پښتون ملتپاله سیاستوال مولانا خان زیب د ژورو ټپونو له امله ومړ

د عوامي نېشنل ګوند د علماوو څانګې مشر او پښتون ملتپاله سیاستوال مولانا خانزیب د ژورو ټپونو له امله ومړ. مولانا خان زیب د جولای ۱۳مې امن پاڅون لپاره کمپاین کاوه چې په شنډۍ ګرځني کې ورباندې د ناڅرګندو کسانو له خوا ډزې وشوې. نوموړی تر ټپي کېدو وروسته روغتون ته لېږدول شوی و.