پر خان یونس د اسراییل په بریدونو کې لږ تر لږه ۱۵ فلسطینیان وژل شوي دي

په تېرو څو ساعتونو کې د اسراییل پوځ په خان یونس کې د بېځایه شویو فلسطینیانو پر خېمو بریدونه کړي، چې له امله یې ۱۵ کسان وژل شوي دي.

په تېرو څو ساعتونو کې د اسراییل پوځ په خان یونس کې د بېځایه شویو فلسطینیانو پر خېمو بریدونه کړي، چې له امله یې ۱۵ کسان وژل شوي دي.


اوکرایني چارواکي وایي، چې روسیې ټوله شپه پر کیف ښار د بې پیلوټه الوتکو بریدونه کړي چې له امله یې ۲۳ کسان ټپیان شوي دي. چارواکو ویلي، چې په دغه بریدونو کې د اورګاډي پټلۍ په ګډون ځینې ودانۍ او موټرونه هم زیانمن شوي دي.

د کراچۍ په لیاري سیمه کې یوه پنځه پوړیزه استوګنیزه ودانۍ نړېدلې، چې له امله یې یو کس مړ او پنځه نور ټپیان دي. د اېکسپرېس ټربیون د راپور له مخې؛ په ټپیانو کې درې ښځې هم شاملې دي او د یو کس روغتیایي حالت نازک ښودل شوی دی.
د ژغورنې ډلې وایي، ښایي ځینې کسان تر خاورو لاندې بند پاتې وي چې د ژغورنې لپاره یې عملیات روان دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ټامي بروس امریکایي وګړو ته خبرداری ورکړی، چې د خپلسرو نیونو د ګواښ له امله دې ایران ته له سفر کولو ډډه وکړي.
هغې وویل: «موږ له ډېرې مودې راهیسې امریکایي وګړو ته خبرداری ورکړی، چې ایران ته سفر ونه کړي او دغه ګواښ اوس تر بل هر وخت زیات شوی.»

د ترکیې په لوېدیځ ازمیر ولایت کې د ځنګلونو په اورلګېدنه کې تر دې دمه دوه کسان مړه شوي دي. دغه اورلګېدنه یوه اوونۍ وړاندې پیل شوې وه؛ خو لاهم دوام لري. د ترکیې په لوېدیځ کې دغې اورلګېدنې شاوخوا ۲۰۰ کورونه هم زیانمن کړي دي.
له بل پلوه یوې ډلې یوې ډلې ترکیې په شپږو ښارونو کې د لسګونه اورلګېدنو مسوولیت په غاړه اخیستی دی.
انادوله خبري اژانس راپور ورکړی، چې اور وژونکي د ازمیر په غرنیو سیمو کې د چورلکو او الوتکو په مرسته د اور وژنې ته دوام ورکوي.

د هند په هېماچل پردېش ایالت کې د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې اداره وایي، چې په دغه ایالت کې د سختو ورښتونو له امله ۳۷ کسان مړه شوي دي. د دغه ایالت د ځایي چارواکو په وینا؛ د هېماچل پردېش ایالت په منډي ولسوالۍ کې شاوخوا ۴۰ کسان تري تم دي، چې د پلټنې عملیات یې روان دي.
له بل پلوه په دغه ایالت کې د راتلونکو اوو ورځو لپاره د سختو بارانونو او سېلابونو راوتلو خبرداری هم ورکړل شوی دی.