• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo
تازه خبر

خیبر پښتونخوا کې د جمعیت علمای اسلام یو پخوانی مسوول وژل شوی

۱۲ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۳ جولای ۲۰۲۵، ۱۰:۴۰ GMT+۱

د خیبر پښتونخوا د دیر ولسوالۍ په باروال سیمه کې د جمعیت علمای اسلام د پاس دیر پخوانی امیر حبیب الله حقاني په وسله‌وال برید کې وژل شوی دی. پولیسو ویلي چې وسله‌والو کسانو پر هغه او د هغه پر کورنۍ ډزې کړې، چې په پایله کې یې د حقاني میرمن هم ټپي شوې ده.

پاکستانۍ رسنۍ خراسان ډایري د پېښې نور جزئیات نه دي ور کړي.

ترویج لرونکی

حامد کرزي پر ډیورنډ کرښه د وروستیو هوکړو په اړه له طالبانو وضاحت وغوښت
۱

حامد کرزي پر ډیورنډ کرښه د وروستیو هوکړو په اړه له طالبانو وضاحت وغوښت

۲

یوه کمپنۍ ادعا لري چې افغانستان یې د هوايي ډګرونو د امنیت له اړخه ۱۵میلیونه ډالر پوروړی دی

۳

د افغان کډوالو ستنول؛ اتریش او ازبکستان د افغان کډوالو د ایستلو لپاره تړون لاسلیک کړ

۴

کابل کې د ناپېژاندو الوتکو له الوتنې وروسته د درنو وسلو غږونه اورېدل شوي

۵

له فضل الرحمان سره د طالب چارواکو اړیکه؛ طالبانو د ملا ادریس پر وژنې ژوره خواخوږي ښودلې

•
•
•

نور کیسې

د پاکستان پوځ وايي پر ډيورنډ کرښه یې ۲۴ پاکستاني طالبانو ته مرګژوبله اړولې

۱۱ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۲ جولای ۲۰۲۵، ۲۲:۵۵ GMT+۱

د پاکستان پوځ وایي، د پاکستاني طالبانو ۲۴ غړو ته یې هغه مهال مرګ‌ژوبله اړولې، کله چې هغوی غوښتل له افغانستانه د شمالي وزیرستان زُۍ سیدګي سیمې ته واوړي. د پوځ په وینا، په دې پېښه کې ۱۷ کسان وژل شوي او ۷ نور ټپیان شوي دي.

پاکستانۍ خراسان ډایري ورځپانې د چهارشنبې په ورځ (د چنګاښ ۱۱مه) په یوه خبر کې د پاکستاني چارواکو له قوله لیکلي، چې پر دغه وسله والو یې له درېيو خواو هغه مهال برید وکړ، کله چې يې غوښتل پر ډیورنډ کرښه اغزن سیم پرې کړي.

په خبر کې ویل شوي، چې د پاکستاني طالبانو غړو پلان درلود له افغانستان څخه د شمالي وزيرستان ځينو سیمو ته د بریدونو لپاره ولاړ شي.

پاکستاني پوځ ویلي، چې په دې برید کې يې ۷ وسله وال ټپیان کړي او ممکن یو شمېر وسله وال پاکستان ته داخل شوي؛ خو ټينګار يې کړی چې په سيمه کې به یې عملیات دوام ولري.

که څه هم طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي؛ خو پاکستاني چارواکو ويلي چې په یاده سیمه کې اکثره وخت د حافظ ګل بهادر ډلې اړوند جنګيالي فعالیت کوي.

امریکا اوکراین ته د ځینو وسلو لېږد ځنډولی

۱۱ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۲ جولای ۲۰۲۵، ۱۲:۵۳ GMT+۱

سپینې ماڼۍ د چهارشنبې په ورځ اعلان وکړ چې اوکراین ته یې د هوايي دفاع توغندیو په ګډون د ځینو وسلو لېږد ځنډولی دی. د سپینې ماڼۍ مرستیالې ویاندې ویلي چې دا پرېکړه د دفاع وزارت له ارزونې وروسته شوې، څو د امریکا ملي ګټو ته لومړیتوب ورکړل شي.

هغې همداراز ټینګار وکړ چې « د امریکا پوځي ځواک لا هم نه‌ردېدونکی دی، تاسې له ایران وپوښتئ».

پولیټیکو رپوټ ورکړی چې د وسلو ځنډېدلې جوپې زیاتره د هوايي دفاعي توغندیو او مهماتو دي.

دا اقدام په داسې حال کې شوی چې روسیې په وروستیو کې پر اوکراین هوایي بریدونه ډېر کړي دي.

تازه د روسیې بې‌پیلوټه الوتکو د اوکراین په شمال ختیز خارکیف ولایت کې یوه کلیواله سیمه په نښه کړې، چې له امله یې یو کس وژل شوی او بل ټپي شوی دی.

د خارکیف د سیمه‌ییز حکومت مشر اوله سینیهوبوف ویلي چې روسي ډرونونو پنځه بریدونه کړي او دوه کوچني مسافر وړونکي موټر او د کرنیزو محصولاتو یوه زېرمه یې په نښه کړې.

د پښتون ژغورنې غوځنګ: سبا د وزیرستان ولسونه د خپلو ستونزو د حل لپاره جرګه کیږي

۱۰ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۱ جولای ۲۰۲۵، ۱۶:۳۲ GMT+۱

د پښتون ژغورنې غوځنګ د مرکزي کمیټې غړی کامران پشتین وايي، سبا چهارشنبه « د چنګاښ ۱۱مه» به د وزیرستان ټول ولسونه د خپلو ستونزو د حل لپاره ګډه پریکړه وکړي. نوموړي افغانستان انټرنشل ـ پښتو ته وویل چې د سبا ورځې ګډه ناسته به د شمالي وزیرستان په میرعلي کې وشي.

هغه زیاته کړه، چې « د وزیرستان خلک اوس له ډېرو جدي ننګونو سره مخامخ دي، وروستي حالات ځوروونکي دي نو ځکه دا ضروري وګڼل شوه چې ټول په ګډه یوه پریکړه وکړي».

د پشتین په وینا، د پښتون ژغورنې غورځنګ د ولسونو له پریکړو ملاتړ کوي او د عملي کولو لپاره یې له دوی سره ولاړ دی.

سرچینې وايي، د روانې چنګاښ میاشې پر۷مه نېټه د شمالي وزیرستان غلام خان بندر ته څېرمه د پاکستاني پوځيانو پر موټریز کاروان برید کې د ۱۳پوځيانو له وژل کېدو وروسته پوځ د اتمانزیو وزیرو جرګې ته ویلي، چې د طالبانو پر وړاندې خپل دریځ روښانه کړي.

له برید وروسته د پاکستان حکومت په سیمه کې پر تګ راتګ محدودیتونه ولګول چې له امله یې خلکو په بېلابېلو بڼو اعتراضونه وکړل.

د ملي ډېموکراټیک غورځنګ مشر محسن ویلي و چې د شمالي وزیرستان خلک د ترهګرو د بریدونو له امله د تګ راتګ محدودیتونو سره مخ دي.

له یاد برید وروسته د پاکستان د پوځ مشر عاصم منیر خېبرپښتونخوا ته ولاړ او په ټينګار سره یې وویل چې د برید له عاملینو به غچ واخلي او په سیمه کې به د ترهګرۍ اصلي سرچينې افشا کړي.

د ګل بهادر په مشرۍ اتحاد المجاهدین پاکستان وسله والې ډلې د یاد موټر بم برید مسوولیت منلی و.

د سرچینو په وینا، اتمانزيو قبیلې ته درې ورځې وخت ورکړل شوی، چې په خپلو سیمو کې د طالبانو د فعالیتونو مخه ونیسي او که چیرې یې مخه ونه نیول شي، احتمال شته، چې پوځي عملیات ترسره شي.

د اتمانزي قبیلې ویاند مفتي بیت الله ویلي، چې که حکومت ددوی پرېکړه ونه مني، وزیرستان ته ټولې غځېدلې لارې به وتړي.

په دې وروستیو کې په وزیرستان او د خیبر پښتونخوا په نورو سیمو کې د پاکستاني ځواکونو پر وړاندې د بریدونو څپه تیزه شوې چې وخت ناوخت یې پاکستاني ځواکونه هم په غبرګون کې ځوابي بریدونه کوي.

اتحاد المجاهدین ډلې په شمالي وزیرستان کې پر پاکستاني پوځیانو د شوي برید مسوولیت منلی

۷ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۲۸ جون ۲۰۲۵، ۱۶:۵۹ GMT+۱

د اتحاد المجاهدین پاکستان په نامه یوې وسله والې ډلې د خېبربښتونخوا په شمالي وزیرستان کې د غلام خان بندر ته څېرمه د پاکستاني پوځیانو د موټرو پر کاروان د ځانمرګي برید مسوولیت پر غاړه اخیستی دی. په خبرپاڼه کې یادې ډلې پاکستاني نظامیانو ته د ځاني او مالي زیانونو د اړولو ادعا کړې ده.

ځايي سرچینو نن شنبې افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د خېبر پښتونخوا په سوېل لوېدیځ شمالي وزیرستان کې او د غلام خان بندر ته څېرمه یوه ځانمرګي بریدګر د پاکستاني پوځیانو پر نظامي کاروان ځانمرګی برید کړی . په دې برید کې شپږ پاکستاني پوځیان ټپیان شوي دي.

ځايي سرچینو وویل، چې ټپیان د میرانشا روغتون ته لېږدول شوي دي.

د رارسېدلو معلوماتو له مخې، ځانمرګی بریدګر پر موټر سپور و او د پاکستاني پوځیانو د موټرو پر کاروان یې برید کړی دی.

دوی همدراز زیاتوي په ټپي شویو کې د درېیو کسانو حالت نازک ښودلی و.

د خېبرپښتونخوا په کوز دیر ولسوالۍ کې په یوه چاودنه درې کسان وژل شوي او درې نور ټپیان دي

۷ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۲۸ جون ۲۰۲۵، ۱۳:۴۸ GMT+۱

د خېبرپښتونخوا په کوز دیر ولسوالۍ کې د یوې چاودنې له امله درې کسان وژل شوي او درې نور ټپیان شوي دي. د ژغورنې ادارې د معلوماتو له مخې، دغه چاودنه د لاسي بم له امله د کباړ په یوه دوکان کې رامنځته شوې ده.

د خېبرپښتونخوا د ژغورنې ادارې په وینا، د چاودنې وروسته سمدلاسه د ژغورنې عملیات پیل شوي دی او جسدونه او ټپیان د ولسوالۍ مرکزي روغتون ته لېږدول شوي دي.
په چاودنه کې وژل شوي کسان د رویداد، امین الله او هارون په نوم پیژندل شوي.

د پیښې وروسته په سیمه کې ویره خپره شوې ده، پداسې حال کې چې امنیتي ادارو سیمه محاصره کړې او د نورو شواهدو راټولول یې پیل کړي دي.

تراوسه هېڅ کومې وسلوالې ډلې ددې برید پړه پر غاړه نه ده اخیستي.