که څه هم د نظر اختلافونه او بېباوري شته، خو یو شمېر چارواکو او منځګړیو دا پرمختګ یو «مثبت ګام» بللی دی.
حماس ویلي چې د امریکا، قطر او مصر تر منځګړیتوب لاندې د اوربند وړاندیز ته یې «مثبت» ځواب ورکړی او چمتو دي چې په «سملاسي او جدي ډول» د دې هوکړې د تطبیق پر پر څرنګوالي خبرې پیل کړي.
واینټ وېبپانې حماس ډلې ته د یوې نږدې سرچینې له قوله لیکلي چې دې ډلې هم مهاله د یو شمېر کوچنیو بدلونونو غوښتنه هم کړې ده. له دې غوښتنو یوه دا ده چې د غزې بشري بنسټ (GHF) باید له دې هوکړې لیرې شي. دا بنسټ د اسراییل او امریکا له لوري ملاتړ کېده، خو حماس ادعا کوي چې د دوی پر نفوذ یې منفي اغېز کړی.
حماس همداراز غوښتنه کړې چې د اسراییل پوځ دې هغو مورچلو ته شاتګ وکړي چې په پخواني اوربند کې پرې موافقه شوې وه. دغه راز، دوی له امریکا، قطر او مصر څخه درې اړخیز ضمانتونه غواړي، څو د ۶۰ ورځني اوربند وروسته، جګړه بېرته بیا پیل نه شي.
د اسلامي جهاد ډلې مشروط ملاتړ
د فلسطین جهاد اسلامي ډلې هم له اوربند سره خپل ملاتړ څرګند کړی، خو په یوه اعلامیه کې یې ټینګار کړی چې دوی د اضافي ضمانتونو غوښتنه کوي، څو ډاډ ترلاسه کړي چې اسراییل به له یرغمل شوو کسانو د خوشې کېدو وروسته، یو ځل بیا بریدونه ونه کړي.
په تلابیب کې تاوتریخجنه سیاسي غونډه
په اسراییل کې بیا پر سیاسي کچه، د جګړې د راتلونکي پر سر جدي اختلافات روان دي. د اسراییل چېنل ۱۲ ټلویزیوني شبکې د راپور له مخې، د دغه هېواد لومړيوزیر بنیامین نتانیاهو او د پوځ لوی درستیز ایال زمیر د غزې تړانګې لپاره د راتلونکو پوځي پلانونو پر سر له لوړپوړو امنیتي قومندانانو او وزیرانو سره په یوې تاوتریخجنه غونډه کې شخړه کړې ده.
په دې غونډه کې نتانیاهو د دې طرحې د چمتو کولو امر کړی چې پراخ شمېر خلک د غزې جنوب ته انتقال شي. خو زمیر خبرداری ورکړی چې دا کار به د «حالات له کنټروله وباسي» او د ولسي پاڅون سبب به شي. نتانیاهو بیا ټینګار کړی: «زه نه غواړم نظامي اداره هلته ولرو، خو چمتو نه یم چې حماس پاتې شي».