• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

اسراییل: موږ له حماس سره هوکړې ته د رسېدو او په غزه کې د جګړې پای ته رسولو په اړه جدي یو

۱۱ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۲ جولای ۲۰۲۵، ۲۰:۱۴ GMT+۱تازه شوی: ۱۱ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۲ جولای ۲۰۲۵، ۲۲:۰۳ GMT+۱

د اسراییل د بهرنیو چارو وزیر ګیډون سعار اعلان کړی، چې هېواد یې له حماس ډلې سره د هوکړې د ترلاسه کولو په اړه جدي دی، څو په غزه کې جګړه پای ته ورسوي او یرغمل شوي کسان بېرته اسراییل ته راوستلی شي.

ګیډون سعار د استونیا د بهرنیو چارو وزیر مارګوس تساخکانا سره له لیدنې وروسته په یوه خبري غونډه کې وویل: «موږ د یرغمل شویو کسانو د خوشې کولو او اوربند لپاره یوې هوکړې ته رسېدو په اړه جدي یو. موږ د متحده ایالاتو د ځانګړي استازي سټیو ویټکاف وړاندیزونو ته مثبت ځواب ورکړی دی.»

هغه زیاته کړه: «مثبتې نښې شته، خو زه نه غواړم په دې وخت کې نور څه ووایم، مګر زموږ موخه دا ده چې سمدلاسه غېر مستقیمې خبرې پیل کړو.»

د اسراییل د بهرنیو چارو وزیر ټینګار وکړ: «دا باید روښانه شي چې حماس ډلې نه یوازې د ۲۰۲۳ کال د اکټوبر په ۷مه نېټه جګړه پیل کړه، بلکې د هغې د دوام مسوولیت هم لري. باید په حماس ډلې فشار راوړل شي چې د نړۍوالې ټولنې او متحده ایالاتو د نوښت ملاتړ وکړي او هر هغه وهم چې حماس یې لري، له منځه یوسي.»

بلخوا، حماس ډلې د چهارشنبې په ورځ وویل چې دوی د مصر او قطر منځګړو له خوا د اوربند نوي وړاندیزونه په پام کې نیسي او ټینګار کوي، چې د دوی موخه دا ده چې یوې داسې هوکړې ته ورسېږي چې جګړه پای ته ورسوي او له غزې څخه د اسراییل بشپړ وتلو ته لاره هواره کړي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د سې شنبې په ورځ د جولای په لومړۍ نېټه پر اېکس خواله رسنۍ ولیکل، چې د هغه استازو د غزې د وضعیت په اړه د اسراییلي چارواکو سره اوږده او ګټوره غونډه درلوده.

هغه پرته له دې چې نومونه یې روښانه کړي وویل، چې اسراییل د ۶۰ ورځني اوربند د نهایی کولو لپاره اړینو شرایطو سره هوکړه کړې ده.

د راپورونو له مخې، د دې لیدنې لپاره د متحده ایالاتو ځانګړی استازی سټیو ویکټوف، د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو او د ولسمشر مرستیال جي ډي ونس ټاکل شوي و، څو د اسراییل له لومړي وزیر او د هغه له لوړپوړي سلاکار رون دیرمر سره وګوري.

ټرمپ اعلان وکړ، چې د قطر او مصر استازي به حماس ډلې ته دا وروستی وړاندیز وړاندې کړي او لیکلي یې دي: «زه هیله لرم چې حماس به دا تړون ومني، ځکه چې دا غوره او ممکنه ټاکنه ده، که یې ونه مني نو دوی به لا خراب شي.»

په غزه کې د خلکو غبرګونونه او د جګړې د پای ته رسېدو هیله

لکه څنګه چې د اسراییل بریدونه دوام لري، د غزې ځینو اوسېدونکو د اوربند د امکان په اړه هیله څرګنده کړې ده.

د غزې د ښار یو اوسېدونکی کمال وایي: « زه هیله لرم چې دا ځل به بریالی شي، حتی که دا اوربند دوو میاشتو لپاره هم وي، دا کولی شي د زرګونو بې ګناه خلکو ژوند وژغوري.»

خو ځینو نورو یې په خان یونس کې د سمیر المصري په ګډون وویل: «موږ په غزه کې د جګړې بشپړ پای غواړو، نه بل لنډمهاله تړون چې یوه یا دوه میاشتې دوام وکړي او بیا جګړه بیا پیل شي.»

پر له‌پسې بریدونه او درانه تلفات

د غزې د روغتیا وزارت اعلان وکړ، چې په تېرو ۲۴ساعتونو کې د غزې په شمالي او جنوبي سیمو کې د اسراییل په بریدونو کې لږترلږه ۱۳۹ فلسطینیان وژل شوي دي.

یاد وزارت زیاته کړې، چې په دغه بریدونو کې مروان السلطان چې په غزه کې د اندونیزیا د روغتون مشر و، له خپلې مېرمنې او پنځو ماشومان سره په یوه هوايي برید کې وژل شوی دی.

له بمباریو وروسته د اسراییل پوځ وویل، چې دوی په برید کې یو مهم ترهګر په نښه کړی، مګر د هغه نوم یې نه دی اخیستی او ټینګار یې کړی، چې دوی د ملکي تلفاتو راپورونو پلټنه کوي.

د اسراییل پوځي برید د ۲۰۲۳کال د اکټوبر په ۷مه پر اسراییل د حماس ډلې له ناڅاپي برید وروسته پیل شو.

په هغه ورځ د حماس وسله والو د اسراییل په سوېل برید وکړ، چې ۱۲۰۰ کسان یې ووژل، چې ډېری یې ملکي وګړي و او ۲۵۱ کسان یې یرغمل کړل.

د غزې د روغتیا وزارت په وینا، د اسراییل بریدونو تر اوسه پورې له ۵۷۰۰۰ څخه ډېر کسان وژلي دي، چې ډېری یې ملکي وګړي دي.

د ملګرو ملتونو په وینا، د غزې د ۲.۳ میلیون خلکو څخه نږدې ټول بې ځایه شوي دي او دا سیمه له ۸۰سلنې څخه ډېره اوس د اسراییل د پوځي کنټرول او یا د تخلیې د امرونو لاندې ده.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۵

د قابلو نړۍواله ورځ؛ په افغانستان کې د زده‌کړو بندیز د افغان ښځو ژوند ګواښي

•
•
•

نور کیسې

د فلسطین او ایران پر جګړو د طالب مشرانو چوپتیا د دې ډلې د غړو نیوکې راپارولي

۱۱ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۲ جولای ۲۰۲۵، ۱۸:۱۵ GMT+۱

طالبان چې له شلو کلونو جګړې او د عامو افغانانو د وینو تویېدو وروسته بیا واک ته رسېدلي، اوس د خپلو جنګیالیو له خوا له پوښتنو او نیوکو سره مخ دي. دغه نیوکې تر هغه وروسته زیاتې شوې، چې د فلسطین او په ځانګړي ډول د ایران پر روانو جګړو کې د طالبانو مشرانو چوپتیا خپله کړه.

طالبانو چې د "جهاد" تر شعار لاندې کلونه کلونه جګړه وکړه، اوس حیران دي چې ولې د «کفر پر ضد جګړه» شعار ورکونکي د هغو جګړو پر وړاندې غلي دي، چې پکې سلګونه مسلمانان وګړي وژل کېږي او اسلامي ملتونه تر برید لاندې دي.

د طالب ډلې یو ټیټ رتبه غړی چې لا هم د کابل په یوه امنیتي حوزه کې دنده لري، د نوم نه ښودلو په شرط افغانستان انټرنشنل - پښتو ته وویل: «موږ ته ویل کېدل چې د کفارو پر ضد جهاد کوو، موږ خپل اولادونه، وروڼه، خپلوان او ژوند پرېښود او له دوی سره مو په جګړه کې برخه واخیسته، ما په جګړه کې خپله یوه پښه له لاسه ورکړه، خو اوس چې د مسلمانانو پر ضد جنګونه روان دي، امارت (طالب ډله)چوپ ناست دی. دا ولې؟»

نوموړی زیاتوي: «که زموږ جهاد ریښتینی و، نو ولې نن د مسلمانانو د وژنې پر وړاندې زمونږ مشران چوپه خوله دي؟ که هغه جګړه د کفر پر ضد وه، دا څه دي چې نن یې له وړاندې تېرېږو؟»

قاري الله نور(مستعار نوم) چې د هرات ولایت د شهدا او معلولینو په ریاست کې دنده لري او د طالبانو ډله کې یې ۱۵ کاله تېر کړي دي، افغانستان انټرنشنل - پښتو ته وایي: «مونږ د ۲۰ کلنې جګړې پر مهال د جهاد، دین او قربانۍ شعارونه ورکول، خو اوس چې د فلسطین د خلکو پر وړاندې د اسراییلي پوځ بې‌رحم بریدونه او د ایران پر ښارونو د حملو خبرونه خپرېږي، زمونږ مشران یوازې "د دعاوو" او پڅو اعلامیو تر حد محدود پاتې شوي دي».

هغه وویل: «هره ورځ په سلګونه کونډې او یتیمان دغه ریاست ته د خپلو کارونو د خلاصون په موخه راځي، په لیدلو یې زه ډېر ځورېږم چې ولې موږ د نورو د واک لپاره خپل خلک په خپله ووژل»

د یادولو وړ ده، چې پر ایران د اسراییل له برید وروسته د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي په کابل کې د ایران له سفیر سره په لیدنه کې یوازې دغه برید په ډېر محتاط ډول وغانده، نه د جدي غبرګون کومه نښه ولیدل شوه، نه د اسلامي همکارۍ هڅه او نه هم کومه نړۍواله ډیپلوماتیکه هڅه.

دغه محتاط عمل او چوپتیا نه یوازې د نړۍوالو څارونکو، بلکې د طالبانو د خپل صف دننه د شک، نارضایتۍ او نیوکو لړۍ راپارولې ده.

طالبانو چې ځانونه د «دین ساتونکي» بلل، اوس دا پوښتنه کوي چې ایا د دوی جګړه رښتیا هم د دین لپاره وه، که یوازې واک ته د رسېدو یوه سیاسي وسیله.

طالبانو ته دا ننګونه اوس یوازې د حکومتدارۍ نه، بلکې د خپل شعار او عمل ترمنځ د واټن تشریح ده. د جهاد تر نامه لاندې جګړه که د مشروعیت له نظره وڅېړل شي، نو د هغوی نننۍ خاموشي دا مشروعیت تر پوښتنې لاندې راولي.

د خیانت تور؛ حماس د غزې یوه قبیله‌يي مشر ته د تسلیمېدو امر کړی

۱۱ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۲ جولای ۲۰۲۵، ۱۳:۰۴ GMT+۱

د حماس تر واک لاندې د غزې د کورنیو چارو وزارت د چهارشنبې په ورځ د یوې قبیلې له مشر یاسر ابوشباب څخه وغوښتل چې ځان تسلیم کړي او محکمې ته حاضر شي. دغه وزارت نوموړی په خیانت تورن کړی دی.

رویټرز راپور ورکړی، چې یاد وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي چې دا پرېکړه د حماس له‌خوا جوړې شوې «انقلابي محکمې» کړې ده.

یاسر ابوشباب د حماس واک نه‌ مني او دغه ډله یې د غزې د خلکو د ګټو پر ضد تورنه کړې ده. یاد وزارت وايي، نوموړی لس ورځې وخت لري چې ځان تسلیم کړي.

محکمې له فلسطینیانو وغوښتل چې د یاسر ابوشباب د پټنځای په اړه د حماس له امنیتي چارواکو سره معلومات شریک کړي.

ابوشباب دا مهال د سویلي غزې په رفح سیمه کې دی، چې هلته اسراییلي ځواکونه مېشت دي. ابوشباب ډلې تراوسه د هغه د نیولو د امر په اړه غبرګون نه دی ښودلی.

حماس، چې ابوشباب د ملګرو ملتونو د مرستو د لاريو په لوټلو تورنوي او ادعا کوي چې هغه د اسراییل له ملاتړ څخه برخمن دی، تېره میاشت خپل ځینې لوړپوړي وسله وال د نوموړي د وژلو لپاره ور لېږلي.

د یاسر ابوشباب ډلې هغه مهال رویټرز ته ویلي و چې دوی یوه ولسي وسله‌واله ډله ده، چې د مرستو د لاريو د ساتنې لپاره کار کوي او بشري مرستې د لوټ له ګواښ څخه خوندي ساتي.

امریکا اوکراین ته د ځینو وسلو لېږد ځنډولی

۱۱ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۲ جولای ۲۰۲۵، ۱۲:۵۳ GMT+۱

سپینې ماڼۍ د چهارشنبې په ورځ اعلان وکړ چې اوکراین ته یې د هوايي دفاع توغندیو په ګډون د ځینو وسلو لېږد ځنډولی دی. د سپینې ماڼۍ مرستیالې ویاندې ویلي چې دا پرېکړه د دفاع وزارت له ارزونې وروسته شوې، څو د امریکا ملي ګټو ته لومړیتوب ورکړل شي.

هغې همداراز ټینګار وکړ چې « د امریکا پوځي ځواک لا هم نه‌ردېدونکی دی، تاسې له ایران وپوښتئ».

پولیټیکو رپوټ ورکړی چې د وسلو ځنډېدلې جوپې زیاتره د هوايي دفاعي توغندیو او مهماتو دي.

دا اقدام په داسې حال کې شوی چې روسیې په وروستیو کې پر اوکراین هوایي بریدونه ډېر کړي دي.

تازه د روسیې بې‌پیلوټه الوتکو د اوکراین په شمال ختیز خارکیف ولایت کې یوه کلیواله سیمه په نښه کړې، چې له امله یې یو کس وژل شوی او بل ټپي شوی دی.

د خارکیف د سیمه‌ییز حکومت مشر اوله سینیهوبوف ویلي چې روسي ډرونونو پنځه بریدونه کړي او دوه کوچني مسافر وړونکي موټر او د کرنیزو محصولاتو یوه زېرمه یې په نښه کړې.

د متحده ایالاتو د نړۍوالې پراختیا ادارې په رسمي ډول خپل ټول فعالیتونه بند کړل

۱۱ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۲ جولای ۲۰۲۵، ۰۱:۲۱ GMT+۱

د متحده ایالاتو د نړیوالې پراختیا ادارې «یو اېس اې ای ډي» چې له اوږدې مودې راهیسې یې په افغانستان او نورو هېوادونو کې پراختیایي، بشري او ټولنیزې مرستې پلي کولې، خپل فعالیتونه په رسمي ډول بند کړي دي.

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو نن د دغه ادارې د رسمي تړلو له اعلان سره سم وویل، چې د امریکا د څو لسیزو بهرنۍ مرستې د دغه هېواد لپاره کومه ځانګړې پایله نه ده وړاندې کړې.

د راپورونو له مخې، د دغه ادارې د بندولو پرېکړه د امریکا حکومت له خوا وروستۍ شوې او دا پروسه په رسمي ډول بشپړه شوې ده.

یو اېس اې ای ډي خپلو کارکوونکو، همکارو ادارو او نړۍوالو شریکانو ته خبر ورکړی، چې نور به یې فعالیت دوام ونه لري.

یادې ادارې په تېرو څو لسیزو کې په افغانستان کې په سلګونه میلیونه ډالره لګولي دي او د روغتیا، ښوونې، کرنې، د ښځو د حقونو، اقتصادي پرمختګ او ټولنیزو خدماتو په برخو کې یې پراخ پروګرامونه پلي کړي دي. ګڼ شمېر افغانانو د دغې ادارې له پروژو څخه ګټه اخیستې او زرګونه کسانو ته یې کاري فرصتونه برابر کړي وو.

د دغه ادارې ناڅاپي بندېدل د خلکو، مدني ټولنو او نړۍوالو مرستندویه بنسټونو اندېښنې راپارولي دي.

دوی وایي، چې دا پرېکړه به د بشري مرستو، پراختیایي پروژو او د بېوزلو کورنیو پر ژوند مستقیم منفي اغېز ولري.

د افغانستان د وضعیت له امله داسې اټکل کېږي، چې د یو اېس اې ډي وتل د نړۍوالو سیاسي بدلونونو، د امریکا د پالیسۍ د بیاکتنې او د سیمه‌ییزو امنیتي شرایطو یوه پایله ده.

تر اوسه دا څرګنده نه ده، چې د «یو اېس اې ای ډي پاتې پروژې به نورو نړۍوالو موسسو ته وسپارل شي، که به بشپړ بند شي. خو د دې ادارې له وتلو سره د پراختیایي مرستو یوه ستره تشه رامنځته شوې، چې افغانان یې له لا زیات ناورین سره مخ کړي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې اوس خلکو ته پوښتنه رامنځته شوې چې «تر دې وروسته به څوک د ښوونې، روغتیا او بشري خدمتونو بار پر غاړه واخلي؟»

پوتین: ایران د سوله‌ییز اټومي پروګرام د پراختیا قانوني حق لري

۱۱ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۲ جولای ۲۰۲۵، ۰۱:۱۸ GMT+۱

کرملین اعلان وکړ، چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د فرانسې له ولسمشر امانوېل مکرون سره په ټلیفوني خبرو کې ټینګار وکړ، چې ایران د سوله‌ییز اټومي پروګرام د پراختیا قانوني حق لري. مکرون له پوتین څخه غوښتې، چې ژر تر ژره په اوکراین کې د اوربند موافقه وکړي.

فرانس ۲۴ خبرې اژانس په یوه خبر کې ویلي، چې دواړو ولسمشرانو د ۲۰۲۲ کال له سپټمبر راهيسي په لومړي ځل د سې شنبې په ورځ خبرې وکړې.

په خبر کې ویل شوي، چې په دې ۲ ساعته خبرو کې په اوکراین کې د اوربند پر موافقې، په ایران کې د جګړې او د سيمې او نړۍ د وضعت په اړه هر اړخيزې خبرې شوي.

د فرانس ۲۴ خبرې اژانس د فرانسې د ولسمشرۍ دفتر له قوله ویلي، مکرون ټينګار کړی چې ایران باید د ملګرو ملتونو د غېر پراختيايي تړون له شرایطو سره سم عمل وکړي او د نړۍوالې اټومی انرژۍ ادارې سره بشپړه همکاري وکړي.

مکرون هيله ښودلې، چې د اټومي انرژۍ، د ایران د توغندیو او په سيمه کې د هغه د رول د دايمي حل لارې په ډیپلوماتیک ډول پيدا او حل شي.

په راپور کې د کرملین له قوله زياته شوې: «پوتین مکرون ته وویل چې ایران د سوله‌ییز اټومي پروګرام د پراختیا حق لري.»

د فرانسې ولسمشر امانويل مکرون له پوتین څخه په اوکراین کې د اوربند او د جګړې د پای ته رسولو لپاره د خبرو د پيل غوښتنه کړې.

په خبر کې راغلي، چې پوتین په دې خبرو کې لوېدیځ د اوکراین په جګړه کې ملامت بللي او وبلي یې دي، چې هر سوله‌ییز تړون باید «د اوږدې مودې لپاره» وي.

کرملین په یوې خبرپاڼه کې ويلي: «ولادیمیر پوتین مکرون ته یادونه وکړه چې د اوکراین شخړه د لوېدیځو هېوادونو د پالیسۍ مستقیمه پایله ده.»

پوتین زیاته کړه، چې لوېدیځو هېوادونو «د کلونو راهیسې د روسیې امنیتي ګټې له پامه غورځولي او په اوکراین کې یې د روسیې ضد یوه اډه جوړه کړې ده.»