په خبرپاڼه کې یاده پرېکړه د بشري حقونو د اصولو او د ملګرو ملتونو له منشور سره په ټکر کې ګڼل شوې.
د افغانستان مدنې بنسټونو، اعتراضي خوځښتونو او بشري حقونو سازمانونو د جمعه په ورځ (د چنګاښ ۱۳مه) په یوه خبرپاڼه کې د ۵ دلایلو له مخې د روسيې پرېکړې ته غبرګون ښودلی.
په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې طالبان د افغانانو مشروع استازي نه دي او د زور له لارې واک ته رسېدلي دي.
د دوی په خبره، چې دغه ډلې، نجونې او ښځې په پرله پسې توګه له زده کړو، کار، ټولنیزو فعالیتونو او ازاد تګ څخه منعه کړې دي.
خبرپاڼه وايي، چې طالبان د پخواني حکومت ملکي او نظامي کسان نیولي، شکنجه کړي او په عام محضر کې يې له خطر سره مخ کړي دي.
پر خبريالانو، مدنې فعالانو او رسنیو بندیزونه د دغه ډلې يوه بله کړنه ده.
په دې ګډه خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د مسکو دا پرېکړه نور هېوادونه هم هڅوي چې دغه ډله په رسميت وپېژني او اړيکې ورسره عادي کړي.
دوی د اندېښنې په ډول زياته کړې، چې د هېوادونو دا ډول کړنې به پر ښځو، اقلیتونو او خپلواکو غږونو فشار لا زيات کړي.
په دې ګډه اعلاميه کې له مسکو څخه غوښتل شوي، چې پر خپله دې پرېکړه بيا غور وکړي.
دوی له نړېوالې ټولنې او سازمانونو هم غوښتي: «موږ له نړیوالې ټولنې، د ملګرو ملتونو له سازمان، اروپايي اتحادیې او د سیمې له دولتونو غواړو، چې د طالبانو د مشروعیت مخنیوي لپاره یو واضح او د بشري حقونو پر بنسټ غبرګون وښيي او د افغانستان د خلکو ترڅنګ ودرېږي.»