• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

اسراییل د غزې په مختلفو سیمو کې ۷۱ فلسطینيان وژلي

۱۴ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۵ جولای ۲۰۲۵، ۰۱:۲۴ GMT+۱

د غزې په بېلابېلو سیمو کې د اسراییلي پوځ لخوا په وروستیو بریدونو کې لږ تر لږه ۷۱ فلسطینيان وژل شوي دي او لسګونه نور ټپيان دي. دغه بریدونه د تل ابیب لخوا په غزې کې د جګړې د پراختیا یوه برخه ګڼل کیږي.

د چارواکو په وینا، دغه بریدونه د جمعې په ورځ ناوخته شوي دي.

د روغتیایي سرچینو د معلوماتو له مخې، د دې بریدونو په ترڅ کې ۲۴ کسان، چې د بشري مرستو د ترلاسه کولو لپاره یې انتظار کاوه، وژل شوي دي. د غزې په جنوب کې د ال-صبر ښوونځي ته نږدې درې کسان وژل شوي، دغه ښوونځي د بې ځایه شویو لپاره پناځای وو.

په ورته وخت کې، په وادي غزه سیمه کې د بشري مرستو د ترلاسه کونکو پر لاره د توپچي برید له امله څلور کسان وژل شوي او ګڼ نور ټپیان شوي دي.

د خان یونس په ختیځ کې ۱۵ کسان د خوړو مرستې لپاره د انتظار پر مهال وژل شوي او ۹۰ نور ټپیان شوي دي. همدارنګه، په رفاه، جابلیا او شمالي غزه کې په جلا بریدونو کې ۱۰ نور فلسطینيان وژل شوي دي، او ګڼ شمېر کسان ټپیان شوي دي.

د اسراییل پوځ د دغو بریدونو تړاو څه ندي ویلي.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

۵

ازبکستان له چین څخه افغانستان ته نوې سوداګریزه لاره پرانېسته

•
•
•

نور کیسې

جورجیا میلوني: امریکا اوکراین ته د وسلو رسولو فعالیت نه دی درولی

۱۳ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۴ جولای ۲۰۲۵، ۲۳:۰۶ GMT+۱

د اټالیا لومړۍ وزیرې جورجیا میلوني د یوې خبري غونډې پر مهال وویل چې امریکا اوکراین ته د وسلو سپارلو په فعالیت کې یوازې په ځینو ځانګړو اجزاوو بیا کتنه کوي، خو د ټولې مرستې فعالیت یې نه دی درولی.

میلوني په یوه فورم کې د خپلې وینا پر مهال وویل: "امریکا د وسلو رسولو او د اوکراین ملاتړ نه دی درولی، بلکه یوازې یې د ځانګړو اجزاوو د سپارلو په پرېکړه بیا کتنه کړې ده. دا یو مهم بدلون دی."

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د جولای ۳مه نېټه د رسنیو هغه راپورونه رد کړل چې ګواکې واشنګټن اوکراین ته د وسلو رسولو فعالیت درولی دی. ټرمپ وویل چې دا راپورونه بې بنسټه دي.

د امریکا دفاع وزارت ویاند شان پارنیل د جولای ۲مه نېټه تایید کړه چې د اوکراین لپاره ځینې پوځي مرستې په موقتي توګه درول شوي دي، ځکه چې د امریکا دفاع وزارت د بهرنیو مرستو په رسولو کې بیا کتنه کوي.

د سعودي دفاع وزير له ټرمپ سره د غزې جګړې او دوه اړخيزو اړيکو په اړه خبرې کړي

۱۳ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۴ جولای ۲۰۲۵، ۱۹:۲۳ GMT+۱

د سعودي عربستان دفاع وزير شهزاده خالد بن سلمان په واشنګټن کې د امريکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره د غزې جګړې او دوه اړخيزو اړيکو په اړه خبرې وکړې. دغه سفر په داسې وخت کې وشو چې سعودي عربستان د سيمې د ثبات د ټينګښت لپاره خپلې ډېپلوماټيکې هڅې ګړندۍ کړي دي.

باوري سرچينو العربیه انګلیسي ته ويلي، چې شهزاده خالد د ټرمپ تر څنګ جلا جلا ملاقاتونه د دفاع وزارت له مشر پيټ هيګسېټ او د ولسمشر د منځني ختيځ ځانګړي استازي سټيو ويټکاف سره هم درلودل.

د واشنګټن او رياض ترمنځ دوه اړخيزې اړيکې او په غزه کې روانه جګړه د دغو ليدنو اصلي موضوعات وو.

همدارنګه، شهزاده خالد او پيټ هيګسېټ د يو احتمالي دفاعي تړون په اړه هم خبرې وکړې چې پرې کار روان دی.

سعودي عربستان په سيمه کې د ثبات د ټينګښت او د غزې جګړې د پراخېدو د مخنيوي لپاره خپلې ډېپلوماټيکې هلې ځلې زياتې کړې دي.

ملګري ملتونه: افغانستان د بېرته ستنېدونکو لپاره خوندي نه‌ دی

۱۳ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۴ جولای ۲۰۲۵، ۱۸:۴۹ GMT+۱

ملګرو ملتونو ویلي، چې اوسنی وضعیت افغانستان کې د دې وړ نه‌دی چې جرمني دې تورن افغانان بېرته ستانه کړي. دا څرګندونې د جرمني له هغې هڅې وروسته شوې، چې غواړي له طالبانو سره د افغان کډوالو د شړلو په اړه خبرې وکړي.

شمدساني زیاته کړې: « اوسنی وضعیت نامناسب دی، موږ هلته د بشري حقونو د سرغړونو دوام څارو، په ځانګړې توګه د ښځو پر حقونو سخت محدودیتونه، بندي کول او اعدامونه.»

د جرمني د کورنیو چارو وزیر، الکساندر ډوبرینډټ، تېره ورځ اعلان وکړ چې هېواد یې هڅه کوي له طالبانو سره مستقیمې خبرې پېل کړي، تر څو هغه افغانان چې په جرمني کې په جرمونو تورن دي او د ایستلو پرېکړه پرې شوې، بیرته افغانستان ته واستول شي.

هغه د جرمني له فوکس مجلې سره په یوه مرکه کې وویل: « زما نظر دا دی چې موږ باید له طالبانو سره مستقیمې هوکړې ته ورسېږو، څو شړل (بیرته استول) ممکن شي، موږ لا هم دریمو اړخونو ته اړتیا لرو چې د طالبانو سره خبرې وکړي، خو دا باید تلپاتی حل نه وي.»

د ۲۰۲۱م کال د اګست راهیسې، کله چې طالبان بیا واک ته ورسېدل، جرمني د تورنو افغانانو ایستل بند کړي و، خو د سږ کال په اګست میاشت کې یې بیا دا بهیر له سره پېل کړ، چې دا چاره د ځینو سیمه‌ییزو مهمو شریکانو په مرسته تر سره کېږي، خو اوس جرمني غواړي دا کار په مستقیم ډول د طالبانو سره د همکارۍ له لارې ترسره کړي.

بلخوا په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ استازي عارف جمال، هم ویلي چې دوی لا هم د «نه ستنولو» مشوره عملي ساتلې ده.
جمال زیاته کړې ده: « د افغانستان شرایط لا هم د ستنېدلو لپاره برابر نه دي. موږ له هېوادونو غواړو چې افغان کدوال په زور بېرته ونه استوي.»

د یادونې وړ ده چې کډوالي په روان کال کې د جرمني د فدرالي ټاکنو اصلي بحث و، په ځانګړي ډول وروسته له هغې چې د افراطي ښي اړخ ګوندونو ملاتړ زیات شو او د کډوالو له خوا ځینې پېښې رامنځته شوې.

د تېر کال د احصایو له مخې، سوریایان او افغانان په جرمني کې د پناه غوښتونکو تر ټولو لوی نفوذ جوړوي، چې ۷۶،۷۶۵ سوریایان او ۳۴،۱۴۹ افغانان د پناه غوښتنه کړې وه.

روسیې پر کییف د میزایلو او بې‌پیلوټه الوتکو پراخه بریدونه کړي

۱۳ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۴ جولای ۲۰۲۵، ۰۰:۵۸ GMT+۱

چارواکو ویلي، روسیې د شپې ناوخته پر اوکراین د توغندیو او بې‌پیلوټه الوتکو پراخه بریدونه کړي، چې په ترڅ کې یې د پلازمېنې کییف یوه هستوګنیزه ودانۍ ویشتل شوې، ددغه بریدونو له امله تر اوسه د مرګ ژوبلې جزیات ندي خپاره شوي.

د کېیف انډپېنډينټ خبري شبکې خبریالانو راپور ورکړی، چې د شپې شاوخوا ۱۰ بجې (د سیمه‌ييز وخت له مخې) په پلازمېنه کې د څو پرله‌پسې چاودنو غږونه اورېدل شوي، او دغه بریدونه د جولای تر څلورمې سهاره پورې دوام درلود.

د اوکراین هوايي ځواک تایید کړې چې روسیې شاوخوا ۱۲:۳۰ بجه د شپې کییف ته یو بالستیک میزایل توغولی، او ورپسې یې نږدې ۲:۳۰ بجې نور بریدونه هم ترسره کړي.

د کییف ښاروال ویټالي کلیچکو په وینا، برید درنه مرګ‌ژوبله یا پراخ تاوان نه لري، خو زیاته کړې یې ده چې د پېښې بشپړې جزيیات لا هم تر تایید لاندې دي.

پوتین ټرمپ ته: روسیه په اوکراین کې له خپلو اهدافو نه تېرېږي

۱۳ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۴ جولای ۲۰۲۵، ۰۰:۲۶ GMT+۱

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د امریکا له ولسمشر ډونلډ ټرمپ سره ټیلیفوني خبرو کې ویلي، چې روسیه به په اوکراین کې د جګړې موخې تعقیب کړي او له هغو نه شاته کېږي.

د کرملین سلاکار یوري اوشاکوف ویلي، دواړو مشرانو د اوکراین جګړې او د منځني ختیځ وضعیت په اړه خبرې کړي، او ټرمپ یو ځل بیا پر اوربند ټینګار کړی دی.

پوتین ویلي چې روسیه د شخړې سیاسي حل غواړي، خو د شته وضعیت د اساسي لاملونو پر ضد به خپل دریځ نه پرېږدي.

دغه خبرې په داسې حال کې شوي چې روسیې په تازه بریدونو کې د اوکراین زیربناوې بمبار کړيچې ملګي وګړو ته پکې هم مرګ ژوبله اوښتې.

ټرمپ خبریالانو ته ویلي، چې له پوتین سره د جګړې د پای ته رسولو په اړه یې هیڅ پرمختګ نه دی کړی.