پاکستان کې په یوې اوونۍ کې سختو بارانونو او سېلابونو ۶۴ کسان مړه او ۱۱۷ ټپیان کړي دي

په تېره یوه اوونۍ کې د پاکستان په بېلابېلو سیمو کې سختو بارانونو او سېلابونو ۶۴ کسان مړه او ۱۱۷ نور ټپیان کړي دي. په پاکستان کې د پېښو پر وړاندې د مبارزې ادارې ویلي، چې ترټولو لوړ تلفات په خیبر پښتونخوا ایالت کې ثبت شوي دي.
د دغې ادارې په وینا؛ په خیبر پښتونخوا ایالات کې د ۱۰ ماشومانو په ګډون ۲۳ کسان مړه شوي دي.