شیخ حسینه په شپږ میاشتني بند محکومه شوه

د بنګله‌دېش د نړۍوالو جنایي جرمونو محکمې د دغه هېواد پخوانۍ لومړۍ وزیره شیخ حسینه چې دا مهال جلاوطنه ده؛ د محکمې د سپکاوي په قضیه کې په شپږ میاشتني بند محکومه کړه.

بنګالي چارواکو ویلي، دغه پرېکړه د چهارشنبې په ورځ اعلان شوې او د هغې پر ضد د نیولو امر هم صادر شوی دی.