• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

قانوني: د طالبانو په رسمیت پیژندل د ترهګرۍ په رسمیت پېژندل دي

۱۳ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۴ جولای ۲۰۲۵، ۲۱:۵۵ GMT+۱

د افغانستان د ملي مقاومت شوراغړي محمد یونس قانوني، د روسیې له لوري د طالبانو رسمي پېژندنه په کلکه غندلې او دا یې د ترهګرۍ، د بشر حقونو د نقض او د جنسیت پر بنسټ تبعیض په رسمیت پېژندل یاد کړي دي.

قانوني، پر ایکس خواله رسنۍ لیکلي چې د روسیې له خوا دا پرېکړه یوه ستره تېروتنه ده.

هغه زیاته کړې: د روسیې دا اقدام یوازې د طالبانو د غیر مشروع حکومت ملاتړ نه دی، بلکې د هغه نظام تایید دی چې د ښځو پر وړاندې سیستماتیک تبعیض او د بشري حقونو ښکاره سرغړونې کوي.

قانوني خبرداری ورکړی چې دا پرېکړه به روسیې ته هم بې‌تاوانه پاتې نشي، اوډېر ژر به روسیه د خپلې دې تېروتنې بیه پرېکړي.

نوموړي دا څرګندونې د هغه وروسته وکړې چې روسیې د پنجشنبې په ورځ د طالبانو حکومت په رسمیت وپېژاند او دا یې د دوه اړخیزو همکاریو د پراخېدو لپاره مهم ګام وباله.

د روسیې له دې پرېکړې سره، نړیوال غبرګونونه هم مخ په زیاتېدو دی. ځینې هېوادونه او سازمانونه اندېښنه لري چې دا به طالبانو ته ناسم پیغام ورکړي او د هغوی د چلند د لا سختېدو لامل شي، په ځانګړې توګه د ښځو پر وړاندې.

ترویج لرونکی

افغان سندرغاړي جاوېد امیرخېل په جرمني کې د پناه غوښتنه کړې
۱

افغان سندرغاړي جاوېد امیرخېل په جرمني کې د پناه غوښتنه کړې

۲
ځانګړی راپور

طالبان د روسیې په مرسته د خپل پوځ د بیا جوړولو په لټه کې دي

۳

برتانوی سیاست‌وال: له لرې واټن څخه د طالبانو د تګلارو په غبرګون فریاد بې‌اغېزې دی

۴

له افغانستان نه وروستی وتلی امریکايی پوځي له دندې ګوښه کېږي

۵

نورالله نوري: په نړۍ کې تر هبت الله په شریعت بل هیڅ بل کس نه وینم

•
•
•

نور کیسې

الجزیره: روسیې طالبان په رسمیت وپېژندل؛ نور کوم هېوادونه ممکن ورته ګام پورته کړي؟

۱۳ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۴ جولای ۲۰۲۵، ۲۱:۲۹ GMT+۱
الجزیره: روسیې طالبان په رسمیت وپېژندل؛ نور کوم هېوادونه ممکن ورته ګام پورته کړي؟
100%

د الجزیرې انګلیسي ویبپاڼه په خپله یوه خپره کړې مقاله کې وایي چې روسیه د طالبانو حکومت په رسمیت پېژندلو سره طالبان پر وړاندې د نړیوالې انزوا په ماتولو کې لومړی هېواد شو. ایا کوم نور هېوادونه به ممکن ورته ګامونه پورته کړي؟

الجزیره په خپله مقاله کې زیاتوي، دا پرېکړه، چې د طالبانو له واک ته رسېدو څلور کاله وروسته اعلان شوه، د دواړو هېوادونو ترمنځ د څو کلونو ارامه اړیکو ته یو نوی لوری ورکوي.

روسیې بهرنیو چارو وزارت پرون پنجشنبه اعلان وکړ چې د طالبانو حکومت په رسمیت پېژني، او دا کار به د دواړو هېوادونو ترمنځ سیاسي، اقتصادي، او سټراټیژیکو همکاریو ته لاره هواره کړي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې راغلي: « موږ باور لرو چې د طالبانو د حکومت رسمي پېژندنه به زموږ ترمنځ د دوه اړخیزو او ګټورو همکاریو پرمختګ ته لاره هواره کړي.»

په اعلامیه کې ویل شوي، چې روسیه له طالبانو سره د انرژۍ، ترانسپورت، کرنې، او زیربناوو په برخو کې د همکارۍ نیت لري.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د ایکس خواله رسنۍ له لارې خبر ورکړ چې د روسیې سفیر، دیمیتري ژیرنوف، د طالبانو بهرنیو چارو له وزیر، امیرخان متقي، سره لیدلي، او د روسیې د رسمي پېژندنې پرېکړه یې ورسره شریکه کړې ده.

متقي په یوه ویډیویي پیغام کې وویل: « موږ دا زړور ګام د روسیې له لوري ډېر ارزښتمن ګڼو او دا به د نورو هېوادونو لپاره یوه بېلګه شي.»

الجزیره زیاتوي، روسیې «پخواني شوروي اتحاد» په ۱۹۷۹ کال کې افغانستان ته خپل پوځیان واستول، چې لس کلنه جګړه یې رامنځته کړه. دغه جګړه، چې د افغان مجاهدینو له سخت مقاومت سره مخ شوه، شاوخوا ۱۵زره شوروي سرتېري پکې ووژل شول.

طالبانو په ۱۹۹۶ کال کې د روسیې ملاتړی پخوانی ولسمشر، ډاکټر نجیب‌الله، چې د ملګرو ملتونو په ودانۍ کې یې پناه اخیستې وه، وواژه. له هماغه وخته روسیې د طالبانو له حکومت سره هیڅ رسمي اړیکه نه درلوده.

په ۲۰۰۳ کال کې، روسیې طالبان په رسمي توګه «ترهګره ډله» وبلله. خو وروسته، کله چې طالبانو یو ځل بیا په ۲۰۲۱ کې واک تر لاسه کړ، او داعش خراسان ډلې ته د طالبانو له خوا ګواښ زیات شو، روسیې له طالبانو سره خپلې اړیکې پراخې کړې.

مقاله زیاتوي، روسیې، چې په ۲۰۲۴ کال کې د ماسکو کنسرت برید پړه (چې پکې ۱۴۹ تنه ووژل شول) پر داعش خراسان ډلې ورواچوله، او طالبانو ته یې د ترهګرۍ ضد مبارزې په برخه کې د همکار ملګرو په سترګه ولیدل.

ولادیمیر پوتین د ۲۰۲۴ کال په جولای کې طالبان « زموږ، د ترهګرۍ ضد مبارزې متحدین» وبلل. دغه راز، طالبانو د روسیې په اقتصادي نندارتونونو کې ګډون وکړ، چې دا هم د اړیکو د پراخوالي نښه وه.

الجزیره په خپله مقاله کې د پوښتنې په ډول پوښتي چې ایا نور کوم هېوادونه به طالبانو ته رسمي پېژندنه ورکړي؟ او زیاتوي، سره له دې چې تر اوسه له روسیې پرته بل هیچا طالبان رسمي نه‌دي پېژندلي، خو ځینې هېوادونه لکه، پاکستان، چین، ایران، ترکیه، قطر، ازبکستان او ترکمنستان له طالبانو سره د محدودو اړیکو او همکارۍ څرکونه ښکاره کړي دي.

دا هېوادونه ښايي د روسیې له پرېکړې وروسته، د طالبانو د رسمي پېژندنې لور ته لا زیات مایل شي، که څه هم ډېری لا هم د ښځو د حقونو او بشري وضعیت له امله اندېښنه لري.

د روسیې پرېکړه یوه مهمه لحظه ده چې ښايي د طالبانو د نړیوال حیثیت د بدلېدو پېل وي. خو دا لا هم روښانه نه ده چې نور هېوادونه به ورته ګام اخلي، که نه.

طالبان هیله لري چې دا ګام به نور هېوادونه هم وهڅوي، خو د بشري حقونو د نړیوالو ادارو غوښتنه دا ده چې هر ډول رسمیت باید له سختو شرایطو سره وتړل شي، په ځانګړې توګه د ښځو حقونو او د بیان آزادۍ برخو کې.

د افغان مدني ټولنو غبرګون: د روسيې له خوا د طالبانو په رسميت پېژندل د بشري حقونو سپکاوی دی

۱۳ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۴ جولای ۲۰۲۵، ۲۱:۲۳ GMT+۱
د افغان مدني ټولنو غبرګون: د روسيې له خوا د طالبانو په رسميت پېژندل د بشري حقونو سپکاوی دی
100%

د افغانستان مدنې بنسټونو، اعتراضي خوځښتونو او بشري حقونو سازمانونو په یوه ګډه خبرپاڼه کې د روسیې له خوا د طالبانو رسميت پېژندلو ته اندېښنه ښودلې او دا يې د «عدالت او بشري حقونو سپکاوی یاد کړی»

په خبرپاڼه کې یاده پرېکړه د بشري حقونو د اصولو او د ملګرو ملتونو له منشور سره په ټکر کې ګڼل شوې.

د افغانستان مدنې بنسټونو، اعتراضي خوځښتونو او بشري حقونو سازمانونو د جمعه په ورځ (د چنګاښ ۱۳مه) په یوه خبرپاڼه کې د ۵ دلایلو له مخې د روسيې پرېکړې ته غبرګون ښودلی.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې طالبان د افغانانو مشروع استازي نه دي او د زور له لارې واک ته رسېدلي دي.

د دوی په خبره، چې دغه ډلې، نجونې او ښځې په پرله پسې توګه له زده کړو، کار، ټولنیزو فعالیتونو او ازاد تګ څخه منعه کړې دي.

خبرپاڼه وايي، چې طالبان د پخواني حکومت ملکي او نظامي کسان نیولي، شکنجه کړي او په عام محضر کې يې له خطر سره مخ کړي دي.

پر خبريالانو، مدنې فعالانو او رسنیو بندیزونه د دغه ډلې يوه بله کړنه ده.

په دې ګډه خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د مسکو دا پرېکړه نور هېوادونه هم هڅوي چې دغه ډله په رسميت وپېژني او اړيکې ورسره عادي کړي.

دوی د اندېښنې په ډول زياته کړې، چې د هېوادونو دا ډول کړنې به پر ښځو، اقلیتونو او خپلواکو غږونو فشار لا زيات کړي.

په دې ګډه اعلاميه کې له مسکو څخه غوښتل شوي، چې پر خپله دې پرېکړه بيا غور وکړي.

دوی له نړېوالې ټولنې او سازمانونو هم غوښتي: «موږ له نړیوالې ټولنې، د ملګرو ملتونو له سازمان، اروپايي اتحادیې او د سیمې له دولتونو غواړو، چې د طالبانو د مشروعیت مخنیوي لپاره یو واضح او د بشري حقونو پر بنسټ غبرګون وښيي او د افغانستان د خلکو ترڅنګ ودرېږي.»

افراسیاب خټک: د طالبانو منځنۍ اسیا ته تګ د روسیې لپاره ستر ګواښ دی

۱۳ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۴ جولای ۲۰۲۵، ۲۱:۰۳ GMT+۱
افراسیاب خټک: د طالبانو منځنۍ اسیا ته تګ د روسیې لپاره ستر ګواښ دی
100%

پښتون سیاستوال افراسیاب خټک ویلي، د روسیې د بهرنیو چارو وزارت تل هڅه کړې چې له طالبانو سره خپل تعامل پراخ کړي، خو د روسیې د دفاع وزارت بیا د طالبانو څخه د ترهګرۍ د ګواښ خبره کړې ده.

خټک په ایکس لیکلي:«طالبان د مرکزي اسیا په لور روان دي، خو روسیه د امریکا د ډالري کڅوړو او د چین د پانګونې په مرسته نه بلکې، نو په سیاسي مانېورونو غواړي د دې ګواښ مخه ونیسي».

دغه پښتون سیاستوال زیاته کړې چې "دا وړۍ به شړۍ نه شي."

افراسیاب خټک دې ته اشاره کړې چې د روسیې او طالبانو ترمنځ پیچلې اړیکې د سیمې د امنیت لپاره جدي ننګونې رامنځته کوي.

د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکوونکی: د طالبانو نوې تګلاره د بیان ازادي تر پښو لاندې کوي

۱۳ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۴ جولای ۲۰۲۵، ۲۰:۱۶ GMT+۱
د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکوونکی: د طالبانو نوې تګلاره د بیان ازادي تر پښو لاندې کوي
100%

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي، ریچارډ بېنېټ، په افغانستان کې د رسنیو لپاره د طالبانو نوی طرزالعمل، په ځانګړې توګه د سیاسي بحث خپرونو پر وړاندې د تازه محدودیتونو په اړه اندېښنه څرګنده کړې او دا ګړنلاره یې غندلې ده.

نوموړي ویلي، چې دا پالیسي د طالبانو تر کنټرول لاندې رسنیو ته درنه ضربه ده. هغه د طالبانو دا اقدام د مطبوعاتو د ازادۍ لپاره یوه تور ورځ بللې او ویلي یې دي چې دا د سانسور او استبداد د پراخېدو نښه ده.

ریچارډ بېنېټ په خواله رسنۍ ایکس لیکلي: « د طالبانو دا نوې پالیسي، چې د رسنیو پر وړاندې سخت محدودیتونه وضع کوي، خورا اندېښمنوونکې ده. دا په افغانستان کې د بیان آزادۍ د شاته غورځولو یو بل ګام دی، چې د هېواد رسنیزه فضا لا پسې تریخوي.»

د دغه نوي طرزالعمل په اړه د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت مسولین وایي، د دغو نویو مقرراتو موخه د «بې‌ پرېتوب ساتنه» او «د اسلامي ارزښتونو مراعات» دی. په دې طرزالعمل کې طالب واکمنو ګواښ کړی، که کومه رسنۍ د دوی د حکومت، ملي یووالي یا ارزښتونو پر ضد څه خپاره کړي؛ سزا به ورکړل شي او ان دا چې د فعالیت جواز به یې لغوه شي، خو د ژورنالیستانو د ملاتړ ادارې دا پالیسي د بیان آزادۍ ته ګواښ ګڼي.

د افغانستان د ژورنالیستانو فدراسیون، د رسنیو د څار نړیوالو بنسټونو سره یوځای، دا پالیسي د خاموش سانسور یوه بڼه بللې. دوی خبرداری ورکړی چې که دغه لړۍ دوام ومومي، نو د هېواد رسنۍ به له فعالیت څخه پاتې شي.

له ۲۰۲۱م کال وروسته، چې طالبان بیا واک ته رسېدلي، په افغانستان کې سلګونه رسنۍ تړل شوي، لسګونه ژورنالیستان نیول شوي او ګڼ شمېر نورو یې هېواد پرېښی دی.

جرمني د روسیې د ګواښ پر وړاندې د دفاع لپاره لوی پوځي پلان جوړوي

۱۳ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۴ جولای ۲۰۲۵، ۱۹:۴۹ GMT+۱
جرمني د روسیې د ګواښ پر وړاندې د دفاع لپاره لوی پوځي پلان جوړوي
100%

جرمني د ناټو د ځواک د پراختیا په چوکاټ کې د زرګونو جنګي وسایطو د پېرلو لپاره د ۲۵ میلیاردو یورو په ارزښت د دفاعي تجهیزاتو لوی پلان جوړوي.

دا خبر بلومبرګ د یوې سرچینې په حواله ورکړی چې د دې پروژې پر جزییاتوخبر دی.

په پلان کې ده چې تر ۲۵۰۰ پورې د(جي ټي کی)بوکسر زغره‌دار وسایط او تر ۱۰۰۰ پورې د لیوپارد ۲ جنګي ټانکونه واخستل شي. د دې ټانکونو یو شمېر لا دمخه اوکراین ته ورکړل شوي او هلته په جګړه کې ازمویل شوي دي.

د دفاع وزیر بورېس پیستوريوس او لوړپوړي چارواکي د دې پلان ارزونه کوي او تمه ده چې د کال تر پایه به پارلمان ته د تصویب لپاره وړاندې شي. دغه ګام د ناټو او واشنګټن له فشار وروسته اخیستل کېږي ترڅو جرمني د دفاع لپاره خپلې ژمنې چې تر ۲۰۳۵ کال پورې د ناخالص داخلي تولید لږ تر لږه ۵٪ ته رسول دي، پوره کړي.