د ضرب الاجل پای؛ ایران افغان کډوالو ته خبرداری ورکړی چې یا ووځئ یا به ونیول شئ

الجزیرې په خپل یوه تازه راپور کې ویلي، چې له ایران څخه د افغان کډوالو د وتلو ضرب الاجل نن پای ته رسېدلی او ایران میلیونونو افغان کډوالو ته د وتلو امر کړی، چې د نه وتلو په صورت کې به ونیول شي.