د ترکیې په ځنګلونو کې اورلګېدنه؛ تر دې دمه د دوو کسانو د مړینې پخلی شوی

د ترکیې په لوېدیځ ازمیر ولایت کې د ځنګلونو په اورلګېدنه کې تر دې دمه دوه کسان مړه شوي دي. دغه اورلګېدنه یوه اوونۍ وړاندې پیل شوې وه؛ خو لاهم دوام لري. د ترکیې په لوېدیځ کې دغې اورلګېدنې شاوخوا ۲۰۰ کورونه هم زیانمن کړي دي.