افغانستان انټرنشنل په عربي ژبه هم خپل نشرات پیل کړل

افغانستان انټرنشنل د خپلو نشراتو د څلورمې کلیزې په درشل کې نن (جمعه د زمري درېیمه) په عربي ژبه هم خپل نشرات پیل کړل. د افغانستان انټرنشنل اجراییوي مشر هارون نجفي زاده وايي، له دغې چارې یې موخه عربي نړۍ ته د افغانستان د اړوندو خبرونو رسول دي.