• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

اسماعیل خان: د طالبانو رسمیت پېژندنه سیمه‌ییزې امنیتي ننګونې زیاتوي

۱۴ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۵ جولای ۲۰۲۵، ۱۵:۳۰ GMT+۱

د هرات پخوانی والي محمد اسماعیل خان د روسیې له‌خوا د طالبانو رسمیت پېژندنه غندلې او ویلې یې دي چې دا به سیمه لا ناامنه کړي. هغه وایي طالبان پرته له مشروعیت، قانوني چوکاټ او د خلکو له برخې اخیستنې واک ته رسېدلي او هېواد یې د میلیونونو خلکو لپاره په یو ویرونکې زندان بدل کړی.

ترویج لرونکی

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي
۱

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي

۲

د پاکستاني طالبانو تحریک د لوی اختر د درېو ورځو لپاره د اوربند اعلان وکړ

۳
تازه خبر

د شهزاده سرای په وسله وال برید کې د الله ګل مجاهد د زوی په ګډون ۴ کسان وژل شوي

۴

د پاکستان پولیس: له پېښور څخه شکارپور ته تښتول شوې نجلۍ مو وژغورله

۵

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت له ۸۲ ډېر کارکوونکي ګوښه کړل

•
•
•

نور کیسې

په اسلام‌کلا کې یوې افغانې مور د جبري اېستلو پر مهال لور زېږولې

۱۴ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۵ جولای ۲۰۲۵، ۱۵:۱۴ GMT+۱

د ایران له لوري د افغان کډوالو د اېستلو لړۍ په دوام، یوې افغانې مور د هرات ولایت د اسلام‌کلا بندر په پوله کې د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق په بېړني کلینیک کې لور زېږولې ده.

یاد صندوق د جمعې په ورځ (د چنګاښ په ۱۳مه) پر اېکس پاڼې لیکلي، چې زیږون نارمل ترسره شوی.یاد صندوق زیاته کړې: «په داسې حال کې چې کډوال د جبري اېستلو له ستونزو سره مخ دي، یوې مور زموږ په بېړني کلینیک کې په بریالیتوب یوه ماشومه نجلۍ وزیږوله.»

یاده پېښه په داسې شرایطو کې شوې چې هره ورځ په زرګونه افغان کډوال له ایران څخه په زوره اېستل کیږي.

راپورونه ښيي چې له ایران څخه راستانه کېدونکي افغان کډوال په تېره بیا ښځې، ماشومان، مېندوارې او زاړه خلک له سختو شرایطو سره مخ دي او بېړنیو روغتیايي خدماتو، خوړو او سرپناه ته جدي اړتیا لري.

اروپايي چارواکي: د اټومي وسلو تر لاسه کولو لپاره ایراني چارواکي نور هم جدي شوي دي

۱۴ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۵ جولای ۲۰۲۵، ۱۴:۳۱ GMT+۱

اروپايي چارواکي وايي، د امریکا له خوا د ایران پر اټومي تاسییساتو برېدونو د تهران غوسه زیاته کړې او د دې لامل شوی چې د دغه هېواد مشران اټومي بم ته د لاسرسي لپاره په خپل هوډ کې تر پخوا ډېر جدي شي.

واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د درېیو اروپايي چارواکو له قوله راپور ورکړی، چې د ایران د اټومي پروګرام د مهار لپاره یوې هوکړې ته رسېدل خورا اړین دي، خو زیاتوي چې د امریکا بریدونو تهران ته د اټومي وسلو د جوړولو په لور د ګام اخیستلو نوې انګیزه ورکړې ده.

چارواکو زیاته کړې، چې اروپايي هېوادونه لا هم هڅه کوي، چې له ایران سره د اټومي مذاکراتو لپاره زمینه برابره کړي، خو وايي د یوې هوکړې ترلاسه کولو هیلې خورا لږ دي.

دغو اورپايي چارواکو ویلي، چې د دوی ارزونې ښیي چې د امریکا وروستیو برېدونو د ایران اټومي پروګرام نه دی درولی.

اروپايي چارواکو ویلي، چې د اټومي مذاکراتو لپاره د ایران د مهمو تصمیم نیونکو راستنول خورا سخت کار دی او پر ایران د اسراییل تر برېد وروسته ښايي د تهران محاسبې بدلې شوې وي.

واشنګټن پوسټ ته یو اروپايي چارواکي ویلي، چې له ایران سره د هر ډول نوې هوکړې چوګاټ به د ایران اټومي سایټونو ته د اوښتو زیانونو پر بنسټ جوړ شي.

دغه چارواکي ویلي، چې د اروپا لومړنۍ ارزونې ښيي، چې د ایران د فردو، نطنز او د اصفهان اټومي بټیو ته د امریکا په برېدونو کې درانه زیانونه اوښتي دي، خو د ایران اټومي پروګرام یې له منځه نه دی وړی.

له مسکو سره نږدې اړېکې لرونکی افغان سوداګر کمال نبي‌زاده افغانستان ته راستون شو

۱۴ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۵ جولای ۲۰۲۵، ۱۳:۳۰ GMT+۱

افغان سوداګر کمال نبي‌زاده چې له مسکو سره نږدې اړیکې لري، د پنجشنبې په ورځ مزارشريف ته راستون شو او د طالبانو د بلخ والي محمديوسف وفا له‌خوا يې تود هرکلی وشو.

نبي‌زاده چې دوه کاله يې په روسيه کې تېر کړي، د ۱۴۰۱کال په غبرګولي میاشت کې د امريکا د خزانې وزارت له لوري د پيسو مینځلو او د ايران د سپاه قدس لپاره د تېلو قاچاق له امله تر بنديزونو لاندې راغلی و.

هغه له افغانستان انټرنشنل سره په خبرو کې دا تورونه رد کړي او ويلي يې دي چې امريکا دا بنديزونه د روسيې پر ضد د فشار لپاره لګولي.

د نوموړي راستنېدنه وروسته له هغې شوې، چې روسيې طالبان د افغانستان د رسمي حکومت په توګه وپېژندل.

طالبان: هره ورځ نږدې شل زره افغان کډوال له ایران څخه راستانه کړل کیږي

۱۴ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۵ جولای ۲۰۲۵، ۱۳:۲۹ GMT+۱

د طالبانو د کډوالو ستونزو ته د رسېدو عالي کمېسیون ویلي، چې له ایران څخه د افغان کډوالو د راستنېدو بهیر دوام لري او هره ورځ نږدې شل زره افغان کډوال له ایرانه راستانه کړل کیږي.

دغه کمېسیون د شنبې په ورخ ویلي، چې له ایران څخه راستانه کړل شوي کډوال په موقت پنډغالي کې ځای پر ځای کوي او تر مرستو ورکولو وروسته خپلو اصلي مېنو ته لېږدول کیږي.

د طالبانو د کډوالو ستونزو ته د رسېدو عالي کمېسیون د معلوماتو له مخې، تېره ورځ د هرات ولایت د اسلام کلا او نیمروز ولایت د ابریښم پله له لارې ۱۶۷۶۸ افغان کډوال له ایران څخه او ۱۰۵۱ نور کډوال د تورخم او سپین بولدک له لارې له پاکستان څخه راستانه کړل شوي دي.

طالبانو پر خیریه بنسټونو او سوداګرو غږ کړی، چې له ایران څخه د راستنېدونکو کډوالو سره دې مرستې وکړي.

پر همدغه مهال په نمیروز کې د طالبانو د والي د دفتر رییس محمد حامد ابراهیم د طالبانو تر واک لاندې ملي ټلویزیون سره خبرو کې ویلي، چې د تېرې اونۍ راهیسې نیمروز ته له ایران څخه د افغان کډوالو شړلو بهیر چټک شوی.

نوموړی وايي:« مخکې په ورځ کې له ۳۰ څخه تر ۵۰ کورنۍ ایران څخه راستنېدلي خو اوس دا تېره ورځ تر ۳۰۰۰ کورنۍ له ایران څخه د ابریښم پله له لارې هېواد ته راستنې شوي.»

ایران له اسراییل سره تر ۱۲ ورځنۍ جګړې وروسته د افغان کډوالو شړلو عملیات پیل کړل او هره ورځ زرګونه افغان کډوال په زرو افغانستان ته ستنوي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ او ګڼو نورو سازمانونو په ډېر شمېر کې د افغان کډوالو د رستنولو او هغوی لپاره د مرستو د کمښت په اړه اندېښنې ښودلي دي.

اردوغان: د افغانستان د امنیت او ثبات ملاتړ کوو

۱۴ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۵ جولای ۲۰۲۵، ۱۲:۵۳ GMT+۱

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د اقتصادي همکاریو سازمان ۱۷مه سرمشریزه کې ویلي، چې د افغانستان د خلکو د امنیت، سولې او پرمختګ لپاره ملاتړ اړین دی نوموړي له ګډونوالو هېوادونو وغوښتل چې د افغانستان د ثبات او پرمختګ لپاره دې ګډ ګامونه پورته کړي.

اردوغان د جمعې په ورځ د اذربایجان په خان کندي ښار کې د اقتصادي سازمان ۱۷مې سرمشریزې ته د وینا پرمهال د اسراییل له خوا د تهاجمي سیاستونو پلي کولو ته هم غبرګون ښودلی او وايي، چې دا ډول سیاستونه د سیمي سوله او ثبات ګواښي.

اردوغان ویلي:« موږ نه د فلسطین له موضوع پر شا کېدای شو او نه هم د نتنېاهو د حکومت په وړاندې چوپ پاتې کېدای شو چې زموږ سیمه د وینو په سمندر بدلوي.»

د اقتصادي همکاریو سازمان ۱۷مه غونډه تېره ورځ د ترکیې، اذربایجان، ایران ازبکستان، قرغزستان، تاجکستان او پاکستان د مشرانو په شتون کې د اذربایجان په خان کندي ښار کې ترسره شوه.

دغه غونډې ته د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر هم وربلل شوی و‌.