پر جرمنۍ الوتکه د لېزري برید له امله جرمني د چین سفیر احضار کړی

جرمني وايي چې د چین پوځ د سره سمندر په سیمه کې، پر هغې جرمنۍ الوتکې لېزري برید کړی، چې د اروپايي اتحادیې په عملیاتو کې یې برخه لرله. د جرمني د بهرنیو چارو وزارت دا پېښه «د نه منلو وړ» بللې او د اعتراض په توګه یې د چین سفیر احضار کړی دی.