د کلېفورنیا د اور لوبې په ګودام کې له چاودنې وروسته د انسان پاتې شوني موندل شوي

په شمالي کلېفورنیا کې د یوه اور لوبې د ګودام چاودنې وروسته، څېړونکو د انسان پاتې شوني موندلي دي. د یولو کاونټي چارواکو ویلي چې د دې چاودنې له امله اوه کسان ورک شوي وو.

په شمالي کلېفورنیا کې د یوه اور لوبې د ګودام چاودنې وروسته، څېړونکو د انسان پاتې شوني موندلي دي. د یولو کاونټي چارواکو ویلي چې د دې چاودنې له امله اوه کسان ورک شوي وو.
دغه چاودنه د اسپارټو سیمې ته نږدې یوه لویه اورلګیدنه رامنځته کړې وه، چې په لنډ وخت کې راتلونکي جشنونونه یې هم لغوه کړل.
ددغه پېښې له امله تر اوسه د هیڅ تایید شوي پېژندګلوي نه ده شوې، خو د پاتې شونو ترلاسه کولو هڅې روانې دي.


د اټالیا لومړۍ وزیرې جورجیا میلوني د یوې خبري غونډې پر مهال وویل چې امریکا اوکراین ته د وسلو سپارلو په فعالیت کې یوازې په ځینو ځانګړو اجزاوو بیا کتنه کوي، خو د ټولې مرستې فعالیت یې نه دی درولی.
میلوني په یوه فورم کې د خپلې وینا پر مهال وویل: "امریکا د وسلو رسولو او د اوکراین ملاتړ نه دی درولی، بلکه یوازې یې د ځانګړو اجزاوو د سپارلو په پرېکړه بیا کتنه کړې ده. دا یو مهم بدلون دی."
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د جولای ۳مه نېټه د رسنیو هغه راپورونه رد کړل چې ګواکې واشنګټن اوکراین ته د وسلو رسولو فعالیت درولی دی. ټرمپ وویل چې دا راپورونه بې بنسټه دي.
د امریکا دفاع وزارت ویاند شان پارنیل د جولای ۲مه نېټه تایید کړه چې د اوکراین لپاره ځینې پوځي مرستې په موقتي توګه درول شوي دي، ځکه چې د امریکا دفاع وزارت د بهرنیو مرستو په رسولو کې بیا کتنه کوي.

جرمني د ناټو د ځواک د پراختیا په چوکاټ کې د زرګونو جنګي وسایطو د پېرلو لپاره د ۲۵ میلیاردو یورو په ارزښت د دفاعي تجهیزاتو لوی پلان جوړوي.
دا خبر بلومبرګ د یوې سرچینې په حواله ورکړی چې د دې پروژې پر جزییاتوخبر دی.
په پلان کې ده چې تر ۲۵۰۰ پورې د(جي ټي کی)بوکسر زغرهدار وسایط او تر ۱۰۰۰ پورې د لیوپارد ۲ جنګي ټانکونه واخستل شي. د دې ټانکونو یو شمېر لا دمخه اوکراین ته ورکړل شوي او هلته په جګړه کې ازمویل شوي دي.
د دفاع وزیر بورېس پیستوريوس او لوړپوړي چارواکي د دې پلان ارزونه کوي او تمه ده چې د کال تر پایه به پارلمان ته د تصویب لپاره وړاندې شي. دغه ګام د ناټو او واشنګټن له فشار وروسته اخیستل کېږي ترڅو جرمني د دفاع لپاره خپلې ژمنې چې تر ۲۰۳۵ کال پورې د ناخالص داخلي تولید لږ تر لږه ۵٪ ته رسول دي، پوره کړي.

د سعودي عربستان دفاع وزير شهزاده خالد بن سلمان په واشنګټن کې د امريکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره د غزې جګړې او دوه اړخيزو اړيکو په اړه خبرې وکړې. دغه سفر په داسې وخت کې وشو چې سعودي عربستان د سيمې د ثبات د ټينګښت لپاره خپلې ډېپلوماټيکې هڅې ګړندۍ کړي دي.
باوري سرچينو العربیه انګلیسي ته ويلي، چې شهزاده خالد د ټرمپ تر څنګ جلا جلا ملاقاتونه د دفاع وزارت له مشر پيټ هيګسېټ او د ولسمشر د منځني ختيځ ځانګړي استازي سټيو ويټکاف سره هم درلودل.
د واشنګټن او رياض ترمنځ دوه اړخيزې اړيکې او په غزه کې روانه جګړه د دغو ليدنو اصلي موضوعات وو.
همدارنګه، شهزاده خالد او پيټ هيګسېټ د يو احتمالي دفاعي تړون په اړه هم خبرې وکړې چې پرې کار روان دی.
سعودي عربستان په سيمه کې د ثبات د ټينګښت او د غزې جګړې د پراخېدو د مخنيوي لپاره خپلې ډېپلوماټيکې هلې ځلې زياتې کړې دي.

ملګرو ملتونو ویلي، چې اوسنی وضعیت افغانستان کې د دې وړ نهدی چې جرمني دې تورن افغانان بېرته ستانه کړي. دا څرګندونې د جرمني له هغې هڅې وروسته شوې، چې غواړي له طالبانو سره د افغان کډوالو د شړلو په اړه خبرې وکړي.
شمدساني زیاته کړې: « اوسنی وضعیت نامناسب دی، موږ هلته د بشري حقونو د سرغړونو دوام څارو، په ځانګړې توګه د ښځو پر حقونو سخت محدودیتونه، بندي کول او اعدامونه.»
د جرمني د کورنیو چارو وزیر، الکساندر ډوبرینډټ، تېره ورځ اعلان وکړ چې هېواد یې هڅه کوي له طالبانو سره مستقیمې خبرې پېل کړي، تر څو هغه افغانان چې په جرمني کې په جرمونو تورن دي او د ایستلو پرېکړه پرې شوې، بیرته افغانستان ته واستول شي.
هغه د جرمني له فوکس مجلې سره په یوه مرکه کې وویل: « زما نظر دا دی چې موږ باید له طالبانو سره مستقیمې هوکړې ته ورسېږو، څو شړل (بیرته استول) ممکن شي، موږ لا هم دریمو اړخونو ته اړتیا لرو چې د طالبانو سره خبرې وکړي، خو دا باید تلپاتی حل نه وي.»
د ۲۰۲۱م کال د اګست راهیسې، کله چې طالبان بیا واک ته ورسېدل، جرمني د تورنو افغانانو ایستل بند کړي و، خو د سږ کال په اګست میاشت کې یې بیا دا بهیر له سره پېل کړ، چې دا چاره د ځینو سیمهییزو مهمو شریکانو په مرسته تر سره کېږي، خو اوس جرمني غواړي دا کار په مستقیم ډول د طالبانو سره د همکارۍ له لارې ترسره کړي.
بلخوا په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ استازي عارف جمال، هم ویلي چې دوی لا هم د «نه ستنولو» مشوره عملي ساتلې ده.
جمال زیاته کړې ده: « د افغانستان شرایط لا هم د ستنېدلو لپاره برابر نه دي. موږ له هېوادونو غواړو چې افغان کدوال په زور بېرته ونه استوي.»
د یادونې وړ ده چې کډوالي په روان کال کې د جرمني د فدرالي ټاکنو اصلي بحث و، په ځانګړي ډول وروسته له هغې چې د افراطي ښي اړخ ګوندونو ملاتړ زیات شو او د کډوالو له خوا ځینې پېښې رامنځته شوې.
د تېر کال د احصایو له مخې، سوریایان او افغانان په جرمني کې د پناه غوښتونکو تر ټولو لوی نفوذ جوړوي، چې ۷۶،۷۶۵ سوریایان او ۳۴،۱۴۹ افغانان د پناه غوښتنه کړې وه.

چارواکو ویلي، روسیې د شپې ناوخته پر اوکراین د توغندیو او بېپیلوټه الوتکو پراخه بریدونه کړي، چې په ترڅ کې یې د پلازمېنې کییف یوه هستوګنیزه ودانۍ ویشتل شوې، ددغه بریدونو له امله تر اوسه د مرګ ژوبلې جزیات ندي خپاره شوي.
د کېیف انډپېنډينټ خبري شبکې خبریالانو راپور ورکړی، چې د شپې شاوخوا ۱۰ بجې (د سیمهييز وخت له مخې) په پلازمېنه کې د څو پرلهپسې چاودنو غږونه اورېدل شوي، او دغه بریدونه د جولای تر څلورمې سهاره پورې دوام درلود.
د اوکراین هوايي ځواک تایید کړې چې روسیې شاوخوا ۱۲:۳۰ بجه د شپې کییف ته یو بالستیک میزایل توغولی، او ورپسې یې نږدې ۲:۳۰ بجې نور بریدونه هم ترسره کړي.
د کییف ښاروال ویټالي کلیچکو په وینا، برید درنه مرګژوبله یا پراخ تاوان نه لري، خو زیاته کړې یې ده چې د پېښې بشپړې جزيیات لا هم تر تایید لاندې دي.