له ایرانه د افغانانو جبري شړل نه یوازې بشري ناورین، بلکې د یوه ټپي ملت پر ټپونو ضربه ده

په تېر جمهوري نظام کې د ننګرهار والي ضیاءالحق امرخېل وایي، چې په دې وروستیو ورځو کې له ایران څخه د زرګونو افغانانو جبري اېستل، نه یوازې یو بشري ناورین دی، بلکې د یوه ټپي ملت پر ټپونو د چاقو وارونه دي.

ښاغلي امرخېل پر اېکس خواله رسنۍ لیکلي: «دا هغه درد دی چې سړی یې غږ له سترګو پټ، خو تر اسمانونو رسېدلی ویني؛ هغه چوپه ژړا چې هره شپه د زرګونو کورنیو خوبونه ګډوډوي.»

هغه زیاتوي: «د افغان کډوالو ډله‌يیز شړل یوازې یو فزیکي حرکت نه دی، دا د امیدونو، هیلو او انساني ارزښتونو پر وړاندې یوه بې‌رحمه ضربه ده. هغه خلک چې د فقر، بیکارۍ، ناامنۍ او محدودو امکاناتو له امله له خپل هېواده وتښتېدل، نن له یوې بلې خاورې هم شړل کېږي.»

امرخېل د راستنو شویو کډوالو بد وضعیت ته په اشارې سره وایي، چې را شړل شوي زرګونه کورنۍ اوس د افغانستان په بېلابېلو سرحدي سیمو کې بې سرپناه، بې وسه او له انساني کرامت پرته ژوند تېروي. د څښاک اوبو نشتوالی، د خوړو کمښت، د سرپناه نشتون، د ماشومانو بې تعلیمه پاتې کېدل، د ښځو او سپین‌ږیرو تریخ حالت هغه حقایق دي، چې د سترګو پټول پرې ممکن نه دي.

هغه د طالبانو ځانغوښتنې ته په غېر مستقیم ډول اشاره کوي او زیاتوي: «دا حالات چې ګورم، دردېږم، که موږ رښتیا یو بل خپل بللی وای، که موږ د یووالي په رڼا کې د یو او بل درد درک کړی وای، نو دا توره ورځ به هېڅکله نه وه راغلې. خو افسوس، موږ لا هم د خپلې دایرې او ډلې هاخوا بل څوک نه وینو او نه مو نور خپل ګڼلي، چې دغه تنګ نظري، دا خودغرضي، زموږ د زړونو تر منځ دېوالونه جوړوي.»

هغه د خپلې لیکنې په وروستیو کې وایي: «تر هغې چې دا سوچ ( فکر) بدل نه کړو، نه به د زړونو ارام وموندل شي، نه به د یووالي نعمت را نصیب شي او نه به د عزت تاج زموږ پر سر کېښودل شي.»