ملګرو ملتونو کې د افغانستان استازولۍ؛ له ایرانه ستنېدونکي کډوال له ګواښ سره مخ دي

له ایرانه په بې ساري ډول د افغان کډوالو د ډله ییزې اېستنې په تړاو د غبرګونونو په دوام، په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازولۍ دفتر د یوې اعلامیې په خپرولو سره له ایران څخه د افغان کډوالو د جبري اېستنې په تړاو ژوره اندېښنه څرګنده کړې ده.