• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د امریکا په کلفرونیا ایالت کې یو ځنګل اور اخیستی

۱۵ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۶ جولای ۲۰۲۵، ۰۴:۵۶ GMT+۱

نیویارک ټایمز ورځپاڼې راپور ورکړی چې له تېرو دوو ورځو راهیسې د کلفرونیا ایالت د سان لوییس او بیسپو ولسوالیو په ځنګلونو کې اور لګېدلی دی. د راپور له مخې، تر دې اور وژونکو ډلو تر اوسه ۱۰سلنه کنټرول کړی دی.

راپور کې راغلي چې تر دې دمه تر ۸۰زره جریبو پورې سیمې ته اور پراخ شوی او لا هم مخ په وړاندې روان دی. له همدې امله یوه ځايي

له همدې امله یوه ځايي لویه لاره تړل شوې او خلکو ته امر شوی، څو سیمه پرېږدي او خوندي ځایونو ته لاړ شي. که څه هم تر دې مهالهودانیو ته زیان نه دی اوښتی، خو د کلفرونیا د اوروژنې اداره وايي چې دا د سږکال تر ټولو لوی اور دی.

ترویج لرونکی

حامد کرزي پر ډیورنډ کرښه د وروستیو هوکړو په اړه له طالبانو وضاحت وغوښت
۱

حامد کرزي پر ډیورنډ کرښه د وروستیو هوکړو په اړه له طالبانو وضاحت وغوښت

۲

د افغان کډوالو ستنول؛ اتریش او ازبکستان د افغان کډوالو د ایستلو لپاره تړون لاسلیک کړ

۳

یوه کمپنۍ ادعا لري چې افغانستان یې د هوايي ډګرونو د امنیت له اړخه ۱۵میلیونه ډالر پوروړی دی

۴

کابل کې د ناپېژاندو الوتکو له الوتنې وروسته د درنو وسلو غږونه اورېدل شوي

۵

له فضل الرحمان سره د طالب چارواکو اړیکه؛ طالبانو د ملا ادریس پر وژنې ژوره خواخوږي ښودلې

•
•
•

نور کیسې

خامنه‌يي د اسراییل تر بریدونو وروسته د خپل مشروعیت د بېرته راګرځېدو هڅه کوي

۱۵ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۶ جولای ۲۰۲۵، ۰۴:۱۶ GMT+۱

د ایران د دولت مشر علي خامنه‌يي له راڅرګندېدو سره جوخت، اسراییلي نشریې «اسراییل هیوم» لیکلي چې نوموړی هڅه کوي څو د دغه هېوادپر اټومي او پوځي تاسیساتو د تل‌ابیب تر هوایي بریدونو وروسته د سمبولیک او سیاسي بیرته راګرځېدو سره خپل زیانمن شوی مشروعیت بېرته ترلاسه کړي.

دغې نشریې یک‌شنبه (جولای ۶مه) د خامنه‌يي ۲۲ ورځنې غیابت ته په اشارې زیاته کړې چې د ایران۸۶ کلن مشر د اسراییل له بریدونو نه وېرېدلی او پټ و. د اسراییل هیوم په وینا، دې ناڅاپي غیابت په ایران او بهر کې د هغه د فزیکي وضعیت او ژوندي پاتې کېدو په اړه بېلابېلې تبصرې خپرې کړې وې.

یادې نشریې ویلي چې خامنه‌يي د هغه د عامه څرګندېدو دمخه یو ثبت شوی ویډیو پیغام خپور کړ او ادعا یې کړې وه چې ګواکې ایران د اسراییل او متحده ایالاتو پر وړاندې بریا ترلاسه کړې ده. دغه نشریه وړاندې وايي چې دا ادعاوې له ځمکنیو حقایقو او نړۍوالو راپورونو سره په ټکر کې دي.

اسراییلۍ نشریه د تاسوعا پر مذهبي ورځ د خامنه‌يي د بیا راڅرګندېدو لپاره په بشپړ ډول محاسبه شوې او سمبولیکه شېبه یادوي. تاسوعا چې له عاشورا نه یوه ورځ مخکې ده، د شیعه‌ګانو په تاریخ کې ځانګړی ځای لري او په ایران کې د ظلم او ایډیالوژیکي مقاومت ښودنې لپاره کارول کېږي.

اسراییلۍ نشریه دا څرګندونې داسې مهال کوي چې د ایران مشر علي خامنه‌یي له عاشورا وړاندې د تاسوعا په مناسبت د شیعه‌ګانو او خپلو پلویانو په مراسمو کې د خپل دفتر په حسینیه کې راڅرګند شو. په خپاره شویو ویډیوګانو کې ښکاري چې د هغه پلویان په شعارونو سره دی بدرګه کوي.

طالبان وایي، تېره اونۍ یې د ښځو اړوند «۲۷قضیې»‌ حل کړي

۱۵ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۶ جولای ۲۰۲۵، ۰۴:۰۲ GMT+۱

د‌ طالبانو د امربالمعروف او شکایتونو اورېدو وزارت خبر ورکړی چې تېره اونۍ یې د ښځو د «شرعي حقونو» اړوند ۲۷بېلابېل قضیې حل کړي دي. د دغه وزارت ویاند سېف الاسلام خېبر وایي چې په دغو قضیو کې ډېره برخه یې د زور زیاتي او جبري نکاح اړوند دي.

نوموړي د شنبې په ورځ د (چنګاښ ۱۴مه) پر اېکس پاڼه لیکلي چې دوی د زور زیاتي اړوند ۱۲، د ښځو د میراث ۷، د جبري نکاح ۴ او همدا راز د مهر نه ورکړې څلور قضیو ته هم رسېدنه شوې ده. طالبان داسې مهال دا څرګندونې کوي چې د همدې ډلې مشر ملا هبت الله پر ښځو سخت بندیزونه او محدودیتونه لګولي دي.

د طالبانو د بندیزونو له مخې ښځې له کار، زده کړو، سفر او د ژوند په بېلابېلو برخو کې له سختو محدودیتونو سره مخ شوې دي.

کورنی تاوتریخوالی؛ کندهار کې یوې ۲۹ کلنې ښځې ځان زندۍ کړی

۱۵ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۶ جولای ۲۰۲۵، ۰۳:۲۸ GMT+۱

له کندهار نه ځايي سرچینو افغانستان انټرنشنل-پښتو ته ویلي چې په دغه ولایت کې یوې ښځې ځان زندۍ کړی او په دې سره یې خپل ژوند پای ته رسولی دی. سرچینې د دې پېښې لامل کورنی تاوتریخوالی بولي.

سرچینو یک‌شنبه د (چنګاښ ۱۵مه) زیاته کړې چې دا ښځه شاوخوا ۲۹ کلنه وه او د خپل خاوند له دویمې مېرمنې سره یې په ګډ ژوند کې ستونزه لرله. د دې ښځې خاوند هم د خپلې مېرمنې ځان‌وژنه او د پېښې لامل منلی، خو ځايي طالب چارواکو بیا تر اوسه په دې تړاو څه نه دي ویلي.

یاده پېښه د کندهار ښار د درېیمې امنیتي حوزې اړوند سیمه کې شوې ده. سرچینې د دې ښځې د هویت په تړاو نور معلومات نه دي ورکړي.

پر افغانستان د طالبانو تر واکمنېدو وروسته، د هېواد په ګوټ-ګوټ کې د ځان‌‌وژنې پېښې ډېرې شوي چې تر ډېره اقتصادي ستونزې، رواني فشارونه او کورنی تاوتریخوالی یې ستر لاملونه بلل کېږي.

د افغانستان انټرنشنل-پښتو د معلوماتو پر بنسټ، د تېرو څو ورڅو په ترڅ کې د پلازمېنې کابل په ګډون د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د ځان‌وژنې ۹ پېښې ثبت شوې دي. د دې پېښو تر ټولو ډېر قربانیان ځوانان دي.

همدا د تېرې اوونۍ په منځ کې له خوست نه سرچینو افغانستان انټرنشنل-پښتو ته خبر ورکړی و چې د دغه ولایت د ځاځي میدان ولسوالۍ اړوند په « پیرمیلي» کلي کې یوه ځوان «ځان‌وژنه» کړې ده.

اسحاق ډار: د پاکستان اقتصادي وضعیت د ډاډ وړ دی

۱۵ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۶ جولای ۲۰۲۵، ۰۱:۰۵ GMT+۱

پاکستان سره له دې چې د بهرنیو پورونو له امله له سخت مالي فشار سره مخ دی؛ خو د دغه هېواد د لومړي وزیر مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار ویلي، چې د دې هېواد د انفلاسیون کچه راټیټه شوې او بهرنۍ زېرمې اوس ۱۴.۵میلیارده ډالرو ته رسېدلې دي.

له دې سربېره پاکستان لا هم د "ای، اېم، اف" او "نړۍوال بانک" په ګډون له بېلابېلو نړۍوالو بنسټونو له سلو میلیاردو ډالرو ډېر پوروړی دی، د بېکارۍ کچه لوړه ده، صادرات کم او واردات ډېر دي؛ خو بیا هم اسحاق ډار د "حضرت داتا ګنج بخش" په مزار کې د غسل له مراسمو وروسته وویل: «لومړی وزیر شهباز شریف هڅه کوي چې د هېواد اقتصاد ښه کړي او پاکستان اوس د پرمختګ پر لور روان دی.»

د شنونکي په باور، که ‌چېرې په پاکستان کې اقتصادي اصلاحات، د صادراتو زیاتول او داخلي عایدات پراخ نه شي؛ نو دا پورونه ډېر خطرناک کېدای شي؛ خو بیا هم د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړې، چې د پاکستان نړۍوال حیثیت ښه شوی او له اذربایجان سره د ۲میلیاردو ډالرو پانګونې تړون هم لاسلیک کړی دی.

اسحاق ډار د هغې پوښتنې په ځواب کې چې ایا نوازشریف به له پخواني لومړي وزیر او د تحریک انصاف ګوند له مشر عمران خان سره وګوري، وویل چې دا خبرې حقیقت نه لري او په وینا یې، «نواز شریف له چا سره د لیدو اړتیا نه لري.»

اسحاق ډار د خلکو ګوند"PPP"په کابینه کې د شاملیدو په اړه د یوې بلې پوښتنې په ځواب کې وویل، چې پیپلز ګوند لا تر اوسه په فډرالي کابینه کې د شاملیدو لپاره څه لېوالتیا نه ده ښودلې او په وینا یې، د پاکستان د خلکو ګوند د نوازشریف په مشرۍ د مسلم لیګ ګوند یو متحد دی او همداسې به پاتې شي او دوی به ورته ډېر درناوی وکړي.

هغه زیاته کړه: «واکمن اتحاد اوس په ملي اسمبلۍکې دوه پر درېیمه برخه اکثریت لري.»

نوموړي همداراز پر ایران د اسراییل د شویو بریدونو په تړاو وویل، پاکستان یاد برید سخت غندلی او زیاته یې کړه، چې اوس ایران پوه شوی چې پاکستان یې ریښتینی دوست دی.

اېلان ماسک د "امریکا ګوند" د جوړېدو اعلان وکړ

۱۴ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۵ جولای ۲۰۲۵، ۲۱:۵۳ GMT+۱

د نړۍ لوی مېلیارډر او د اېکس ‌سپېس شرکت اجراییوي رییس اېلان ماسک د خپل نوي سیاسي ګوند "امریکا ګوند" د جوړېدو اعلان وکړ. دغه اعلان وروسته له هغه وشو، چې ماسک له خپلو پلویانو څخه د نوي ګوند د جوړېدو په اړه نظر واخیست او د خلکو پراخ ملاتړ یې ترلاسه کړ.

د نړۍ لوی مېلیارډر او د اېکس ‌سپېس شرکت اجراییوي رییس اېلان ماسک په خپل تازه ټویټ کې اعلان وکړ، چې د «امریکا ګوند جوړ شو.»

هغه په اېکس کې لیکلي: «د ۲ په مقابل کې ۱ له تناسب سره، تاسو نوي سیاسي ګوند ته اړتیا لرئ او تاسو به دا ولرئ!»

هغه زیاته کړه: «نن ورځ، د امریکا ګوند جوړ شو ترڅو تاسو ته ستاسو ازادي بېرته درکړي.»

دا اعلان د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د مالیې کمولو او لګښتونو د قانون د لاسلیک وروسته وشو، چې ماسک په کلکه د دې قانون مخالف و.

ماسک له ټرمپ سره په ۲۰۲۰ کال کې د ټاکنو لپاره سلګونه میلیونه ډالره ولګول او د ټرمپ د حکومت په جریان کې یې د حکومت د موثریت په برخه کې مشر و، خو د دې قانون په اړه یې سره اختلافات راغلل.

ډونالډ ټرمپ په دې اوونۍ کې ماسک ته ګواښ وکړ، چې د هغه د کمپنیو د فدرالي حکومت له لورې ترلاسه شوې میلیارډونه ډالر سبسایډۍ به وځنډوي.

ماسک مخکې وویل، چې هغه به یو نوی سیاسي ګوند پیل کړي او د هغو قانون جوړونکو پر وړاندې به مبارزه وکړي چې د دې لایحې ملاتړ کوي.

د جمهوري غوښتونکي ګوند غړي اندېښنه لري، چې ماسک له ټرمپ سره د خپل تېر درواغ سره پر دې قانون کېدای شي د ۲۰۲۶ کال د کانګرس د منځنۍ ټاکنو لپاره د هغوی چانسونه زیانمن کړي.