د جرمني استازې: له طالبانو سره تعامل باید د افغان ښځو د حقونو په قرباني بدل نه شي

د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو په غونډه کې د جرمني استازې انتیالینډرتسا په خپلو خبرو کې ویلي، چې نړۍواله ټولنه باید له طالبانو سره تعامل ته دوام ورکړي، خو دا تعامل باید د افغان مېرمنو او نجونو پر بنسټیزو حقونو سترګې پټول نه وي.