د هند او پاکستان تر کړکېچ وروسته؛ ۴۶ پاکستانيان د واګه پولې له لارې پاکستان ته ستانه شوي

د هند او پاکستان ترمنځ د وروستیو کړکېچونو وروسته لاهم په دواړو هېوادونو کې د بند پاتو کسانو د ستنېدو لړۍ دوام لري. تازه د پنجشنبې په ورځ ۴۶ پاکستاني وګړي د واګه پولې له لارې له هند څخه پاکستان ته ستانه شوي دي.