اسلامي جمعیت ګوند: د روسیې له خوا د طالبانو رسمیت پېژندنه د سیمي لپاره ناسم پیغام لري

د صلاح الدین رباني په مشرۍ د افغانستان اسلامي جمعیت ګوند د روسیې له خوا د طالبانو رسمیت پېژندنې ته توند غبرګون ښودلی وايي، دا پرېکړه یوازې دوه اړخیز سیاسي اقدام نه، بلکې د افغانستان د راتلونکي او سیمې د نظم لپاره یو ناسم او ناهیلوونکی پیغام لري.