• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د مقاومت جبهې د ښځو شورا د جرمني له‌خوا د طالبانو استازو منل، له ډیمواکراسۍ سرغړونه بللې

۳ زمری ۱۴۰۴ - ۲۵ جولای ۲۰۲۵، ۰۴:۵۱ GMT+۱

د افغانستان د مقاومت په نوم د طالبانو مخالفې جبهې د ښځو شورا د جرمني حکومت له‌خوا په برلین کې د افغانستان په سفارت کې د طالبانو د دوو استازو د منلو وروستۍ پرېکړه غندلې او هغه یې د «ډیموکراسۍ او بشري حقونو» له اصولو سرغړونه بللې ده.

په دې اعلامیه کې چې پنج‌شنبه (د زمري ۲مه) خپره شوې، راغلي چې طالبانو په سېستماتیک ډول په افغانستان کې د بشري حقونو او په ځانګړې توګه د ښځو له حقونوسرغړونه کړې ده. نوموړې شورا وايي، چې له زده‌کړو، کار او سیاسي ګډون نه د ښځو محرومول د طالبانو اصلي څېره ښيي.

د مقاومت په نوم جبهې د ښځو شورا ټینګار کړی، چې طالبانو مدني اعتراضونو او د خلکو مشروع غوښتنو ته په تاوتریخوالي سره ځواب ورکړی دی. د دې جبهې په وینا؛ طالبان د افغان ملت مشروع استازي نه‌شي کېدای.

نوموړې شورا د جرمني پر حکومت غږ کړی، چې له طالبانو سره له هر ډول رسمي همکارۍ ډډه وکړي او د افغانانو، په ځانګړې توګه د ښځو چې تر سخت فشار او پراخو محدودیتونو لاندې دي؛ ملاتړ وکړي.

یادې شورا خبرداری ورکړی، چې د طالبانو مشروعیت به د بشري حقونو او د افغانستان سیاسي راتلونکي لپاره خطرناکې پایلې ولري.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

ناپېژاندو وسله‌والو د خیبرپښتونخوا په چارسده کې مولانا محمد ادریس په ډزو وژلی دی

۵

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

•
•
•

نور کیسې

د کانګرس غړی افغانستان انټرنشنل ته: افغانستان د بشپړې ډيموکراسۍ لپاره چمتو نه و

۳ زمری ۱۴۰۴ - ۲۵ جولای ۲۰۲۵، ۰۴:۰۶ GMT+۱

د امریکا د استازو جرګې غړی ډارل ایسا له افغانستان انټرنشنل سره په مرکه کې ویلي، په افغانستان کې د دوی د حضور پر مهال د امریکا ستراتیژي د افغانستان ټولنیز او سیاسي جوړښت ته په کتو نه وه جوړه شوې چې دا کار د جدي ستونزو لامل شو.

ښاغلي ایسا زیاته کړه، د دې پر ځای چې امریکا د افغانستان له واقعي شرایطو سره ځان عیار کړي؛ هڅه یې وکړه چې دا هېواد له خپل ذهني ماډل یا فکر سره برابر کړي.

هغه وایي:« موږ افغانستان په خپله اصلي بڼه و نه مانه. موږ و نه پوښتل، چې افغانستان په اصل کې څنګه دی؛ بلکې موږ وغوښتل چې افغانستان د امریکا په څېر بدل کړو.»

نوموړي د افغانستان دودیز ټولنیز جوړښت ته په اشارې سره وویل: «دا هېواد د بشپړې ډیموکراسۍ لپاره چمتو نه و.»
د هغه په وینا؛ «کرزی، جورج واشنګټن نه و. موږ د افغانستان دودیز او قبیلوي نظام ګډوډ کړ، له بده مرغه هغه څه چې موږ جوړ کړل د ړنګېدو وړ و.»

نوموړي د افغانستان انټرنشنل خبریالې مرضیه حسیني سره په مرکه کې وویل:« د امریکا د ماتې پایلې یوازې د افغانستان تر پولو محدودې نه دي؛ بلکې ټولې سیمې ته یې جدي خنډونه پیدا کړي دي.»

هغه زیاته کړه:« ښايي بیا هیڅکله دا فرصت برابر نه شي، چې د افغانستان د خلکو لپاره په ګټوره توګه د عمل صحنې ته داخل شو، بې شکه چې د امریکا د ماتې له امله اوس هم په سیمه کې جدي ستونزې شته.»

ایسا د طالبانو د رسمیت پېژندنې په اړه وویل:« د امریکا ماتې د افغانستان د خلکو لپاره ډېره ګرانه تمامه شوه.»

هغه وایي، چې د طالبانو حکومت د منلو وړ نه دی او باید د طالبانو د منلو هره انګېرنه او خبره د هغوی رسمیت پېژندنې په مانا ونه ګڼل شي.

د هغه په باور، د افغانستان راتلونکی په امریکا پورې نه؛ بلکې خپله افغانانو پورې اړه لري او باید افغانان په مناسب وخت کې مناسبه پرېکړه وکړي.

د ۲۰۲۱ کال د اګست تر ۱۵مې وروسته چې طالبان بیا پر افغانستان واکمن شول؛ د امریکا د کانګرس د جمهوري غوښتونکو او ډیموکراټ ګوندونو ځینو غړو له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو څرنګوالي او پالیسیو ته په ښکاره ډول ګوته نیولې ده.

له زندانونو د روږدو کسانو د درملنې تر مرکزونو افراطیت؛ طالبان د خپلې اېډیالوژۍ لمن پراخوي

۳ زمری ۱۴۰۴ - ۲۵ جولای ۲۰۲۵، ۰۳:۵۸ GMT+۱

پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو راهیسې دغې ډلې په پراخه کچه د خپلې اېډیالوژۍ او تعریف شوي اسلامي تفسیر خپراوي ته پام کړی. دغې ډلې زندانونه، د نشه‌‌یي توکو د رغېدو مرکزونه او نورې دولتي ادارې کټ مټ پر مدرسو بدلې کړې دي او دا یې د رسمي پروګرامونو یوه برخه ګرځولې ده.

په وروستي مورد کې د هرات ولایت د روږدو کسانو د درملنې په یوه مرکز کې د شاوخوا ۱۰۰ کسانو د فراغت مراسمو انځورونه د طالبانو اړوند رسنیو کې خپاره شوي. دې کسانو د درملنې سربېره، د قران‌ د تلاوت او تلفظ کورس هم بشپړ کړی. په مراسمو کې سپینې جامې، دودیزې خولۍ او د طالبانو بېرغونه لیدل کېدل.

اېنډیپنډنټ ورځپانې په یوې مقاله کې لیکلي، چې د دې کورسونو د زده‌کړې په بهیر کې ناروغانو ته د قران‌ د تدریس سربېره داسې سندرې هم اورېدل شوي چې د تېر جمهوري نظام او بهرنیو ځواکونو پر وړاندې د طالبانو د جګړې ستاینه کوي. کارپوهان وايي، چې دا سندرې د طالبانو د جګړې روایت هڅوي او افراطیت ته لاره هواروي.

په هرات کې د طالبانو سیمه‌ییزو چارواکو ویلي، چې د دې پروګرامونو له لارې یې موخه د مذهبي عقایدو پیاوړتیا او د خلکو د روږدي کېدو د مخنیوي لپاره مرسته کول دي؛ خو اېنډیپنډنټ ورځپاڼې د کارپوهانو په حواله خبرداری ورکړی، چې طالبانو چمتو شوي روزنیر پروګرامونه او د نصاب ډول د اسلامي زده‌کړو له اصلي لارښوونو سره توپیر لري او ښایي د ځوان نسل په منځ کې د افراطیت ته هواره کړي.

پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو راهیسې په ټول هېواد کې د جوماتونو او دیني مدرسو شمېر ډېر شوی دی. د دغۍ ډلې لوړپوړي غړي په منظم ډول د دیني کورسونو زده‌کوونکو د فراغت په مراسمو کې ګډون کوي. دوی خلکو ته د خپلې اېډیالوژۍ له‌مخې، د دیني زده‌کړو بلنه ورکوي؛ خو دا هرڅه د نورو اسلامي هېوادونو د علماوو له نظرونو سره خورا توپیر لري.

څارونکي وايي، چې د دې ډول د مذهبي زده‌کړو پراختیا د افغانستان د فکري او ټولنیز راتلونکي لپاره جدي اغېزې لرلای شي؛ ځکه چې طالبان هڅه کوي داسې ټولنه جوړه کړي، چې نه یوازې په سیاسي؛ بلکې په فکري او کلتوري توګه هم د دوی د نظرونو تابع وي.

زرغون بهیر: د قره‌داغي څرګندونې د طالبانو د مشروعیت لپاره د قطر د استخباراتو هڅه ده

۳ زمری ۱۴۰۴ - ۲۵ جولای ۲۰۲۵، ۰۱:۱۶ GMT+۱

د افغانستان زرغون بهیر وايي، چې د مسلمانو علماوو د نړېوالې ټولنې مشر علي قره داغي د طالبانو د رسميت پېژندې غوښتنه د قطر د استخباراتو په اشاره کړې. دغه بهیر ویلي د عراق کردستان دغه ملا علي قره داغي چې دا مهال په قطر کې اوسيږي د اسلام پر تندي یو داغ دی.

د افغانستان د پخواني ولسمشر د لومړي مرستیال امرالله صالح تر مشرۍ لاندې زرغون بهير د پنجنشبه په ورځ (د مزي ۲مه) پر اېکس پاڼه لیکلي:« د مسلمانو علماوو د نړېوالې ټولنې مشر علي قره داغي، چې په قطر کې مېشت دی د قطر استخباراتو لپاره کار کوي.»

هغه څو ورځې وړاندې له اسلامي هېوادونو څخه غوښتې وه، چې طالبان په رسميت وپېژنې.

زرغون بهیر یا رسا وايي، چې قطر له سعودي عربستان سره پټ او ښکار رقابتونه لري او غواړي دغه سړی د اسلامي نړۍ د عالمانو د نړيوالې ټولنې د مشر محمد بن عبدالکریم پر وړاندي د موازي سیال په توګه وروزي.

رسا لیکلي: «قره‌داغي په حقیقت کې د اسلام پر تندي یوه داغ دی. هغه د قطر د استخباراتو په امر له اسلامي هېوادونو غوښتي، چې طالبان په رسميت وپېژني.»

زرغون بهیر د طالبانو تر واک لاندې رسنيو له خوا د نوموړي خبرې نشرول د شرم وړ ګڼلي دي.

دوی زياته کړې ده: «رسا غواړي، چې خلکو ته دا خبره روښانه کړي، چې دا کس د اسلامي مقدس دین د اصولو پر بنسټ نه، بلکې د حرامو معاشونو د اخیستو له امله، دا شرموونکې غوښتنه کړې ده.»

د مسلمانو علماوو د نړېوال اتحاد مشر علي قره داغي څو ورځې وړاندې د اسلامي نړۍ پر مسلمانانو غږ کړی، چې د دې وخت را رسېدلی چې مسلمانان خپله طالبان په رسمیت وپېژني؛ نه دا چې دا کار هغو نړېوالو حسابونو ته پرېښودل شي چې رحم نه لري او دوه ګوني معیارونه لري او د هیچا سره انصاف نه کوي.

افغانستان او پاکستان پر مېوو او سبزیجاتو د تعرفو د راکمولو هوکړه وکړه

۳ زمری ۱۴۰۴ - ۲۵ جولای ۲۰۲۵، ۰۱:۱۲ GMT+۱

اسلام‌اباد او کابل د چهارشنبې په ورځ ځانګړی سوداګریز تاریخي تړون (PTA) لاسلیک کړ، چې موخه یې د ځینو توکو پر وارداتو او صادراتو ګمرکي تعرفې راکمول دي.

د دغه تړون له مخې، دواړه هېوادونه د مېوو او سبزیجاتو په ګډون پر اتو توکو تعرفې له ۶۰ سلنې څخه تر ۲۲ سلنې راټیټوي. د طالبانو حکومت او پاکستان دا تړون «یو تاریخي پرمختګ» بللی دی، چې له اوږدو خبرو اترو وروسته لاسلیک شو.

دغه موافقه د پاکستان د سوداګرۍ د وزیر جاوېد پاول او د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ د مرستیال وزیر ملا احمدالله زاهد ترمنځ د دوه ورځنیو خبرو وروسته لاسلیک شوه.

د افغانستان د سوداګرۍ وزارت ویلي، چې دا تړون به د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ حجم لوړ کړي. د تړون له مخې، پاکستان به پر انګورو، انارو، مڼو او رومیانو تعرفې راکموي، او افغانستان به پر کینو، ام، کیلې او الوګانو تعرفې راټیټوي.

د دواړو هېوادونو ترمنځ دا تړون د ۲۰۲۵ کال د اګست له لومړۍ نېټې نافذېږي او د یو کال لپاره به عملي شي. ټاکل شوې چې د متقابل توافق پر بنسټ دا موده وغځېږي.

د تړون له مخې، دواړه هېوادونه به د «وړاندې حاصلاتو پروګرام» پلي کړي، تر څو د اقتصادي همکاریو لپاره لار هواره شي. دا پروګرام د دواړو لوریو د کرنیزو محصولاتو پر صادراتو د تعرفو راکمول هم رانغاړي.

په دې تړون کې ټینګار شوی، چې ټول امتیازات به پر متقابلې همکارۍ او برابري ولاړ وي. دواړه هېوادونه به یو ګډ کمیسیون هم جوړ کړي، چې د PTA د پلي کېدو پروسه څاري، ارزونه کوي او اړینې سپارښتنې وړاندې کوي. دغه کمیسیون به میاشتنۍ غونډه کوي او د ګمرکونو او کرنې وزارتونو استازي به پکې ګډون ولري.

فیلیپو ګرانډي: د افغان کډوالو پراخ راشړل کولی شي ټولې سیمې ته بې ‌ثباتي راولي

۳ زمری ۱۴۰۴ - ۲۵ جولای ۲۰۲۵، ۰۰:۰۷ GMT+۱
•
سلیمان خپلواک

د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې مشر فیلیپو ګرانډي، وایي چې ډېری افغان کډوال پرته له هر ډول امکاناتو، یوازې له خپلو جامو سره هېواد ته ستنیږي، او دا وضعیت د بېړنیو بشري مرستو اړتیا نوره هم زیاتوي. نوموړي خبرداری ورکړی چې د کډوالو دا پراخه راستنیدنه ښایي ټوله سیمه بې ثباته کړي

فیلیپو ګراندی چې د اسلام کلا بندر څخه یې لیدنه کړې وه وویل: « شمېرې خورا اندېښمنوونکې دي. یوازې پرون شاوخوا ۲۰ زره تنه له همدې پولې افغانستان ته راوښتي. اټکل کیږي چې تر دې دمه له ایران څخه تر یو نیم میلیون ډېر افغان کډوال بیرته هېواد ته ستانه شوي دي.»

هغه زیاته کړه: « موږ دلته له یوه بېړني وضعیت سره مخ یو، خو دا ځل دا حالت معکوس دی؛ خلک بېرته خپلو هېواد ته راستانه کېږي، خو باید ووایم چې ډېری دا کار د خپلې خوښې له مخې نه کوي، بلکې په زور راشړل کېږي.»

بلخوا ایراني چارواکو ویلي، یوازې هغه افغانان اخراجوي چې قانوني اسناد نه لري، خو یو شمېر اخراج‌شوي کډوال وایي، سره له دې چې قانوني اسناد یې درلودل، له هېواده ایستل شوي دي.

علي رضا، چې درې ورځې مخکې له ایران څخه راشړل شوې، افغانستان انټرنشنل- پښتو ته وویل: « سره له دې چې زما په ویزه لا هم وخت وو، خو د ایران پولیس زمونږ د استوګنې ځای ته راغلل، دروازه یې را ماته کړه، موږ یې له سپکو سپورو، څپېړو او وهلو سره د پولیس‌ مرګز ته بوتلو».

همداراز، یو شمېر راشړل شوي کډوال د ایران د نظامي ځواکونو له بد چلنده شکایت کوي، چې ان د اخراج پر مهال یې هم سپکاوی کوي.

یوه افغانه کډواله نظیفه افغانستان انټرنشنل پښتو ته وایي: « ایراني نظامیان، له افغانانو سره ډېر ناوړه چلند کوي. هیڅ انساني چلند نه پېژني. موږ یې له نیولو وروسته د پولیسو مرکز ته بوتلو او دوه ورځې او شپې یې هلته په پنجره ډوله کوټه کې بند کړي وو.»

د ملګرو ملتونو د معلوماتو له مخې، هره ورځ له ۲۰ څخه تر ۳۰ زره پورې افغان کډوال له ایران څخه راشړل کېږي، او یوازې د روانې میلادي میاشتې په لومړیو ۱۲ ورځو کې د اخراج‌شویو کسانو شمېر له ۳۰۰ زره واوښت.