په اندونیزیا کې یوه بېړۍ ډوبه شوې، چې له امله یې ۴۳ کسان لادرکه شوي

په اندونیزیا کې یوه مساپر وړونکې بېړۍ بالي ټاپو ته نږدې ډوبه شوې ده. د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې؛ په دغه پېښه کې له ۶۵ کسانو څخه ۲۲ ژغورل شوي او ۴۳ نور بیا تري تم دي.

په اندونیزیا کې یوه مساپر وړونکې بېړۍ بالي ټاپو ته نږدې ډوبه شوې ده. د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې؛ په دغه پېښه کې له ۶۵ کسانو څخه ۲۲ ژغورل شوي او ۴۳ نور بیا تري تم دي.


د هانګ کانګ حکومت په یوه نوي سند کې راغلي، هغه همجنس خوښې جوړې چې له دغه هېواده بهر یې واده ثبت شوی وي؛ کولای شي په هانګ کانګ کې رسمي پېژندنه ترلاسه کړي. دغه ګام وروسته له هغه اخیستل شوی، چې د هانګ کانګ سترې محکمې په ۲۰۲۳کال کې د همجنس خوښو کسانو د ودونو قانوني کولو پرېکړه وکړه.

په تېره یوه اوونۍ کې د پاکستان په بېلابېلو سیمو کې سختو بارانونو او سېلابونو ۶۴ کسان مړه او ۱۱۷ نور ټپیان کړي دي. په پاکستان کې د پېښو پر وړاندې د مبارزې ادارې ویلي، چې ترټولو لوړ تلفات په خیبر پښتونخوا ایالت کې ثبت شوي دي.
د دغې ادارې په وینا؛ په خیبر پښتونخوا ایالات کې د ۱۰ ماشومانو په ګډون ۲۳ کسان مړه شوي دي.

د پاکستان "اېکسپرېس ټربیون" ورځپاڼې په یوې مقاله کې ویلي، چې که افغانستان د چین او پاکستان اقتصادي دهلېز ته داخل شي، نو د پاکستان او افغانستان د خلکو په ټولنيز او اقتصادي برخلیک کې به پرمختګ راشي.
په مقاله کې راغلي، دا چاره له ۲۰۱۷ څخه تر ۲۰۲۱ پورې ممکنه نه ښکارېده؛ خو وروستيو پرمختګونو په دې برخه کې هيلې پياوړې کړي.
اېکسپرېس ټربیون د چهارشنبې په ورځ (د چنګاښ ۱۱مه) د پخواني سفير او تقاعد شوي لوی درستيز ډاګټر رضا محمد یوه مقاله نشر کړې چې پکې راغلي: «د ۲۰۱۹ کال په سپټمبر مياشت کې د پاکستا–افغانستان-چين درې اړخيزه غونډه کې د همکاريو تر سرلیک لاندې د پېښور او کابل د لویې لارې پر جوړولو موافقه وشوه.»
د نوموړي په خبره، دا هڅه د سوداګرۍ د پياوړتيا او د چين او پاکستان اقتصادي دهلیز ته د افغانستان د يو ځای کېدو فرصت ګڼل کېده.
په مقاله کې ویل شوي، چې په ۲۰۲۰ کې د چين او ایران تر منځ د ستراتيژيکې ملګرتيا تفاهم لیک و، چې د دې پروژې ارزښت نږدې ۴۰۰ میلیارد ډالرو ته رسېده او د ۲۵ کلونو لپاره پلان شوی و، چې د چابهار بندر پراختیا هم په کې شامله وه.
له دې لارې به د ایران- افغانستان- منځنۍ اسیا ټرانزيتي دهلېز د چين «یو کمربند یوه لار» سترې پروژې سره ونښلول شي.
دا به د تېلو او ګازو د سکتورونو د عصري کولو، د صنعتي زونونو د جوړولو، د پوځي او تخنیکي همکارۍ او چین ته د ارزانه نرخونو په رسولو کې مرسته وکړي.
په مقاله کې ویل شوي، چې په بېجینګ کې د چین، افغانستان او پاکستان ترمنځ تازه درېاړخیزه غونډې هیلهمندي بیا راژوندۍ کړې ده.
د مقالې له مخې، د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار ویلي چې چین به د پېښور-کابل دهلېز پراختیا کې مرسته وکړي او اوس داسې ښکاري چې افغانستان به د خپلو ګټو لپاره دغه اقتصادي دهلېز ته ور ګډ شي.
په مقاله کې همداراز زیاته شوې، چې دغه هېوادونه باید د خپلو ولسونو د پرمختګ او سوکالۍ لپاره ګډ کار وکړي
د اقتصادي پروژو په پيل سره به کارمونده زياته، د بېوزلی کچه ټیټه، د ښځو پر توانمندسازۍ، د چاپېريال ساتنې او د سيمې پر سولې او ثبات به مثبت اغېر وکړي.
لیکوال لیکلي: «افغانستان چې له بهرنیو پوځي مداخلاتو او داخلي شخړو اغېزمن شوی بېړني ټولنیز او اقتصادي پرمختګ ته اړتیا لري.»
هغه زياته کړې: «د دې کړکېچ تر ټولو چټکه حللاره د ټرانزیتي سوداګرۍ پراختیا ده، چې ورپسې د د چین-پاکستان-افغانستان اقتصادي دهلېز پر محور د صنعتي زونونو جوړول به د افغانستان اقتصادي پرمختګ پياوړی کړي.»
د لندن د سواس پوهنتون استاد ارشین ادیب مقدم وایي، چې که ترکیه، ایران او هند هم د یو کمربند یوه لار او د چين – پاکستان – افغانستان اقتصادي دهلېز برخه شي، نو دا به لا ګټور شي.
د نوموړي په خبره، هند ته به دا اړیکه بېساري سوداګريز فرصتونه برابر کړي، ځکه چې له پاکستانه د ختیځ-لوېدیځ نښلېدونکې سوداګري به چټکه شي.
دغه مقاله وړاندیز کوي، چې دودیز دولتي سیاست ته دې ګډ اقتصادي پرمختګ هم ورزیات شي، څو د سرچینو څخه بډایه د هېوادونو ترمنځ تړلې سیمه په خپلو ظرفیتونو ترلاسه کړو.
مقاله زياتوي، چې دغه اقتصادي دهلېز د پاکستان او افغانستان ترمنځ اړېکې پياوړې کوي او د اوږدې ملګرتيا بنسټ ږدي.
لیکوال د اندېښنې په ډول یادونه کړې، چې ښایي د دغو هېوادونو په وړاندې یو شمېر کړۍ مخالفتونه، خطرونه او د بریدونو پلانونه جوړ کړي؛ خو دغه درې هېوادونه باید له دې ننګونو ونه وېرېږي.

د اسراییل د بهرنیو چارو وزیر ګیډون سعار اعلان کړی، چې هېواد یې له حماس ډلې سره د هوکړې د ترلاسه کولو په اړه جدي دی، څو په غزه کې جګړه پای ته ورسوي او یرغمل شوي کسان بېرته اسراییل ته راوستلی شي.
ګیډون سعار د استونیا د بهرنیو چارو وزیر مارګوس تساخکانا سره له لیدنې وروسته په یوه خبري غونډه کې وویل: «موږ د یرغمل شویو کسانو د خوشې کولو او اوربند لپاره یوې هوکړې ته رسېدو په اړه جدي یو. موږ د متحده ایالاتو د ځانګړي استازي سټیو ویټکاف وړاندیزونو ته مثبت ځواب ورکړی دی.»
هغه زیاته کړه: «مثبتې نښې شته، خو زه نه غواړم په دې وخت کې نور څه ووایم، مګر زموږ موخه دا ده چې سمدلاسه غېر مستقیمې خبرې پیل کړو.»
د اسراییل د بهرنیو چارو وزیر ټینګار وکړ: «دا باید روښانه شي چې حماس ډلې نه یوازې د ۲۰۲۳ کال د اکټوبر په ۷مه نېټه جګړه پیل کړه، بلکې د هغې د دوام مسوولیت هم لري. باید په حماس ډلې فشار راوړل شي چې د نړۍوالې ټولنې او متحده ایالاتو د نوښت ملاتړ وکړي او هر هغه وهم چې حماس یې لري، له منځه یوسي.»
بلخوا، حماس ډلې د چهارشنبې په ورځ وویل چې دوی د مصر او قطر منځګړو له خوا د اوربند نوي وړاندیزونه په پام کې نیسي او ټینګار کوي، چې د دوی موخه دا ده چې یوې داسې هوکړې ته ورسېږي چې جګړه پای ته ورسوي او له غزې څخه د اسراییل بشپړ وتلو ته لاره هواره کړي.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د سې شنبې په ورځ د جولای په لومړۍ نېټه پر اېکس خواله رسنۍ ولیکل، چې د هغه استازو د غزې د وضعیت په اړه د اسراییلي چارواکو سره اوږده او ګټوره غونډه درلوده.
هغه پرته له دې چې نومونه یې روښانه کړي وویل، چې اسراییل د ۶۰ ورځني اوربند د نهایی کولو لپاره اړینو شرایطو سره هوکړه کړې ده.
د راپورونو له مخې، د دې لیدنې لپاره د متحده ایالاتو ځانګړی استازی سټیو ویکټوف، د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو او د ولسمشر مرستیال جي ډي ونس ټاکل شوي و، څو د اسراییل له لومړي وزیر او د هغه له لوړپوړي سلاکار رون دیرمر سره وګوري.
ټرمپ اعلان وکړ، چې د قطر او مصر استازي به حماس ډلې ته دا وروستی وړاندیز وړاندې کړي او لیکلي یې دي: «زه هیله لرم چې حماس به دا تړون ومني، ځکه چې دا غوره او ممکنه ټاکنه ده، که یې ونه مني نو دوی به لا خراب شي.»
په غزه کې د خلکو غبرګونونه او د جګړې د پای ته رسېدو هیله
لکه څنګه چې د اسراییل بریدونه دوام لري، د غزې ځینو اوسېدونکو د اوربند د امکان په اړه هیله څرګنده کړې ده.
د غزې د ښار یو اوسېدونکی کمال وایي: « زه هیله لرم چې دا ځل به بریالی شي، حتی که دا اوربند دوو میاشتو لپاره هم وي، دا کولی شي د زرګونو بې ګناه خلکو ژوند وژغوري.»
خو ځینو نورو یې په خان یونس کې د سمیر المصري په ګډون وویل: «موږ په غزه کې د جګړې بشپړ پای غواړو، نه بل لنډمهاله تړون چې یوه یا دوه میاشتې دوام وکړي او بیا جګړه بیا پیل شي.»
پر لهپسې بریدونه او درانه تلفات
د غزې د روغتیا وزارت اعلان وکړ، چې په تېرو ۲۴ساعتونو کې د غزې په شمالي او جنوبي سیمو کې د اسراییل په بریدونو کې لږترلږه ۱۳۹ فلسطینیان وژل شوي دي.
یاد وزارت زیاته کړې، چې په دغه بریدونو کې مروان السلطان چې په غزه کې د اندونیزیا د روغتون مشر و، له خپلې مېرمنې او پنځو ماشومان سره په یوه هوايي برید کې وژل شوی دی.
له بمباریو وروسته د اسراییل پوځ وویل، چې دوی په برید کې یو مهم ترهګر په نښه کړی، مګر د هغه نوم یې نه دی اخیستی او ټینګار یې کړی، چې دوی د ملکي تلفاتو راپورونو پلټنه کوي.
د اسراییل پوځي برید د ۲۰۲۳کال د اکټوبر په ۷مه پر اسراییل د حماس ډلې له ناڅاپي برید وروسته پیل شو.
په هغه ورځ د حماس وسله والو د اسراییل په سوېل برید وکړ، چې ۱۲۰۰ کسان یې ووژل، چې ډېری یې ملکي وګړي و او ۲۵۱ کسان یې یرغمل کړل.
د غزې د روغتیا وزارت په وینا، د اسراییل بریدونو تر اوسه پورې له ۵۷۰۰۰ څخه ډېر کسان وژلي دي، چې ډېری یې ملکي وګړي دي.
د ملګرو ملتونو په وینا، د غزې د ۲.۳ میلیون خلکو څخه نږدې ټول بې ځایه شوي دي او دا سیمه له ۸۰سلنې څخه ډېره اوس د اسراییل د پوځي کنټرول او یا د تخلیې د امرونو لاندې ده.

طالبان چې له شلو کلونو جګړې او د عامو افغانانو د وینو تویېدو وروسته بیا واک ته رسېدلي، اوس د خپلو جنګیالیو له خوا له پوښتنو او نیوکو سره مخ دي. دغه نیوکې تر هغه وروسته زیاتې شوې، چې د فلسطین او په ځانګړي ډول د ایران پر روانو جګړو کې د طالبانو مشرانو چوپتیا خپله کړه.
طالبانو چې د "جهاد" تر شعار لاندې کلونه کلونه جګړه وکړه، اوس حیران دي چې ولې د «کفر پر ضد جګړه» شعار ورکونکي د هغو جګړو پر وړاندې غلي دي، چې پکې سلګونه مسلمانان وګړي وژل کېږي او اسلامي ملتونه تر برید لاندې دي.
د طالب ډلې یو ټیټ رتبه غړی چې لا هم د کابل په یوه امنیتي حوزه کې دنده لري، د نوم نه ښودلو په شرط افغانستان انټرنشنل - پښتو ته وویل: «موږ ته ویل کېدل چې د کفارو پر ضد جهاد کوو، موږ خپل اولادونه، وروڼه، خپلوان او ژوند پرېښود او له دوی سره مو په جګړه کې برخه واخیسته، ما په جګړه کې خپله یوه پښه له لاسه ورکړه، خو اوس چې د مسلمانانو پر ضد جنګونه روان دي، امارت (طالب ډله)چوپ ناست دی. دا ولې؟»
نوموړی زیاتوي: «که زموږ جهاد ریښتینی و، نو ولې نن د مسلمانانو د وژنې پر وړاندې زمونږ مشران چوپه خوله دي؟ که هغه جګړه د کفر پر ضد وه، دا څه دي چې نن یې له وړاندې تېرېږو؟»
قاري الله نور(مستعار نوم) چې د هرات ولایت د شهدا او معلولینو په ریاست کې دنده لري او د طالبانو ډله کې یې ۱۵ کاله تېر کړي دي، افغانستان انټرنشنل - پښتو ته وایي: «مونږ د ۲۰ کلنې جګړې پر مهال د جهاد، دین او قربانۍ شعارونه ورکول، خو اوس چې د فلسطین د خلکو پر وړاندې د اسراییلي پوځ بېرحم بریدونه او د ایران پر ښارونو د حملو خبرونه خپرېږي، زمونږ مشران یوازې "د دعاوو" او پڅو اعلامیو تر حد محدود پاتې شوي دي».
هغه وویل: «هره ورځ په سلګونه کونډې او یتیمان دغه ریاست ته د خپلو کارونو د خلاصون په موخه راځي، په لیدلو یې زه ډېر ځورېږم چې ولې موږ د نورو د واک لپاره خپل خلک په خپله ووژل»
د یادولو وړ ده، چې پر ایران د اسراییل له برید وروسته د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي په کابل کې د ایران له سفیر سره په لیدنه کې یوازې دغه برید په ډېر محتاط ډول وغانده، نه د جدي غبرګون کومه نښه ولیدل شوه، نه د اسلامي همکارۍ هڅه او نه هم کومه نړۍواله ډیپلوماتیکه هڅه.
دغه محتاط عمل او چوپتیا نه یوازې د نړۍوالو څارونکو، بلکې د طالبانو د خپل صف دننه د شک، نارضایتۍ او نیوکو لړۍ راپارولې ده.
طالبانو چې ځانونه د «دین ساتونکي» بلل، اوس دا پوښتنه کوي چې ایا د دوی جګړه رښتیا هم د دین لپاره وه، که یوازې واک ته د رسېدو یوه سیاسي وسیله.
طالبانو ته دا ننګونه اوس یوازې د حکومتدارۍ نه، بلکې د خپل شعار او عمل ترمنځ د واټن تشریح ده. د جهاد تر نامه لاندې جګړه که د مشروعیت له نظره وڅېړل شي، نو د هغوی نننۍ خاموشي دا مشروعیت تر پوښتنې لاندې راولي.