سپاه پاسداران وایي، ایران کې د انټرنېټ کمزوري کېدل د «سایبري جګړې» پایله ده

د ایران سپاهپاسداران اړوند فارس خبري اژانس وايي چې د انټرنېټ ورووالی او په دغه هېواد کې ځینو خدمتونو ته د لاسرسي ګډوډي د «لویې سایبري جګړې» پایله ده.

د ایران سپاهپاسداران اړوند فارس خبري اژانس وايي چې د انټرنېټ ورووالی او په دغه هېواد کې ځینو خدمتونو ته د لاسرسي ګډوډي د «لویې سایبري جګړې» پایله ده.
یاد رسنۍ لیکلي، کله چې د انټرنېټ سرعت ورو وي یا ځینې خدمتونه نه وړاندې کېږي، نو لامل یې ښايي د پردې تر شا تنظیم شوي بریدونه وي چې د ایران مخابراتي زیربناوې په نښه کوي.
فارس خبرداری ورکړی چې دا سایبري بریدونه یوه پټه جګړه ده چې «هره ورځ لا شدیده کېږي» او دغه هېواد په سایبري فضا کې له پراخو ګواښونو سره مخ دی.
د ایران رسمي حکومتي چارواکو تر اوسه په دې تړاو څه نه دي ويلي.


د پاکستان د خلکو ګوند مشر بلاول بوټو زرداري له الجزیزې ټلوېزیوني شبکې سره په یوې مرکه ویلي چې پاکستان د جیش محمد وسلهوالې ډلې د مشر مسعود اظهر د ځای ځایږي په تړاو معلومات لري. هغه زیاته کړې چې نوموړی ښايي اوس په افغانستان کې وي.
بلاول بوټو همدا راز زیاته کړې چې د لشکر طیبه وسلهوالې ډلې بنسټ اېښودونکی حافظ سعید بیا په پاکستان کې زنداني دي. د نوموړي په وینا، مسعود اظهر له پخوانیو افغان مجاهدینو سره نږدې اړیکې لري او همدې ته په پام ښايي هغه اوس په افغانستان کې وي.
بوټو وویل: «که هند موږ ته معلومات راکړي چې هغه رښتیا په پاکستان کې دی، موږ به ډېر خوشاله شو او هغه به ونيسو. خو حقیقت دا دیچې د هند حکومت موږ ته په دې اړه معلومات نه راکوي». هغه وایي، که نوی ډیلي تمه لري چې اسلام اباد ورسره د ترهګرۍ په برخه کې همکاري وکړي، نو باید یو له بل سره د ترهګرو ډلو او کسانو په تړاو معلومات شریک کړي.
د جیش محمد ډلې مشر مسعود اظهر د نوي له نظره ډېر پياوړی او خطرناک ترهګر بلل کېږي او د هند دننه به ډېرو بریدونو کې ښکېل بللشوی. هند څو څو ځله له پاکستانه غوښتي چې هغه او د لشکر طیبه مشر حافظ سعید دې ورته وسپاري.
مسعود اظهر په ۲۰۱۹زېږدیز کال کې د ملګرو ملتونو له لوري د ترهګرو په نوملړ کې هم شامل شوی دی.

طالبان وايي چې د خوست په مرکز کې د یو ستر ورزشي کمپلېکس د بنسټ ډبره اېښودل شوې ده.د دغه ولایت ویاند په وینا، دې کمپلېکس کې یوه مدرسه هم جوړېږي.
مستغفر ګربز جمعه (چنګاښ ۱۳مه) پر خپلې اېکسپاڼې لیکلي چې دغه کمپلېکس د نجيب تلاش خیریه بنسټ له لوري د شاوخوا څلور مېلیونه امریکایي ډالرو په لګښت، په ۱۰ جریبه دولتي ځمکه کې جوړ جوړېږي. د دې پروژې د بشپړېدو موده ۱۴ میاشتې ښودل شوې ده.
د ورزشي کمپلېکس په طرحه کې یو معیاري فوټبال لوبغالی، والیبال او ټینس میدانونه، د بدن روزنې کلب، یوه دیني مدرسه، اداري ودانۍ او د کارکوونکو لپاره اشپزخانه شامله ده. طالبان وايي چې دا به د اسیا په کچه یو معیاري او پرمختللی ورزشي مرکز وي.
د ځوانانو د چارو ځايي مسوولان وایي، د دې کمپلېکس جوړېدل به نه یوازې د خوست، بلکې د شاوخوا ولایتونو ورزشکارانو ته هم د تمرین او سیالیو زمینه برابره کړي.
د یادونې ده چې په افغانستان کې د ورزشي بنسټونو د نشتوالي له امله ډېر ورزشکاران له مسلکي ودې پاتې شوي او دا ډول پروژې که عملي شي، کولای شي د لوبغاړو استعدادونه وغوړوي. طالبانو تر دې مخکې هم د دا ډول پروژو خبر ورکړی، خو لا تر اوسه یې عملي چارې نه تر سترګو کېږي.

د افغانستان د نورو ولایتو په څېر ننګرهار ولایت کې هم نجونې د طالبانو تر واکمنۍ راهیسې په منځنیو او لوړو ښوونځیو کې له رسمي زدهکړونه محرومې دي.
ولس د خپلو لوڼو د زدهکړو د دوام لپاره، د خصوصي دیني مدرسو جوړېدو ته مخه کړې ده؛ هغه مدرسې چې په کوڅو، کورونو او ان شخصي انګړونو کې جوړې شوي دي.
په حقیقت کې دا مدرسې دښوونځیو پر ځای فعالیت کوي او د ځایی اوسېدونکو په وینا، تر دولسم ټولګي پورې زدهکړې ته دوام ورکوي.د دې مدرسو فارغانې یو سند ترلاسه کوي چې طالبان یې د یوه ښوونځي له رسمي ښوونځي سند سره یو شان ګڼي، خو د دې زدهکړې کیفیت او محتوا په اړه لا هم ډېرې پوښتنې نه دي ځواب شوي.
پر دیني زدهکړو تمرکز
د یوې افریقايۍ وېبپاڼې د راپور پر بنسټ، د دې مدرسو د نصاب محتوا په ټوله کې مذهبي ده. بېلابېل دیني مضمونونه لکه تفسیر، فقه، د فقهې اصول، صرف، حدیث او عربي ګرامر د نصاب په پروګرامونو کې شامل دي. په راپور کې ویل شوي چې په دې مدرسو کې د فزیک، کیمیا، بیولوژي، جیولوژي، تاریخ او جغرافیه مضمونونه هم محدود شوي دي.
د ډېری کورنیو لپاره په مدرسو کې د نجونو زدهکړې یوازینۍ ممکنه انتخاب ښکاري.د نجونو پر مخ د پوهنتونونو او ښوونځیو دروازو تړل، د هغوی ژوند له مبهم او ناڅرګند راتلونکي سره مخ کړی دی. د راپور لهمخې، د مدرسو زدهکړې په ټولنیز ژوند کې د افغان نجونو د هېڅ درد دوا نه شي کېدای.
د سختدریځۍ په اړه اندېښنې
د معلوماتو پر بنسټ، د ۲۰۲۱ کال په اګست کې پر افغانستان د طالبانو تر واکمنېدو وروسته په هېواد کې تر۲۱ زرو ډېرې دیني مدرسې جوړې شوې دي، خو د عامه ښوونځیو شمېر، په ځانګړې توګه د نجونو لپاره، د پام وړ کم شوی دی. د هېواد ځینې اوسیدونکي دا پالیسي د راتلونکي افراطیت لپاره د لارې هوارول بولي.
د ننګرهار وضعیت د افغانستان د ښوونیزنصاب د بنسټیزو بدلونونو یوه ډېره وړه بیلګه ده. د افغان نجونو راتلونکی چې اوس مهال یې پر مخ د عصري زدهکړو دروازې بندې دي، له زدهکړو سره د طالبانو د رژیم دښمني بلل کېږي.

رویټرز اژانس راپور ورکړی چې چین د اسلام اباد او نوي ډيلي ترمنځ د کشمیر پر سر د جګړې پر مهال، پاکستان ته د هند د مهمو پوځي سیمو اړوند په ژوندۍ بڼه استخباراتي معلومات ورکړي دي.
د هندي پوځ مرستیال مشر راهول سینګ په نوي ډیلي کې د دفاعي صنعت یوې غونډې ته وویل: «هند په دې جګړه کې له دوو دښمنانو سرهمخ و، یو ښکاره دښمن چې پاکستان و او بل چین و چې په پټه یې د دې جګړې ملاتړ کاوه».
راهول سینګ زیاته کړه: «کله چې د عملیاتو په اړه د هندي پوځ عمومي مشر (DGMO) غونډه لرله، پاکستان ویلي و، موږ پوهېږو چېنوی ډيلي غواړي د پاکستان پلانی ځای په نښه کړي او ښکاره خبره ده چې دا معلومات چین ورکول».
خو د هند پوځ دغه لوړ پوړي غړي د چین له لوري پاکستان ته د ورکول کېدونکو معلوماتو په تړاو نور جزییات نه دي ورکړي او دا یې هم نه ده روښانه کړې چې «دوی څنګه خبر» له دې همکارۍ خبر شول.
هند پخوا ویلي و چې پاکستان له چین سره نږدې ملګرتیا لري، خو د جګړې پر مهال د چین له خوا د عملي مرستې ښکاره څرک نه لیدلکېږي. د رویټرز په دې راپور کې راغلي چې بېجینګ د خپلې سپوږمکۍ په وسیله د پاکستان رادار ته معلومات ورکول.
پاکستاني چارواکو لا پخوا دا تورونه رد کړي چې ګواکي له چین څخه یې استخباراتي معلومات ترلاسه کړي دي، خو دا یې نه دي ویلي چېایا له هند سره د وروستۍ جګړې پر مهال چین د سپوږمکۍ په مرسته د پاکستان له رادار سره مرسته کړې که نه.
د جنرال راهول سینګ به وینا، ترکیې هم د جګړې پر مهال د پاکستان ملاتړ کړی او د( Bayraktar) په نوم د ډرون الوتکو ترڅنګ یو شمېر پوځي سلاکاران یې هم د پاکستان په واک کې ورکړي وو، خو د ترکیې دفاع وزارت تر دې مهاله په دې اړه څه نه دي ویلي.
په اپرېل میاشت کې د وسله والو ډلې د هندي کشمیر په پهلګام کې «۲۶تنه سېلانیان» به ډزو ووژل جې نوي ډیلي یې د پړې ګوته اسلام اباد ته ونیوله. تر دې پېښې وروسته د هند او پاکستان ترمنځ د توغندیزو بریدونو، هوایي جېټ طیارو او د بې پېلوټه الوتکو څلور ورځنۍ جګړه وشوه.

په بنګلهدېش کې یوې سخت دریځې اسلامپالې ډلې ویلي چې په ټولټاکنو کې واک ته د رسېدو په صورت کې په دغه هېواد کې اسلامي او شرعي قانون پلی کړي. دوی وایي، خپل هېواد کې به د طالبانو د رژیم په څېر یو نظام بیا جوړ کړي.
د جماعت چار مونایي ډلې مشر سېدمحمد فایضالکریم تېره ورځ (جمعه) په متحده ایالاتو کې مېشت بنګلهدېشي خبریال خالد محيالدین سره په یوه مرکه کې وویل: «که موږ ټولټاکنې وګټو، نو د بنګلهدېش اسلامي حرکت به په دغه هېواد کې شرعي نظام نافذ کړي.»
هغه زیاته کړې چې د ټاکنو د بریا په صورت کې به یې د حکومتولۍ سېسټم، پر افغانستان د واکمنې ډلې طالبانو په څېر وي. ورته مهال، هغه ټينګار کړی چې د مذهبي اقليتونه، په ګډون هندوان به هم د شريعت په چوکاټ کې حقونه ولري او د هغوی حقونو ته به درناوی وشي.
د یادې ډلې مشر همدا راز ویلي چې د متحده ایالاتو، برېټانیا او روسیې په څېر هېوادونو مثبت ټکي به په دې شرط ومنل شي چې له اسلامي قانون سره په ټکر کې نه وي.
د چار مونایي جماعت اسلامي حرکت د بنګلهدېش په ځینو برخو کې یوه اغېزمنه مذهبي ډله ګڼل کېږي، خو د دوی نظرونه په دغه هېواد کې د ډېرو خلکو له پراخ مخالفت سره هم مخامخ دي.