې امریکايي پخواني سرتېري او د کانګرس یو شمېر غړي پر دې پرېکړې نیوکه کوي، خو د ټرمپ ادارې لا تر اوسه د تخلیې دا پروګرام بېرته نه دی فعال کړی.
اخوا، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې لا هم خپلو ژمنو ته وفادار دي او هغو افغانانو چې له امریکا سره کار کړی، خوندي ځای ته به ولېږدوي.

د طالبانو د اوبو او انرژۍ وزارت وايي، د هلمند په سنګین ولسوالۍ کې د نهر سراج کانال به د څه باندې ۲۷۵ اعشاریه ۸۸ میلیونه افغانیو په لګښت جوړ شي.
دغه کانال به له هلمند او موسی کلا سیندونو تغذیه شي، په ثانیه کې به ۱۸ متر مکعبه اوبه ولېږدوي، د څه باندې ۲۴ زره هکتاره کرنیزې ځمکې د خړوبولو وړتیا به ولري او همداراز پکې د ۲۰۰ متره په اوږدوالي د سربند او ابګیر ودانۍ جوړونه، د ۶۵۰ متره په اوږدوالي سره د کانال بیارغونه او ټینګښت، د سیند د بستر ټینګښت، د ساتونکو خونه او د کنټرولي دروازو نصبول هم شامل دي.
په سنګین ولسوالۍ کې په همدې تړاو جوړو شویو مراسمو کې د طالبانو د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست عبداللطیف منصور د دغې پروژې پلي کول په هلمند ولایت کې د اوبو چمتو کولو او د کرنې د ودې په برخه کې ارزښتناک وبلل او یادونه یې وکړه، چې د دغې پروژې په پلي کولو سره به د یاد کانال اوبه بېرته لومړي حالت ته وګرځي او د ټولو حقابه لرونکو حقابه هم تامین شي.
هغه زیاته کړه، چې د دغې پروژې سربېره په دغه ولایت کې د چکډمونو درې نورې پروژې هم په پام کې دي او په نږدې راتلونکې به یې چارې پیل شي.
عبداللطیف منصور په ډاګه کړه: "دولت مکلف دی، چې په هېواد کې د شرعي نظام، امنیت او اقتصادي ودې لپاره زمینه چمتو کړي او له بلې خوا ملت مکلف دی چې په اطاعت او بشپړ اخلاص سره له دغه نظام څخه ملاتړ وکړي. "
د طالبانو د اوبو او انرژۍ وزارت د معلوماتو له مخې، دغه پروژه به د ملي پراختیا شرکت له لوري د اوبو او انرژۍ وزارت د پروژو د کیفیت د کنټرول ریاست تر څارنې لاندې د دوو کلونو په موده کې پلي شي او بیا به د دغه ولایت د درېیو ولسوالیو اوسېدونکي ورڅخه ګټنه وکړي.

هایفن کلتوري وېبپاڼه وایي، چې د طالبانو له بیا واک ته رسېدو نږدې څلور کاله تېرېږي، خو لا هم زرګونه افغان مېرمنې له تعلیم، کار او ازاد ژوند څخه محرومې پاتې دي. اروپایي ټولنې ژمنه کړې وه، چې له افغان مېرمنو به ملاتړ کوي، خو تر ډېره یې دغو ژمنو ته عملي بڼه نه ده ورکړې.
دغه برېټانوۍ وېبپاڼې په خپل راپور کې زیاته کړې، چې د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې د ۲۰۲۳ کال د اټکل له مخې، اروپا ته د بیا مېشتېدو په موخه د ګواښونو لاندې افغانانو څخه یوازې ۳۲۹ تنه په رسمي ډول منل شوي، حال دا چې اروپایي ټولنې ژمنه کړې وه چې ۴۰ زره کسان به ومني.
د ډوبلن پوهنتون د امریکايي مطالعاتو استاد «سکاټ لوکاس» وايي، لوېدیځو هېوادونو میلیاردونه ډالره ولګول، خو ونه توانېدل چې په افغانستان کې یو باثباته او خلکو ته نږدې حکومت جوړ کړي.
د ده په وینا، افغان ولس په ځانګړي ډول ښځې د دې ناکامو هڅو تر ټولو ستر قربانیان دي.
په راپور کې راغلي، زینب یوه افغانه نجلۍ چې پخوا د کابل په یوه ښوونځې کې هنرونو ښوونکې وه، اوس په پاریس کې له سختو اقتصادي شرایطو سره مخ ده.
هغې ویلي: «هره میاشت یوازې ۲۰۰ یورو راته راکول کېږي، ژوند ډېر سخت دی. هغه خونه چې زه پکې اوسم، له کاغذ او کارډبورډه جوړه ده.»
یوه بله افغانه مېرمن حمېرا چې اوس په هسپانیا کې ژوند کوي وايي، چې دلته له جنسي ځورونې سره مخ شوه، خو د جنسي ځورونې له پېښې وروسته یې ټولنیزو کارکوونکو موضوع جدي ونه نیوله.
هغې وویل: «دوی دا خبره پر فرهنګي توپیرونو توجیه کړه او ویې ویل چې دا اروپا ده، نه افغانستان.»
هایفن وېبپاڼه زیاتوي، رویا یوه بله افغانه نجلۍ چې د کابل پوهنتون له خونړي برید څخه ژوندۍ راوتلې، وايي: «زه دلته خوندي یم، خو زما کورنۍ لا هم له ګواښونو سره مخ ده. ولې زما کورنۍ لا هم له وېرې سره ژوند وکړي؟»
دغه وېبپاڼه په خپل راپور کې وایي، چې د شلو کلونو په ترڅ کې د نړۍوالو د هڅو سقوط چې موخه یې د طالبانو محدودول او په افغانستان کې د یوه متحد، ډیموکراټ دولت جوړول و، د اروپا او امریکا ستراتېژیکې ناکامۍ بیانوي.
د ډوبلن پوهنتون استاد سکاټ لوکاس وايي: «امریکا دوه ټریلیون ډالر لګولي او اروپایي ټولنې هم د دې هېواد لپاره تر ټولو سترې بشري پانګونې کړي، خو دوی دواړه ونهتوانېدل چې په افغانستان کې د یوې باوري کورنۍ ادارې بنسټ جوړ کړي. «فساد د لوېدیځ تر څارنې لاندې وغوړېد او ډېری افغانانو د ډاکټر غني د حکومت ملاتړ ونهکړ.»
سره له دې چې لوېدیځ ځواکونو ځیني مثبت ګامونه هم اخیستي و، لکه دولتي سیمو کې د میلیونونو نجونو ښوونه، ښځو ته د عامه ژوند او سیاسي فعالیتونو دروازې پرانیستل او د مطبوعاتو د حقونو ټینګښت؛ خو د طالبانو په راتګ سره دا ترسره شوې هڅې هم له ننګونو سره مخ شوې
هایفن زیاتوي، اروپایي ټولنې په افغانستان کې د ښځو د حقونو او وضعیت ښهوالي لپاره د پام وړه پانګه اچونه وکړه، خو یوازې یوه میاشت وروسته له قدرت نیولو، طالبانو سخت دریځه محدودیتونه پر ځای کړل. د نجونو د منځنیو زدهکړو بندیز چې د۱.۴ میلیونه نجونو لاسرسی یې ښوونځي ته بند کړ.
هایفن وېبپاڼه وایي، چې په مارچ ۲۰۲۲ کې د منځنۍ ښوونې بیا پرانیستل اعلان شول، خو په دوو ورځو کې بېرته بند شول. تر دې وروسته طالبانو په لویه کچه د ښځو د لوړو زده کړو پر وړاندې کامل بندیز ولګاوه، چې په ټول هېواد کې ښځې د پوهنتون څخه محرومې او د ۲۰۲۲ کال د ډسمبر د فرمان له مخې، ښځې په موسسو کې له کار څخه هم منع کړل شوې.
بلخوا د بشري حقونو سازمانونه او کارپوهان وايي، تر هغو چې اروپایي ټولنه د افغان ښځو لپاره له ژمنو ور هاخوا عملي ګامونه پورته نه کړي، د دوی روان اقتصادي او ټولنیز وضعیت به لا پسې خرابېږي. دا مېرمنې نه یوازې د خپلو حقونو لپاره مبارزه کوي، بلکې د خپلو کورنیو لپاره د ژغورلو ډیوې هم دي. اروپا باید دا ډیوې مړې نه کړي.

د کډوالو نړۍوال سازمان یا (ای او اېم) وايي، له ایرانه د بې اسناده افغانانو بې سارې راستنېدنه روانه ده او د روان کال یوازې په جون میاشت کې څه باندې ۲۵۶ زره افغان کډوال بېرته هېواد ته راستانه شوي او دغه شمېر په یوه میاشت کې ریکارډ جوړ کړی دی.
د کډوالو نړۍوال سازمان زیاتوي، په دومره ډېره اندازه د کډوالو را اېستنه په سرحدي سیمو کې د دغه سازمان بشري چارې هم ټکنۍ کړې دي.
د کډوالو د نړۍوال سازمان مشره اېمي پوپ وايي، "دغه شمېر چې له پاکستانه د وروستۍ کډوالۍ څپې وروسته ثبت شوی د مرستو رسونې کمزوری سیستم یې سخت تر فشار لاندې راوستی دی. راستنېدونکي کورنۍ له هېڅ شي پرته، یوازې په خپلو جامو کې ستړي ستومانه راځي، عاجله اړتیا یې خواړه او روغتیايي پاملرنه ده او د نړۍوالو بېړني ملاتړ ته اړتیا لري. دغه وضعیت اندېښنې رامنځته کړي او افغانستان دغه حالت یوازې نشي سمبالولی. "
د کډوالو د نړۍ سازمان د راپور له مخې، د ایران حکومت د روان کال د مارچ تر ۲۰مې په دغه هېواد کې مېشتو ټولو بېاسناده افغانانو ته د وتلو مهلت ورکړی و، چې ورپسې د راستنیدو بهیر له اپرېل راهیسې چټک شو او یوازې د جون په ۲۵مه له ۲۸ زره زیات افغانان بېرته هېواد ته ستانه شوي دي.
د IOM د شمېرو له مخې، د روان کال د جنورۍ له لومړۍ د جون تر ۲۹مې له ایران څخه ټولټال ۷۱۴ زره او ۵۷۲ افغانان بېرته هېواد ته ستانه شوي او په دې منځ کې ۹۹ سلنه یې بې اسناده و او ۷۰ سلنه یې بیا په جبري توګه اېستل شوي.
د راپور له مخې، د اندېښنې وړ یوه نوې موضوع دا ده چې دا ځل د راستنېدونکو ډله ییزه اېستل شوي کورنۍ دي، په داسې حال کې چې مخکې ډېری یوازې مجرد ځوانان را اېستل کېدل.
یاد سازمان وایي، یوازې په جون میاشت کې یې له ۲۳ زره زیاتو راستنېدونکو سره عاجله مرسته کړې ده، چې پکې خوراکي توکي، سرپناه، ټرانسپورټ، روغتیایي خدمات، نغدي مرستې او رواني ملاتړ شامل دي. دغه مرستې په اسلامقلعه او مېلک پنډغالو کې برابرې شوې دي.
د کډوالو نړۍوال سازمان یو ځل بیا خبرداری ورکړی، چې افغانستان د دومره ډېرو کډوالو د جذبولو ظرفیت نه لري. سږکال له ایران او پاکستان څخه نږدې ۹۰۰ زره افغانان بېرته خپل هېواد ته ستانه او یا هم په جبري توګه شړل شوي او په دې سره سیمه ییز سیسټمونه له سقوط سره مخ دي او د راستنیدونکو او کوربه ټولنو دواړو لپاره اړینو خدماتو ته لاسرسی ګواښوي.
"ای او اېم په ټينګار سره وايي، راستنېدنه باید مصوونه، باعزته، داوطلبانه او د کوربه ټولنو د ظرفیتونو مطابق وي. د راستنیدونکو د شمېر د زیاتوالي له امله وضعیت ورځ تر بلې د بې ثباتۍ پر لوري روان دی.
د کډوالو نړۍ وال سازمان زیاتوي: "که سیمهییزه همغږي او بېړنۍ مالي مرستې برابرې نشي؛ د بېثباتۍ خطر به لا نور پسې پراخ شي.
ای او اېم همداراز له نړۍوالې ټولنې غواړي، چې د راستنیدونکو په سیمو کې پانګونې وکړي، څو د بیاځلې جذب زمینه برابره شي او خلک ناقانونه او جبري کډوالۍ ته اړ نشي. "
طالبانو بیا په دې برخه کې د خپلو تابیاو په لړ کې ویلي، چې په هرات کې له ایرانه شړل کېدونکو کډوالو ته یو ښارګوټی جوړوي.
د طالبانو د رييس الوزرا اداري مرستیال ویلي، دغه ښارګوټی د هرات ولایت په زنده جان ولسوالۍ کې پر ۶ زره جریبه ځمکه جوړېږي او په وینا یې، د راستنو شویو کډوالو لپاره په ۲۵ ولایتونو کې ۳۵ ورته ښارګوټي جوړېږي.
دا په داسې حال کې ده، چې دغه راستانه شوي او یا هم راشړل شوي کډوال او په ځانګړې توګه کورنۍ بیا په سملاسي ډول سرپناه، خوراکي توکي او روغتیايي خدمات غواړي.

د طالبانو د امربالمعروف او نهې عن المنکر وزارت ویاند سیف السلام خېبر پر خپلې اېکس پاڼې لیکلي چې، یادې ډلې دوه کسان "مسیحیت" او "الحاد" ته د خلکو د وربللو په تور نیولي دي.
سیف السلام خېبر په دې اړه چې دغه کسان څوک دي، چېرې او څه وخت نیول شوي؛ څه نه دي ویلي؛ خو دومره یې ویلي، چې یادو کسانو د "نما رسانه؛ فرهنګي- مذهبي مؤسسې" بنسټ تر پوښښ لاندې فعالیت کاوه.
نوموړي همداراز په ډاګه کړې، چې د دغو کسانو د اقرار ویډیو به ډېر ژر خپره شي او د خپرېدو ادرس یې هم د طالبانو د امربالمعروف او نهې عن المنکر وزارت رسمي ادرس نه دی ښودلی؛ بلکې یو غېر رسمي ادرس یې په ګوته کړی دی.
تر اوسه ویډیو نه ده خپره شوې؛ خو د یاد وزارت ویاند د یوه نیول شوي کس انځور له معلوماتو سره خپور کړی دی.
په دې عکس کې د شخص نوم سېد رضا د سېد جان اغا زوی معرفي شوی او همداراز لیکل شوي، چې دغه کس د میدان وردګ د بهسود د کوټه خانې اصلي اوسېدونکی دی او اوس د کابل ښار په شپږمه ناحیه کې اوسېږي او د تور په تړاو یې هم لیکل شوي، چې دغه کس عیسوي دین، الحادي فکر او فیمنیزم ته خلک بلل.
دا په داسې حال کې ده، چې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته یادې ډلې هر ډول ازاد ټولنیز، مذهبي او رسنیز فعالیتونه ځپلي او په افغانستان کې یې پر عمومي فضا بشپړه سانسور واکمنه کړې ده.
له دې سره، دغې ډلې همداراز د ښځو د حقونو ټولې مبارزې او د بشري حقونو فعالان ځپلي دي.
طالبان د شیعه او اسماعیلي مذهبونو د پیروانو فعالیتونه هم سخت محدود کړي او ان په بدخشان کې یې یو شمېر اسماعیليان د مذهب بدلولو ته هم اړ کړي شوي دي.

د تېر جمهوري حکومت د دفاع سرپرست وزیر شاه محمود میاخېل ویلي، چې ایران د افغانستان د ورانۍ او بېثباتۍ په برخه کې له پاکستانه هم زیات رول لوبولی او د افغان جګړې له امله یې سترې نظامي او اقتصادي ګټې ترلاسه کړې دي.
میاخېل دغه څرګندونې په یوه تازه اېکس پوسټ کې کړي، چې پکې یې د افغانستان او ایران ترمنځ د پټو معاملو، استخباراتي لاسوهنو او اقتصادي استثمار یادونه کړې ده.
هغه لیکلي: «ایرانیانو له پاکستانه هم زیات د افغانستان په ورانولو او بې ثباتۍ کې لاس درلود او د افغانستان د جنګونو له امله د لرې واټن د توغندیو خاوندان شول.»
نوموړي پر ایران تور لګولی، چې له یو پلوه یې د افغان جګړو دوام ته لمن وهله او له بلې خوا یې په منظم ډول اقتصادي قاچاق ته لاره هواره کړې وه.
د میاخېل په وینا، د ارین بانک له لارې په میلیاردونو ډالر له افغانستانه ایران ته قاچاق شوي او د ایران د تېلو قراردادیانو بیا په ناقانونه توګه افغانستان ته تېل انتقالول.
هغه زیاته کړې: «اوس باید خلکو ته ثابته شوې وي چې د هېوادونو ترمنځ اړیکې د ملي ګټو پر بنسټ وي، نه د ژبې، قوم، یا دیني ایډیالوژۍ پر اساس.»
میاخېل د ایران استخباراتي فعالیتونو ته هم اشاره کړې او ویلې یې دي، چې د افغانستان په سوېل لوېدیځه حوزه کې د ایران قونسلګرۍ د جاسوسۍ مرکزونه و او ځینې پخواني وکیلان یې له دغه قاچاقي شبکو سره په مستقیم ډول تړاو درلود.
نوموړي همداراز د هغو افغان سیاسي مشرانو یادونه کړې، چې د ایران په ګټه یې عامه اعلامیې خپرولې: «له بده مرغه، ځینې ایرانپلوه مشران د ایران د ګټو لپاره د افغانستان د ملي حاکمیت پر ضد دریځ نیولی و.»
د پخواني دفاع سرپرست وزیر دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي، چې په دې وروستیو کې له ایران څخه د افغان کډوالو جبري اېستل چټکه شوې او د تهران حکومت بېاسناده افغانانو ته د وتلو وروستۍ نېټه (جولای ۶مه) ټاکلې ده.
میاخېل ویلي، د افغانانو سره د ایرانیانو چلند نه پخوا ښه و او نه اوس.
هغه زیاتوي، چې دین، قوم او ژبه یوازې د احساساتو د راپارولو، انګېزې جوړولو او روایتونو د خپرولو وسیله ګرځي، نه د ملي اړیکو د رامنځته کولو بنسټ.
په ایران کې مېشت افغان کډوال دا مهال له سختو بشري او امنیتي ستونزو سره مخ دي.
له څو میاشتو راهیسې د بېاسناده کډوالو د اېستلو لړۍ چټکه شوې، چې له امله یې زرګونه افغانان په جبري ډول افغانستان ته شړل شوي دي.
راپورونه ښيي، چې کډوال د ایران د امنیتي ځواکونو له خوا د نیولو او غېرانساني چلند سره مخ دي.
د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې (IOM) د معلوماتو له مخې، یوازې د ۲۰۲۵ کال د جون په میاشت کې له ۲۳۰,۰۰۰ زیات افغانان له ایران څخه وتلي، چې ډېری یې له تاوتریخوالي، بېسرپناهۍ او اقتصادي بېوسۍ سره مخ شوي دي.
د بشري حقونو ډلې دا وضعیت د "ژورې اندېښنې وړ" بللي او له نړۍوالې ټولنې یې د بېړنۍ مداخلې غوښتنه کړې ده.
