طالبان په اعدام محکوم ښوونکی عبدالعلیم خاموش یوځل بیا محکمې ته وړاندې کوي

عبدالحق عمري
عبدالحق عمري

افغانستان انټرنشنل ـ پښتو

په پکتیکا کې ځايي سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل چې د طالبانو له خوا د اعدام په سزا محکوم شوی ښوونکی عبدالعلیم خاموش په راتلونکو شلو ورځو کې یو ځل بیا محکمې ته وړاندې کوي. د خاموش نږدې خپلوان وايي چې نوموړي ته دا ځل د مدافع وکیل حق ورکړل شوی دی.