امریکایي استازی: له افغانستانه د وتلو پرېکړه یو بشپړ ناورین و

د امریکايي زندانیانو د چارو لپاره د متحده ایالاتونو ځانګړي استازي ادم بولر له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو پر څرنګوالي په نیوکې سره دغه کار «بشپړ ناورین» وباله.
د امریکايي زندانیانو د چارو لپاره د متحده ایالاتونو ځانګړي استازي ادم بولر له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو پر څرنګوالي په نیوکې سره دغه کار «بشپړ ناورین» وباله.
هغه دغه څرګندونې تېره اونۍ د متحده ایالاتونو په اسپن امنیتي غونډه کې کړې دي.
هغه ټینګار وکړ، چې د هغه نیوکه له سیاسي لید؛ بلکې د عیني حقایقو پر بنسټ وه. د هغه په وینا؛ اوس د امریکا دواړه لوی سیاسي ګوندونه باور لري، چې په افغانستان کې د امریکا تګلاره ناکامه وه.
بولر وویل: «موږ ټول دا منو، هغه څه چې مو په افغانستان کې وکړل؛ ګټور نه و. له افغانستانه د امریکايانو د وتلو پرېکړه د یوې ټاکلې نېټې پر بنسټ وه، نه د افغانستان د واقعیتونو پر بنسټ. دغې پرېکړې داسې ناورین رامنځ ته کړ، چې اوس یې کنټرول ګران کار دی.»
هغه د امریکا تر وتلو وروسته د نړۍوالو اغېزو په اړه د بحرین د ولیعهد یوه خبره هم یاده کړې، چې ويلي یې و: «ټول ننداره کوي».
ښاغلي بولر زیاته کړې، له افغانستانه د امریکایانو وتلو ډېرو خلکو ته د ویټنام جګړه وریاده کړه چې دې کار ځینې نړۍوال لوبغاړي نور هم زړهور کړل.
هغه زیاته کړه:« د ېپېښې پایلې پر نورو نړۍوالو بدلونونو هم اغېز وکړ؛ لکه د اوکراین جګړه او د حماس ډلې پیاوړتیا.»
هغه وویل:« که تاسې فکر کوئ، چې څوک نړۍ نه شي بدلولای؛ نو د محمد سنوار په اړه فکر وکړئ، هغه په ډېرو برخو کې دا کار کړی دی.»
له ځواکمن دریځ څخه وینا
بولر وایي، باید کله ناکله د بندیانو د خلاصون خبرو تر څنګ، له پياوړي دریځ څخه هم خبرې وشي. هغه په دوحه کې د ټرمپ ادارې او طالبانو ترمنځ مذاکراتو تړون ته په اشارې سره وویل، چې ولسمشر طالبانو ته د وژنې ګواښ کړی و.
ټرمپ په ۲۰۲۲ کال کې له فاکس نیوز سره په یوه مرکه کې وویل، چې عبدالغني برادر ته یې د هغه د کور یو داسې انځور ورښودلی و چې د سټلایټ له لارې اخیستل شوی و.
مرکه کوونکي هنیټي له ټرمپ څخه وپوښتل: «تاسې په یوه بله مرکه کې راته ویلي و، چې له افغانستانه د امریکایانو تر وتلو او طالبانو سره تر خبرو کولو وړاندې مو د طالبانو مشر ته ویلي و، که تړون ونه منئ؛ نو خامخا به ووژل شئ.»
ټرمپ په ځواب کې وویل:« ما د هغه د کور یو عکس ورولېږه. هغه راته وویل، چې زما د کور عکس ولې رالېږې؟ ما ورته وویل، چې باید ته خپله د دې کار په مطلب ځان پوه کړې.»
ټرمپ زیاته کړه: «ما ورته وویل، که زموږ پر ضد څه وکړې داسې به دې ووهو چې تر اوسه هیڅ هېواد داسې کار نه وي کړی.»
بولر وایي، د امریکا ولسمشر په دې اړه جدي دی، «تاسې ولیدل، چې ټرمپ تر څو ګواښونو وروسته د ایران پر اټومي بټيو د بمبارۍ امر وکړ.»
طالبان د امریکا بربادي نه غواړي
بولر د داعش او طالبانو ترمنځ توپیر ته اشاره وکړه او ویې ویل، چې طالبان د داعش خلاف دي او د امریکا بربادي نه غواړي. بولر د یوه امریکايي سناتور دا خبره یاده کړه، چې «طالبانو ته بډې ورکړه؛ خو داعش ووژنه.»
بولر وایي: «زه فکر نه کوم، چې طالبان به د امریکا بربادي وغواړي، هغوی یوازې د افغانستان ترلاسه کولو او خپلې واکمنۍ ته لېواله دي.»