پرون ۱۷۲۹ کډوالې کورنۍ له ایران او پاکستانه افغانستان ته ستنې شوې

د طالبانو تر واک لاندې باختر اژانس جمعه (د زمري ۳مه) لیکلي، چې د پاکستان او ایران له لارې ۱۷۲۹ کورنۍ افغانستان ته راستنې شوې دي.

د طالبانو تر واک لاندې باختر اژانس جمعه (د زمري ۳مه) لیکلي، چې د پاکستان او ایران له لارې ۱۷۲۹ کورنۍ افغانستان ته راستنې شوې دي.
په اعلامیه کې راغلي، چې پرون د ننګرهار د تورخم له لارې۵۷، د نيمروز د ورېښمو پله له لارې ۳۴۸ او د هرات اسلام کلا له لارې ۱۳۲۴ کورنۍ هېواد ته راستنې شوې دي.
اعلامیه زیاتوي، له دغه راستانه شویو کډوالو څخه ۶۴۸ کورنۍ خپلو سیمو ته استول شوي دي.
په تېرو وروستیو کې په پاکستان کې د افغان کډوالو نیونه او افغانستان ته یې د ستنولو لړۍ چټکه شوې ده.
په پاکستان کې هغه افغان کډوال هم شکایت کوي، چې دغه هېواد ته په پاسپورټ او وېزه تللي دي. دوی وايي، له یوې میاشتې راهيسې د وېزو تمدید ځنډېدلی او د ځينو وېزو غوښتنلیکونه رد شوي چې دې وضعیت ډېری افغان کډوال وارخطا کړي هم دي.
له بل پلوه له ایرانه هره ورځ شاوخوا ۲۰زره افغان کډوال په جبري توګه افغانستان ته ستانه کېږي.
له ایرانه ستنېدونکي کډوال د ایراني پولیسو او خلکو له ناوړه چلند، د سرپناه نشتوالي او بېروزګارۍ شکایت لري.


د «ارغواني شنبو» په نوم د معترضو ښځو غورځنګ خبرداری ورکړی، چې طالبانو ته د مشروعیت ورکولو لپاره هر ډول تعامل، خبرېاترې یا هڅه په افغانستان کې د ظلم، جبر او پراخو بشري حقونو سرغړونو عادي کولو په مانا ده.
په اعلامیه کې راغلي، چې په ۲۰۲۱ کال کې پر افغانستان د طالبانو تر واکمنېدو راهیسې د بشري حقونو وضعیت، په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو لپاره پر یوه ناورین بدل شوی دی. د معترضو ښځو په وینا؛ ښځې له عامه ژونده اېستل شوې، له شپږم ټولګي پورته زدهکړې نشته، په ډېری سکتورونو کې ښځو ته د کار کولو اجازه نه ورکول کېږي او له نارینه سرپرست پرته له کوره نهشي وتلی.
د ارغواني شنبو غورځنګ په اعلامیه کې ټینګار شوی، چې دا محدودیتونه ناڅاپي یا لنډمهالي نه دي؛ بلکې د طالبانو د اېډیالوژۍ یوه برخه ده، چې په سیستماتیک ډول د ښځو ازادي ځپي.
په بیان کې ویل شوي، چې د نړۍ ځینې هېوادونه هڅه کوي طالبان د بدلون لپاره مجبور کړي یا له دوی سره د پټ تعامل له لارې سیمهییز ثبات ډاډمن کړي؛ خو د دغه بنسټ په وینا، دا ډول چلند د اصلاحاتو پرځای یوازې د یوه استبدادي رژیم له مشروعیت سره مرسته کوي.
نوموړي غورځنګ خبرداری ورکړی، چې د افراطیت پر وړاندې نرمښت نه یوازې سوله نه راوړي؛ بلکې د ترهګرۍ، تاوتریخجنو افکارو خپرېدو او ځپلو ته لاره هواروي.
په اعلامیه کې راغلي، چې د طالبانو تر واک افغانستان یوه ملي فاجعه او نړۍواله اندېښنه ده.
تر دې مخکې د افغانستان د مقاومت په نوم د طالبانو مخالفې جبهې د ښځو شورا د جرمني حکومت لهخوا په برلین کې د افغانستان په سفارت کې د طالبانو د دوو استازو د منلو وروستۍ پرېکړه غندلې او هغه یې د «ډیموکراسۍ او بشري حقونو» له اصولو سرغړونه بللې ده.

د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ پخوانی وزير عبدالکریم خُرم وایي، چې په معاصره نړۍ کې د هېوادونو ازادۍ، خپلواکۍ او باعزته ژوند لپاره یوازې شعاري دریځونه نه؛ بلکې علم، ټکنالوژي او دفاعي ځواک بنسټیز شرطونه دي.
ښاغلي خُرم نن جمعه (د زمري ۲مه) د اېکسپاڼې له لارې په یوه بیان کې زیاته کړې، چې د پخوانيو وختونو خلاف نننۍ جګړې د علم او ټکنالوژۍ پر بنسټ روانې دي.
د هغه په باور، هر هغه ملت چې علمي او تخنیکي بنسټونه ته وده ورکړي، نه یوازې به خپل عزت وساتي؛ بلکې خپل امنیت هم تضمینولای شي.
نوموړی د هوايي ځواک ارزښت ته په اشارې وايي، لوېدیځ ځواکونه هڅه کوي پر هغو هېوادونو واکمن شي چې د هوايي دفاع له ځواک بېبرخې وي.
نوموړي لبنان، سوریه او عراق د بېلګې په توګه یاد کړي او په وینا یې؛ د دغو هېوادونو دفاعي ځواکونه په قصدي ډول کمزوري کړل شوي دي.
هغه زیاته کړې، چې افغانستان اوس هېڅ ډول هوايي ځواک نهلري او هغه لږ امکانات هم چې موجود وو؛ له هېواده بهر لېږدول شوي. نوموړي له امریکا سره د پخواني ولسمشر حامد کرزي پر همدې موضوع ناندرۍ ته په اشارې لیکلي، کرزي به ویل: «بمبیرک مه راکوئ، پرمختللي جېټونه او رادارونه راکړئ.»
خُرم د هند ـ پاکستان او ایران ـ اسراییل ترمنځ وروستیو نښتو ته په اشارې لیکلي، چې د هوايي ځواک، راکټي سېسټمونو او سټلایټونو رول د نن ورځې په جګړو کې تر بل هر وخت ډېر مهم شوی دی.
هغه په پای کې ټینګار کړی، که یو ملت د خپل اسمان کنټرول ونهلري، د معاصرې نړۍ جګړې میدان ته د ورتګ چانس نهلري. ده لیکلي دي: «علم د نر، ښځې، هلک او نجلۍ لپاره حتمي دی، ځکه دا د ننني ژوند الفبا ده.»

د امریکايي زندانیانو د چارو لپاره د متحده ایالاتونو ځانګړي استازي ادم بولر له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو پر څرنګوالي په نیوکې سره دغه کار «بشپړ ناورین» وباله.
هغه دغه څرګندونې تېره اونۍ د متحده ایالاتونو په اسپن امنیتي غونډه کې کړې دي.
هغه ټینګار وکړ، چې د هغه نیوکه له سیاسي لید؛ بلکې د عیني حقایقو پر بنسټ وه. د هغه په وینا؛ اوس د امریکا دواړه لوی سیاسي ګوندونه باور لري، چې په افغانستان کې د امریکا تګلاره ناکامه وه.
بولر وویل: «موږ ټول دا منو، هغه څه چې مو په افغانستان کې وکړل؛ ګټور نه و. له افغانستانه د امریکايانو د وتلو پرېکړه د یوې ټاکلې نېټې پر بنسټ وه، نه د افغانستان د واقعیتونو پر بنسټ. دغې پرېکړې داسې ناورین رامنځ ته کړ، چې اوس یې کنټرول ګران کار دی.»
هغه د امریکا تر وتلو وروسته د نړۍوالو اغېزو په اړه د بحرین د ولیعهد یوه خبره هم یاده کړې، چې ويلي یې و: «ټول ننداره کوي».
ښاغلي بولر زیاته کړې، له افغانستانه د امریکایانو وتلو ډېرو خلکو ته د ویټنام جګړه وریاده کړه چې دې کار ځینې نړۍوال لوبغاړي نور هم زړهور کړل.
هغه زیاته کړه:« د ېپېښې پایلې پر نورو نړۍوالو بدلونونو هم اغېز وکړ؛ لکه د اوکراین جګړه او د حماس ډلې پیاوړتیا.»
هغه وویل:« که تاسې فکر کوئ، چې څوک نړۍ نه شي بدلولای؛ نو د محمد سنوار په اړه فکر وکړئ، هغه په ډېرو برخو کې دا کار کړی دی.»
له ځواکمن دریځ څخه وینا
بولر وایي، باید کله ناکله د بندیانو د خلاصون خبرو تر څنګ، له پياوړي دریځ څخه هم خبرې وشي. هغه په دوحه کې د ټرمپ ادارې او طالبانو ترمنځ مذاکراتو تړون ته په اشارې سره وویل، چې ولسمشر طالبانو ته د وژنې ګواښ کړی و.
ټرمپ په ۲۰۲۲ کال کې له فاکس نیوز سره په یوه مرکه کې وویل، چې عبدالغني برادر ته یې د هغه د کور یو داسې انځور ورښودلی و چې د سټلایټ له لارې اخیستل شوی و.
مرکه کوونکي هنیټي له ټرمپ څخه وپوښتل: «تاسې په یوه بله مرکه کې راته ویلي و، چې له افغانستانه د امریکایانو تر وتلو او طالبانو سره تر خبرو کولو وړاندې مو د طالبانو مشر ته ویلي و، که تړون ونه منئ؛ نو خامخا به ووژل شئ.»
ټرمپ په ځواب کې وویل:« ما د هغه د کور یو عکس ورولېږه. هغه راته وویل، چې زما د کور عکس ولې رالېږې؟ ما ورته وویل، چې باید ته خپله د دې کار په مطلب ځان پوه کړې.»
ټرمپ زیاته کړه: «ما ورته وویل، که زموږ پر ضد څه وکړې داسې به دې ووهو چې تر اوسه هیڅ هېواد داسې کار نه وي کړی.»
بولر وایي، د امریکا ولسمشر په دې اړه جدي دی، «تاسې ولیدل، چې ټرمپ تر څو ګواښونو وروسته د ایران پر اټومي بټيو د بمبارۍ امر وکړ.»
طالبان د امریکا بربادي نه غواړي
بولر د داعش او طالبانو ترمنځ توپیر ته اشاره وکړه او ویې ویل، چې طالبان د داعش خلاف دي او د امریکا بربادي نه غواړي. بولر د یوه امریکايي سناتور دا خبره یاده کړه، چې «طالبانو ته بډې ورکړه؛ خو داعش ووژنه.»
بولر وایي: «زه فکر نه کوم، چې طالبان به د امریکا بربادي وغواړي، هغوی یوازې د افغانستان ترلاسه کولو او خپلې واکمنۍ ته لېواله دي.»

د افغانستان د مقاومت په نوم د طالبانو مخالفې جبهې د ښځو شورا د جرمني حکومت لهخوا په برلین کې د افغانستان په سفارت کې د طالبانو د دوو استازو د منلو وروستۍ پرېکړه غندلې او هغه یې د «ډیموکراسۍ او بشري حقونو» له اصولو سرغړونه بللې ده.
په دې اعلامیه کې چې پنجشنبه (د زمري ۲مه) خپره شوې، راغلي چې طالبانو په سېستماتیک ډول په افغانستان کې د بشري حقونو او په ځانګړې توګه د ښځو له حقونوسرغړونه کړې ده. نوموړې شورا وايي، چې له زدهکړو، کار او سیاسي ګډون نه د ښځو محرومول د طالبانو اصلي څېره ښيي.
د مقاومت په نوم جبهې د ښځو شورا ټینګار کړی، چې طالبانو مدني اعتراضونو او د خلکو مشروع غوښتنو ته په تاوتریخوالي سره ځواب ورکړی دی. د دې جبهې په وینا؛ طالبان د افغان ملت مشروع استازي نهشي کېدای.
نوموړې شورا د جرمني پر حکومت غږ کړی، چې له طالبانو سره له هر ډول رسمي همکارۍ ډډه وکړي او د افغانانو، په ځانګړې توګه د ښځو چې تر سخت فشار او پراخو محدودیتونو لاندې دي؛ ملاتړ وکړي.
یادې شورا خبرداری ورکړی، چې د طالبانو مشروعیت به د بشري حقونو او د افغانستان سیاسي راتلونکي لپاره خطرناکې پایلې ولري.

د امریکا د استازو جرګې غړی ډارل ایسا له افغانستان انټرنشنل سره په مرکه کې ویلي، په افغانستان کې د دوی د حضور پر مهال د امریکا ستراتیژي د افغانستان ټولنیز او سیاسي جوړښت ته په کتو نه وه جوړه شوې چې دا کار د جدي ستونزو لامل شو.
ښاغلي ایسا زیاته کړه، د دې پر ځای چې امریکا د افغانستان له واقعي شرایطو سره ځان عیار کړي؛ هڅه یې وکړه چې دا هېواد له خپل ذهني ماډل یا فکر سره برابر کړي.
هغه وایي:« موږ افغانستان په خپله اصلي بڼه و نه مانه. موږ و نه پوښتل، چې افغانستان په اصل کې څنګه دی؛ بلکې موږ وغوښتل چې افغانستان د امریکا په څېر بدل کړو.»
نوموړي د افغانستان دودیز ټولنیز جوړښت ته په اشارې سره وویل: «دا هېواد د بشپړې ډیموکراسۍ لپاره چمتو نه و.»
د هغه په وینا؛ «کرزی، جورج واشنګټن نه و. موږ د افغانستان دودیز او قبیلوي نظام ګډوډ کړ، له بده مرغه هغه څه چې موږ جوړ کړل د ړنګېدو وړ و.»
نوموړي د افغانستان انټرنشنل خبریالې مرضیه حسیني سره په مرکه کې وویل:« د امریکا د ماتې پایلې یوازې د افغانستان تر پولو محدودې نه دي؛ بلکې ټولې سیمې ته یې جدي خنډونه پیدا کړي دي.»
هغه زیاته کړه:« ښايي بیا هیڅکله دا فرصت برابر نه شي، چې د افغانستان د خلکو لپاره په ګټوره توګه د عمل صحنې ته داخل شو، بې شکه چې د امریکا د ماتې له امله اوس هم په سیمه کې جدي ستونزې شته.»
ایسا د طالبانو د رسمیت پېژندنې په اړه وویل:« د امریکا ماتې د افغانستان د خلکو لپاره ډېره ګرانه تمامه شوه.»
هغه وایي، چې د طالبانو حکومت د منلو وړ نه دی او باید د طالبانو د منلو هره انګېرنه او خبره د هغوی رسمیت پېژندنې په مانا ونه ګڼل شي.
د هغه په باور، د افغانستان راتلونکی په امریکا پورې نه؛ بلکې خپله افغانانو پورې اړه لري او باید افغانان په مناسب وخت کې مناسبه پرېکړه وکړي.
د ۲۰۲۱ کال د اګست تر ۱۵مې وروسته چې طالبان بیا پر افغانستان واکمن شول؛ د امریکا د کانګرس د جمهوري غوښتونکو او ډیموکراټ ګوندونو ځینو غړو له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو څرنګوالي او پالیسیو ته په ښکاره ډول ګوته نیولې ده.