په کلیفورنیا کې د اورلوبې په ګودام کې د چاودنې له امله اووه کسان ورک شوي دي

د سې شنبې په ماښام د کلیفورنیا ایالت په یولو کاونټي سیمه کې د اورلوبې سوداګریز ګودام کې د زورورې چاودنې له امله لږ تر لږه اووه کسان ورک شوي او دوه ټپیان دي.
د سې شنبې په ماښام د کلیفورنیا ایالت په یولو کاونټي سیمه کې د اورلوبې سوداګریز ګودام کې د زورورې چاودنې له امله لږ تر لږه اووه کسان ورک شوي او دوه ټپیان دي.
د چهارشنبې په ورځ د کلیفورنیا ایالت د اور وژنې مشر کرېټس لارنس وویل، د اور وژنې ډلې لومړی ودانۍ ته ننوتې وې؛ خو وروسته یې د سختو ګواښونو له امله شاتګ کړی دی.
هغه وایي، د لادرکه شویو کسانو د موندنې هڅې روانې دي او د سیمې د تخلیې امر لا هم پر ځای دی.