• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

منظور پښتین: د پاکستان پوځ د پښتنو پر ضد پراخه ظلمونه ترسره کړي

۱۳ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۴ جولای ۲۰۲۵، ۲۲:۰۱ GMT+۱

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور احمد پښتین په شمالي وزیرستان کې د پوځي عملیاتو پر ضد پراخه لاریون ته په غبرګون کې ویلي، د پاکستان پوځ د پښتنو پر وړاندې پراخه ظلمونه کړي او اوس پښتانه د «ظالم پوځ» په وړاندې ولسي مقاومت ته چمتو دي.

نن د جمعه په ورځ (د چنګاښ ۱۳مه) د خېبر پښتونخوا په شمالي وزیرستان کې لسګونه زره پښتنو د پاکستان حکومت له خوا د پوځي عملیاتو پر ضد پراخه لاریون وکړ.

منظور پښتین دغه لاریون ته په غبرګون کې ویلي چې د پاکستان پوځ پر پښتنو ظلمونه کړي او اوس ملت چمتو دی چې د ظلم خلاف ودریږي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور احمد پښتين پر خپله فېسبوک پاڼه لیکلي، چې «اوس د عمل وخت دی او پښتون ملت د ظلم په وړاندې عملي مقاومت ته چمتو دی.»

نوموړي ویلي، چې ډېر ژر به په ټوله پښتون سیمه کې عامه مقاومت ولیدل شي.

پښتین زياته کړې: « جګړه د مادي ځواک او استعماري غرور په وړاندي د پښتنو مقاومت اوږد، دردناک، له ستونزو او امتحان سره مخ وي؛ خو پایله يې د پښتنو په بریا ختميږي.»

نوموړي ویلي، چې د پښتون مقاومت د حق لار ده.

یاده دې وي چې په شمالي وزیرستان کې د روانو نا امنیو له امله د پاکستان پوځ پرېکړه کړې چې په دغه سیمه کې د وسله والو پر وړاندې پوځي عملیات وکړي. خو نن د شمالي وزیرستان د خلکو لخوا دغه پرېکړه د یو پراخه لاریون په ترڅ کې وغندل شوه او ددغه عملیاتو کلک مخالفت یې وکړ.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۵

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

•
•
•

نور کیسې

پاکستاني پوځیانو په شمالي وزیرستان کې ډیورنډ کرښې ته څېرمه ۳۰ وسله‌وال وژلي دي

۱۳ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۴ جولای ۲۰۲۵، ۰۶:۴۷ GMT+۱

د پاکستان د پوځ رسنیز دفتر اعلان کړی، چې په شمالي وزیرستان کې یې د یو لړ عملیاتو پر مهال ۳۰ وسله‌وال وژلي او د دوی ځینې ترهګریز پلانونه یې شنډ کړي دي. خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه وسله‌وال ډیورنډ کرښې ته څېرمه د جولای په لومړۍ او دویمه نېټه وژل شوي دي.

د پاکستان پوځ د عامه اړیکو ادارې له‌خوا ویل شوي، چې دغه وسله‌وال یې ډیورنډ کرښې څخه د اوښتو پر مهال په نښه کړي او بیا یې وروسته د شمالي وزیرستان په حسن خېل سیمه کې چاڼیز عملیات هم ترسره کړي دي.

همدا راز ادعا شوې، چې له وژل شویو وسله‌والو څخه یې یو شمېر وسلې هم ترلاسه کړې دي.

دغو وژل شویو کسانو ته د پاکستان پوځ د «خوارجو» کلېمه کارولې، چې دوی یې «ټي‌ټي‌پي» ته مخاطبوي.

د پاکستاني طالبانو تحریک ډله په دې وروستیو کې په شمالي وزیرستان او د پښتونخوا په یوشمېر نورو سیمو کې سخته فعاله شوې او د پوځیانو پر ضد یې خپل بریدونه هم پراخ کړي دي. لا تر اوسه پورې «ټي‌ټي‌پي» د دغو ادعاوو په تړاو څه نه دي ویلي.

د پاکستان پوځ په خپله خبرپاڼه کې له افغانستانه غوښتي، چې د پاکستان پر وړاندې د افغان خاورې د کارونې د مخنیوي لپاره اغېزمن ګامونه واخلي.

پوځ ټینګار کړی، چې د دوی ځواکونه د هېواد د پولو د دفاع او د هند له‌خوا تمویلېدونکي ترهګرۍ د له منځه وړو لپاره ژمن دي.

ټي ټي پي په وزیرستان کې د احتمالي پوځي علمیاتو خبرداری ورکړی

۱۲ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۳ جولای ۲۰۲۵، ۱۶:۰۳ GMT+۱

تحریک طالبان پاکستان وسله والې ډلې په قبایلي سیمو په ځانګړې توګه شمالي وزیرستان کې د پاکستاني پوځ د ممکنه پوځي عملیاتو پر وړاندې غبرګون ښودلی. یاده ډله وايي، د پاکستان پوځ هڅه کوي د طالبانو پرضد عملیاتو په نامه قبایلي خلک جبري کډوالۍ ته اړ باسي او سرچینې یې په واک کې واخلي.

یادې ډلې نن پنجشنبه د (د چنګاښ ۱۲مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د پاکستان پوځ هڅه کوي د طالبانو پرضد عملیاتو په نامه قبایلي خلک جبري کډوالۍ ته اړ کړي او په دې پلمه د دوی کورونه، طبیعي زیرمې او نورې سرچینې ولکه کړي.

په خبرپاڼه کې د تحریک طالبان پاکستان ویاند محمد خراسانی ادعا کړې چې د پوځ مشرتابه، په ځانګړې توګه د عاصم منیر او د امریکايي چارواکو ترمنځ له کتنې وروسته د ولکې او د شخصي قدرت د دوام لپاره د شتمنیو د کارونې هڅې ګړندۍ شوې دي.

په خبرپاڼه کې تحریک طالبان خپلو جنګیالیو ته امر کړی چې د ملکي خلکو ژوند ته په پام د پاکستاني ځواکونو پر وړاندې عملیات ترسره کړي.

تحریک طالبان پاکستان ویلي چې د عملیاتو تمرکز به یې له ښاري سیمو دباندې پر پوځي چاوڼیو او نورو تحرکاتو وي څو ددوی په وینا، د پاکستان پوځ ته د ملکي سیمو د بمباریو پلمه په لاس ورنه شي.

د خپرپاڼې په پای کې پر خلکو هم غږ شوی چې د پاکستان د پوځ پر وړاندې ودریږي او له خپلو حقونو دفاع وکړي.

د پاکستان حکومت تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي خو وړاندې د وزیرستان ولسونو هم په خپلو سیمو کې د پوځي عملیاتو د ترسره کولو پر وړاندې نا رضایتي ښودلې وه.

رپوټونه وايي، چې د پاکستان پوځ د شمالي وزیرستان اتمانزیو قبیلې ته وخت ورکړی، چې خپل دریځ روښانه کړي او یا له طالبانو سره ودریږي او یا د پوځ ملاتړ و کړي.

د اتمانزیو قبیلې له دغه خبرداري وروسته خپله جرګه راغوښتې او د پوځي عملیاتو مخالفت یې کړی.

د پاکستان پوځ وايي پر ډيورنډ کرښه یې ۲۴ پاکستاني طالبانو ته مرګژوبله اړولې

۱۱ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۲ جولای ۲۰۲۵، ۲۲:۵۵ GMT+۱

د پاکستان پوځ وایي، د پاکستاني طالبانو ۲۴ غړو ته یې هغه مهال مرګ‌ژوبله اړولې، کله چې هغوی غوښتل له افغانستانه د شمالي وزیرستان زُۍ سیدګي سیمې ته واوړي. د پوځ په وینا، په دې پېښه کې ۱۷ کسان وژل شوي او ۷ نور ټپیان شوي دي.

پاکستانۍ خراسان ډایري ورځپانې د چهارشنبې په ورځ (د چنګاښ ۱۱مه) په یوه خبر کې د پاکستاني چارواکو له قوله لیکلي، چې پر دغه وسله والو یې له درېيو خواو هغه مهال برید وکړ، کله چې يې غوښتل پر ډیورنډ کرښه اغزن سیم پرې کړي.

په خبر کې ویل شوي، چې د پاکستاني طالبانو غړو پلان درلود له افغانستان څخه د شمالي وزيرستان ځينو سیمو ته د بریدونو لپاره ولاړ شي.

پاکستاني پوځ ویلي، چې په دې برید کې يې ۷ وسله وال ټپیان کړي او ممکن یو شمېر وسله وال پاکستان ته داخل شوي؛ خو ټينګار يې کړی چې په سيمه کې به یې عملیات دوام ولري.

که څه هم طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي؛ خو پاکستاني چارواکو ويلي چې په یاده سیمه کې اکثره وخت د حافظ ګل بهادر ډلې اړوند جنګيالي فعالیت کوي.

د پښتون ژغورنې غوځنګ: سبا د وزیرستان ولسونه د خپلو ستونزو د حل لپاره جرګه کیږي

۱۰ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۱ جولای ۲۰۲۵، ۱۶:۳۲ GMT+۱

د پښتون ژغورنې غوځنګ د مرکزي کمیټې غړی کامران پشتین وايي، سبا چهارشنبه « د چنګاښ ۱۱مه» به د وزیرستان ټول ولسونه د خپلو ستونزو د حل لپاره ګډه پریکړه وکړي. نوموړي افغانستان انټرنشل ـ پښتو ته وویل چې د سبا ورځې ګډه ناسته به د شمالي وزیرستان په میرعلي کې وشي.

هغه زیاته کړه، چې « د وزیرستان خلک اوس له ډېرو جدي ننګونو سره مخامخ دي، وروستي حالات ځوروونکي دي نو ځکه دا ضروري وګڼل شوه چې ټول په ګډه یوه پریکړه وکړي».

د پشتین په وینا، د پښتون ژغورنې غورځنګ د ولسونو له پریکړو ملاتړ کوي او د عملي کولو لپاره یې له دوی سره ولاړ دی.

سرچینې وايي، د روانې چنګاښ میاشې پر۷مه نېټه د شمالي وزیرستان غلام خان بندر ته څېرمه د پاکستاني پوځيانو پر موټریز کاروان برید کې د ۱۳پوځيانو له وژل کېدو وروسته پوځ د اتمانزیو وزیرو جرګې ته ویلي، چې د طالبانو پر وړاندې خپل دریځ روښانه کړي.

له برید وروسته د پاکستان حکومت په سیمه کې پر تګ راتګ محدودیتونه ولګول چې له امله یې خلکو په بېلابېلو بڼو اعتراضونه وکړل.

د ملي ډېموکراټیک غورځنګ مشر محسن ویلي و چې د شمالي وزیرستان خلک د ترهګرو د بریدونو له امله د تګ راتګ محدودیتونو سره مخ دي.

له یاد برید وروسته د پاکستان د پوځ مشر عاصم منیر خېبرپښتونخوا ته ولاړ او په ټينګار سره یې وویل چې د برید له عاملینو به غچ واخلي او په سیمه کې به د ترهګرۍ اصلي سرچينې افشا کړي.

د ګل بهادر په مشرۍ اتحاد المجاهدین پاکستان وسله والې ډلې د یاد موټر بم برید مسوولیت منلی و.

د سرچینو په وینا، اتمانزيو قبیلې ته درې ورځې وخت ورکړل شوی، چې په خپلو سیمو کې د طالبانو د فعالیتونو مخه ونیسي او که چیرې یې مخه ونه نیول شي، احتمال شته، چې پوځي عملیات ترسره شي.

د اتمانزي قبیلې ویاند مفتي بیت الله ویلي، چې که حکومت ددوی پرېکړه ونه مني، وزیرستان ته ټولې غځېدلې لارې به وتړي.

په دې وروستیو کې په وزیرستان او د خیبر پښتونخوا په نورو سیمو کې د پاکستاني ځواکونو پر وړاندې د بریدونو څپه تیزه شوې چې وخت ناوخت یې پاکستاني ځواکونه هم په غبرګون کې ځوابي بریدونه کوي.

اتحاد المجاهدین ډلې په شمالي وزیرستان کې پر پاکستاني پوځیانو د شوي برید مسوولیت منلی

۷ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۲۸ جون ۲۰۲۵، ۱۶:۵۹ GMT+۱

د اتحاد المجاهدین پاکستان په نامه یوې وسله والې ډلې د خېبربښتونخوا په شمالي وزیرستان کې د غلام خان بندر ته څېرمه د پاکستاني پوځیانو د موټرو پر کاروان د ځانمرګي برید مسوولیت پر غاړه اخیستی دی. په خبرپاڼه کې یادې ډلې پاکستاني نظامیانو ته د ځاني او مالي زیانونو د اړولو ادعا کړې ده.

ځايي سرچینو نن شنبې افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د خېبر پښتونخوا په سوېل لوېدیځ شمالي وزیرستان کې او د غلام خان بندر ته څېرمه یوه ځانمرګي بریدګر د پاکستاني پوځیانو پر نظامي کاروان ځانمرګی برید کړی . په دې برید کې شپږ پاکستاني پوځیان ټپیان شوي دي.

ځايي سرچینو وویل، چې ټپیان د میرانشا روغتون ته لېږدول شوي دي.

د رارسېدلو معلوماتو له مخې، ځانمرګی بریدګر پر موټر سپور و او د پاکستاني پوځیانو د موټرو پر کاروان یې برید کړی دی.

دوی همدراز زیاتوي په ټپي شویو کې د درېیو کسانو حالت نازک ښودلی و.