ټرمپ یو ځل بیا له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو وتل د تاریخ تر ټولو شرموونکې شېبه وبلله

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ یو ځل بیا له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو وتل د دغه هېواد په تاریخ کې «تر ټولو شرموونکی» شیبه بللې ده. هغه دا څرګندونې د یوې نوې مالي لایحې د لاسلیک پر مهال کړې دي.
ټرمپ ویلي، امریکا په تېرو څلورو کلونو کې له «شرموونکو» شرایطو تېره شوې ده. نوموړي یو ځل بیا د بګرام هوايي اډې پرېښودل خواشینوونکې پرېکړه بللې او ټینګار یې کړی چې دا اډه اوس د چین تر ولکې لاندې ده.