یو ایرانی چارواکی وایي، د دوغارون پولې له لارې تر «۵۰۰زرو» ډېر افغان کډوال اېستل شوي

د ایران د تایباد سیمې ولسوال حسن جمشیدي وایي چې هره ورځ له دوغارون پولې څخه شاوخوا ۳۸ زره افغان کډوال وباسي. نوموړی زیاتوي چې تر دې دمه له دې پولې څخه تر «۵۰۰ زرو» زیات افغان کډوال اېستل شوي دي.