• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

احمدشاه سادات: پر یوه بلاک تمایل خطرناک او د هېواد راتلونکی زیانمنوي

۱۳ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۴ جولای ۲۰۲۵، ۲۳:۵۹ GMT+۱

د افغانستان د پخواني حکومت د مخابراتو وزیر سید احمدشاه سادات وايي، چې طالبان باید له امریکا او لوېديځو هېوادونو سره هم اړيکې ورغوي. هغه زياته کړې: «که د افغانستان سیاست پر یو بلاک تمایل شي خطرناکې پايلې به ولري.»

د افغانستان د پخواني حکومت د مخابراتو او معلوماتي ټېکنالوژۍ وزير سید احمدشاه سادات د جمعه په ورځ (د چنګاښ ۱۳مه) پر خپله فېسبوک پاڼه د روسیې له خوا د طالبانو په رسميت پېژندل مثبت پرمختګ یاد کړی.

هغه ویلي، چې طالبان باید پر یو طرف او روسيې باور ونه کړي او له امریکا او نورو لوېديځو هېوادونو سره هم خپلې اړيکې ورغوي.

د هغه په خبره، چې روسيه د اقتصاد له اړخه دومره توانايي نه لري، چې د افغانستان اقتصادي بنسټ پرې ورغول شي.

نوموړي لیکلي: «که چیرې د طالبانو د رسمیت پېژندنې مسله سمه مدیریت نه شي، نو دا چاره نه یوازې افغانستان، بلکې د ټولې سیمې لپاره خطرناک عواقب درلودلای شي.»

سادات د اندېښنې په ډول زياته کړې: «که د امریکا او غرب سره اړيکې ونه رغول شي نو امکان شته چې پر افغانستان نور بندیزونه ولګوي، سوداګريز فشارونه زيات او هېواد يو ځل بیا نړيوالې انزوا ته ولاړ شي.»

ترویج لرونکی

افغان سندرغاړي جاوېد امیرخېل په جرمني کې د پناه غوښتنه کړې
۱

افغان سندرغاړي جاوېد امیرخېل په جرمني کې د پناه غوښتنه کړې

۲
ځانګړی راپور

طالبان د روسیې په مرسته د خپل پوځ د بیا جوړولو په لټه کې دي

۳

برتانوی سیاست‌وال: له لرې واټن څخه د طالبانو د تګلارو په غبرګون فریاد بې‌اغېزې دی

۴

له افغانستان نه وروستی وتلی امریکايی پوځي له دندې ګوښه کېږي

۵

نورالله نوري: په نړۍ کې تر هبت الله په شریعت بل هیڅ بل کس نه وینم

•
•
•

نور کیسې

بلاول بوټو: پاکستان په ۸۰مه لسیزه کې په افغانستان کې د وسلوالو ډلو ملاتړ کاوه

۱۳ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۴ جولای ۲۰۲۵، ۲۳:۴۸ GMT+۱
بلاول بوټو: پاکستان په ۸۰مه لسیزه کې په افغانستان کې د وسلوالو ډلو ملاتړ کاوه
100%

د پاکستان پخوانی بهرنیو چارو وزیر او د پیپلز ګوند مشر، بلاول بوټو زرداري، ویلي چې پاکستان په ۱۹۸۰مه لسیزه کې د افغانستان په اړه د ځینو وسلوالو ډلو ملاتړ کړی و.

د پاکستاني رسنۍ جیو نیوز د راپور له مخې، بلاول زیاته کړې: « تاریخي شالید ته په کتو، پاکستان په ۸۰مو کلونو کې د افغانستان د وضعیت له امله د ځینو وسلوالو ډلو ملاتړ کړی و، خو دا ملاتړ یوازې د هغه وخت جغرافیایي او سیاسي شرایطو پورې محدود و.»

بلاول دا هم واضح کړه چې د یادو ډلو ملاتړ د کشمیر له موضوع سره هېڅ تړاو نه درلود، او زیاته کړې یې ده،چې پاکستان د کشمیریانو د حق غوښتنې څخه ملاتړ کوي، او دا دریځ د ملګرو ملتونو د پرېکړه‌لیکونو پر بنسټ ولاړ دی.

هغه د هندوستان او پاکستان د وروستۍ شخړې په تړاو ویلي، که هند د ترهګرو پر وړاندې اقدامات غواړي، نو باید له پاکستان سره خبرې اترې وکړي ترڅو ستونزې حل شي.

بلاول بوټو وویل: « موږ د کشمیري ولس د مشروع حقونو ملاتړ کوو، چې دا یوه سوله‌ ییزه سیاسي مبارزه ده، نه ترهګري.»

بلاول دا څرګندونې په داسې حال کې کوي چې د پاکستان پخوانیو سیمه‌ییزو پالیسیو ته بیاکتنې روانې دي، او نړیوالو ته د وضاحت اړتیا مخ په زیاتېدو ده.

کارپوهان وايي، دا ډول څرګندونې ښيي چې د پاکستان ځینې سیاسي مشران هڅه کوي د تېر وخت پالیسۍ له اوسنيو دریځونو څخه جلا معرفي کړي، تر څو د نړیوالو باور ترلاسه کړي.

جورجیا میلوني: امریکا اوکراین ته د وسلو رسولو فعالیت نه دی درولی

۱۳ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۴ جولای ۲۰۲۵، ۲۳:۰۶ GMT+۱
جورجیا میلوني: امریکا اوکراین ته د وسلو رسولو فعالیت نه دی درولی
100%

د اټالیا لومړۍ وزیرې جورجیا میلوني د یوې خبري غونډې پر مهال وویل چې امریکا اوکراین ته د وسلو سپارلو په فعالیت کې یوازې په ځینو ځانګړو اجزاوو بیا کتنه کوي، خو د ټولې مرستې فعالیت یې نه دی درولی.

میلوني په یوه فورم کې د خپلې وینا پر مهال وویل: "امریکا د وسلو رسولو او د اوکراین ملاتړ نه دی درولی، بلکه یوازې یې د ځانګړو اجزاوو د سپارلو په پرېکړه بیا کتنه کړې ده. دا یو مهم بدلون دی."

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د جولای ۳مه نېټه د رسنیو هغه راپورونه رد کړل چې ګواکې واشنګټن اوکراین ته د وسلو رسولو فعالیت درولی دی. ټرمپ وویل چې دا راپورونه بې بنسټه دي.

د امریکا دفاع وزارت ویاند شان پارنیل د جولای ۲مه نېټه تایید کړه چې د اوکراین لپاره ځینې پوځي مرستې په موقتي توګه درول شوي دي، ځکه چې د امریکا دفاع وزارت د بهرنیو مرستو په رسولو کې بیا کتنه کوي.

محسن داوړ: پاکستاني رسنۍ ولې د وزیرستان د وضعیت په اړه غلې دي؟

۱۳ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۴ جولای ۲۰۲۵، ۲۲:۲۵ GMT+۱
محسن داوړ: پاکستاني رسنۍ ولې د وزیرستان د وضعیت په اړه غلې دي؟
100%

د پاکستان د پارلمان پخواني غړي او ملي ډېموکراټیک ګوند مشر، محسن داوړ ویلي چې ولې پاکستاني رسنۍ په وزیرستان کې د تندلاریتوب او پوځي عملیاتو پر ضد روانو لاریونونو ته هیڅ ډول خبري پوښښ نه ورکوي.

هغه پر ایکس خواله رسنۍ لیکلي: «په وزیرستان کې د ترهګرۍ او پوځی عملیاتو پر ضد روان اعتراضونه هیڅ رسنیز پوښښ نه‌لري. د پاکستان رسنۍ چیرته دي؟»

محسن داوړ همداراز له هغو خبریالانو او فعالانو پوښتنه کړې چې د اسراییلو پر ضد یې توند غبرګونونه ښودلي وو: « هغه خبریالان چیرته دي چې د اسراییلو پر ضد یې غوسه ښودله؟ کله چې خبره د دوی د خپل کور شي، نو ولې چوپ دي؟ دا ډول انتخابي غوسه د انصاف معیار نه شي جوړېدای. خیرات باید له خپله کوره پیل شي.»

داوړ، د پاکستان پر رسنیو تور پورې کړ چې د خپلو خلکو د کړاوونو، ژغورونکو غږونو، او بشري فریادونو پر وړاندې یا چوپه خوله دياو یا یې په قصدي ډول له پامه غورځوي.

یاده دې وي چې په شمالي وزیرستان کې د روانو نا امنیو له امله د پاکستان پوځ پرېکړه کړې چې په دغه سیمه کې د وسله والو پر وړاندې پوځي عملیات وکړي. خو نن د شمالي وزیرستان د خلکو لخوا دغه پرېکړه د یو پراخه لاریون په ترڅ کې وغندل شوه او ددغه عملیاتو کلک مخالفت یې وکړ.

د بشري حقونو مدافعین او د مدني ټولنې فعالان له وړاندې خبرداری ورکوي چې دا ډول انتخابي چوپتیا نه یوازې د بیان آزادۍ پر ضد ده، بلکې د خلکو باور هم له رسنیو او دولتي ادارو سره کمزورې کوي.

منظور پښتین: د پاکستان پوځ د پښتنو پر ضد پراخه ظلمونه ترسره کړي

۱۳ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۴ جولای ۲۰۲۵، ۲۲:۰۱ GMT+۱
منظور پښتین: د پاکستان پوځ د پښتنو پر ضد پراخه ظلمونه ترسره کړي
100%

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور احمد پښتین په شمالي وزیرستان کې د پوځي عملیاتو پر ضد پراخه لاریون ته په غبرګون کې ویلي، د پاکستان پوځ د پښتنو پر وړاندې پراخه ظلمونه کړي او اوس پښتانه د «ظالم پوځ» په وړاندې ولسي مقاومت ته چمتو دي.

نن د جمعه په ورځ (د چنګاښ ۱۳مه) د خېبر پښتونخوا په شمالي وزیرستان کې لسګونه زره پښتنو د پاکستان حکومت له خوا د پوځي عملیاتو پر ضد پراخه لاریون وکړ.

منظور پښتین دغه لاریون ته په غبرګون کې ویلي چې د پاکستان پوځ پر پښتنو ظلمونه کړي او اوس ملت چمتو دی چې د ظلم خلاف ودریږي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور احمد پښتين پر خپله فېسبوک پاڼه لیکلي، چې «اوس د عمل وخت دی او پښتون ملت د ظلم په وړاندې عملي مقاومت ته چمتو دی.»

نوموړي ویلي، چې ډېر ژر به په ټوله پښتون سیمه کې عامه مقاومت ولیدل شي.

پښتین زياته کړې: « جګړه د مادي ځواک او استعماري غرور په وړاندي د پښتنو مقاومت اوږد، دردناک، له ستونزو او امتحان سره مخ وي؛ خو پایله يې د پښتنو په بریا ختميږي.»

نوموړي ویلي، چې د پښتون مقاومت د حق لار ده.

یاده دې وي چې په شمالي وزیرستان کې د روانو نا امنیو له امله د پاکستان پوځ پرېکړه کړې چې په دغه سیمه کې د وسله والو پر وړاندې پوځي عملیات وکړي. خو نن د شمالي وزیرستان د خلکو لخوا دغه پرېکړه د یو پراخه لاریون په ترڅ کې وغندل شوه او ددغه عملیاتو کلک مخالفت یې وکړ.

قانوني: د طالبانو په رسمیت پیژندل د ترهګرۍ په رسمیت پېژندل دي

۱۳ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۴ جولای ۲۰۲۵، ۲۱:۵۵ GMT+۱
قانوني: د طالبانو په رسمیت پیژندل د ترهګرۍ په رسمیت پېژندل دي
100%

د افغانستان د ملي مقاومت شوراغړي محمد یونس قانوني، د روسیې له لوري د طالبانو رسمي پېژندنه په کلکه غندلې او دا یې د ترهګرۍ، د بشر حقونو د نقض او د جنسیت پر بنسټ تبعیض په رسمیت پېژندل یاد کړي دي.

قانوني، پر ایکس خواله رسنۍ لیکلي چې د روسیې له خوا دا پرېکړه یوه ستره تېروتنه ده.

هغه زیاته کړې: د روسیې دا اقدام یوازې د طالبانو د غیر مشروع حکومت ملاتړ نه دی، بلکې د هغه نظام تایید دی چې د ښځو پر وړاندې سیستماتیک تبعیض او د بشري حقونو ښکاره سرغړونې کوي.

قانوني خبرداری ورکړی چې دا پرېکړه به روسیې ته هم بې‌تاوانه پاتې نشي، اوډېر ژر به روسیه د خپلې دې تېروتنې بیه پرېکړي.

نوموړي دا څرګندونې د هغه وروسته وکړې چې روسیې د پنجشنبې په ورځ د طالبانو حکومت په رسمیت وپېژاند او دا یې د دوه اړخیزو همکاریو د پراخېدو لپاره مهم ګام وباله.

د روسیې له دې پرېکړې سره، نړیوال غبرګونونه هم مخ په زیاتېدو دی. ځینې هېوادونه او سازمانونه اندېښنه لري چې دا به طالبانو ته ناسم پیغام ورکړي او د هغوی د چلند د لا سختېدو لامل شي، په ځانګړې توګه د ښځو پر وړاندې.