ذبیح الله مجاهد وايي د خبریالانو او رسنیو پر وړاندې د شته ستونزو اوارولو هڅه کوي

د طالبانو ویاند د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې مسوولانو سره په لیدنه کې ویلي، چې هڅه به وکړي د افغان خبریالانو او رسنیو پر وړاندې شته ستونزې اوارې کړي.

د طالبانو ویاند د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې مسوولانو سره په لیدنه کې ویلي، چې هڅه به وکړي د افغان خبریالانو او رسنیو پر وړاندې شته ستونزې اوارې کړي.
د افغانستان د خبریالانو د خوندیتوب کمیټې نن یکشنبه د «وږي ۹مه» وویل، چې په دې ناسته کې په افغانستان کې د رسنیو پر عمومي وضعیت، د رسنیو او خبریالانو پر وړاندې په پرتو ستونزو، کره اطلاعاتو ته د خبریالانو پر لاسرسي، د خبریالانو خوندیتوب او یو شمېر نورو مواردو خبرې اترې وشوې.
دې کمیټې ددې کتنې د بحث جزئیات نه دي خپاره کړي.
د طالبانو له بیا ځلي واکمنېدو راهیسې سلګونه خبریالانو او د رسنیو کارکوونکو د طالبانو د بندیزونو او محدودیتونو له امله هېواد پرېیښی، چې په دې لړ کې لسګونه خبریالان او د رسنیو کارکوونکي په ګاونډیو هېوادونو کې په دې تمه شپې او ورځې تېروي چې، اروپایي او امریکایي هېوادونو کې یې د پناه غوښتنې دوسیې ومنل شي.
د طالبانو استخباراتو په وار، وار خبریالان نیولي، ځورولي او شکنجه کړي دي.


د دوشنبې په ورځ شاوخوا شپږ افغانې کورنۍ، چې ۴۷ تنه کیږي، له اسلام اباد نه د جرمني د هانوفر لینګنهاګن هوايي ډګر ته لېږدول کیږي. د جرمني اې ار ډي ټلویزیون وايي، چې دغه افغانان ټول د برلین محکمې له پرېکړې وروسته د راتګ اجازې لري او د استانبول له لارې په انتقال شي.
د هانوفر په لینګنهاګن هوايي ډګر کې کوزېدونکي دغه ۴۷ افغانان به لومړی د فریدلند د سرحدي تېرېدنې مرکز ته انتقال شي او بیا نورو ځایونو ته وېشل کېږي.
د اې ارډي د سویلي اسیا سټوډیو د معلوماتو له مخې، دغه۴۷تنه افغانان، چې د جرمني په اداري محکمه کې یې خپلې عریضې وړاندې کړې وې، د ویزو له ترلاسه کولو وروسته د دوشنبې په ورځ په هانوفر هوايي ډګر کې ښکته کیږي.
دا د هغو۲،۳۰۰ کسانو له ډلې دي، چې جرمني د طالبانو د واکمنۍ له پیل وروسته د خونديتوب ژمنې ور کړې دي.
د جرمني د حکومت د معلوماتو له مخې، په تېرو څو اونیو کې شاوخوا ۴۵۰ افغانان چې د راتګ اجازه یې درلوده، د پاکستاني چارواکو له خوا ونیول شول، چې له دې ډلې له ۲۰۰زیات بې اسنادو افغانان افغانستان ته وشړل شول. په دې کې یوه افغانه ښځینه ډاکټره او د هغې څلور ماشومان هم شامل دي.
هغې او د هغې ماشومانو په پاکستان کې د انتظار پرمهال جرمني ژبه زده کړې وه.
په تېرو څو اونیو کې څو اداري محکمو پرېکړه وکړه چې د جرمني حکومت قانوناً مکلف دی چې د ژمنلیکونو درلودونکي افغانان ومني.

طالبانو د بغلان د غوري سیمنټو ددرېیمې فابریکې د جوړولو خبر ور کړی او وايي، د دې پروژې لپاره ۶۸،۸ میلیونه امریکايي ډالر بېل شوي. د طالبانو اقتصادي مرستیال ملا بردار د فابریکې پرانېستونکو مراسمو کې وویل،« دا ډول پروژې کولی شي په تدریجي توګه پر بهرنیو وارداتو زموږ تکیه راکمه کړي».
طالبانو د یکشنبې په ورځ د بغلان په پلخمري ښار کې د غوري سیمنټو د درېیمې فابریکې جوړولو چارې پیل کړي.
طالبانو ویلي، چې د یادې فابریکي عملي چارې به تر ۱۸ میاشتو بشپړې شي او په یوه ورځ کې به تر ۵۰۰۰ ټنو سیمنټو د تولېد ظرفیت ولري.
د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر د یادې فابریکي جوړول د صنعت په برخه کې د افغانستان د ځان بسیاینې لپاره مهم ګام بولي او وايي، په یاده پروژه کې په مستیقم او غیرمستقیم ډول زرګونو کسانو ته د کار زمینه برابریږي.
ملا برادر وايي:«دا د سیمنټو د تولید په برخه کې د ځان بسیاینې پر لور یو مهم اقتصادي ګام دی. پر بهرنیو تولیداتو زموږ تکیه راکموي، د صنعت په پراختیا کې مرسته کوي او د اسعارو د خروج مخه نیسي. ډېر شمېر هېوادوالو ته کار پیدا کوي او په لویه کې د یو صنعتي افغانستان پر لور ګام اخلي.»
نوموړي ویلي، د یادې فابریکي د جوړولو ټولې چارې د ملي پراختیا شرکت له لوري پرمخ وړل کېږي او د عملي چارو په پیل سره به په هېواد کې دننه د سیمنټو د اړتیا یو لویه برخه پوره شي.
ملا برادر زیاتوي:« افغانستان چې له پخوا راهیسې پر بهرنیو وارداتو تکیه کړې ده او زموږ د ملي بودجې زیاته برخه د وارداتو په مقابل کې ورکول کېږي. نو په هېواد کې د تولېد دا ډول پروژې کولی شي چې په تدریجي توګه پر بهرنیو وارداتو زموږ تکیه راکمه کړي او د یو تولیدي افغانستان په لور ګامونه واخلي.»
پر همدغه مهال د طالبانو د امارتي شرکتونو لوی رییس احمدجان بلال وايي، د دا ډول فابریکو په جوړولو سره هڅه کوي، افغانستان کې اقتصاد ودې ته لاره هواره کړي او ځوانانو ته کاري فرصتونه برابر کړي.

د طالبانو د نورم او سټنډر ادارې ویلي، چې په اقینه او فراه ۷۸ میل بندرونو کې یې له ایران او ترکمنستان څخه واردیدونکي ۷۵ ټنه بې کیفیته ودانیز توکي بېرته یادو هېوادونو ته ورګرځولي دي.
د طالبانو یادې ادارې د یکشنبې په ورځ ویلي، چې اقینې بندر تخنیکي ټیم د ارزونې پرمهال یې ۵۲ ټنه ګاډر چې د سټنډرډونو خلاف تثبیت شول، بېرته ترکمنستان ته وګرځول.
پر همدغه مهال یادې ادارې ویلي، چې د فراه ۷۸ میل بندر تخنیکي ټیم د ارزونې پر مهال ۲۳ ټنه اوسپنه د سټنډرډونو خلاف ثابته شوې ده او بېرته یې ایران ته ورګرځولې ده.

یو شمېر افغان کډوال چې له پاکستان نه افغانستان ته ستنیږي، وايي، د لاریو چلوونکي ورڅخه لوړي کرایې اخلي. دغه افغان کډوال وايي، مخکې لارۍ چلوونکو د پنجاب ایالت له بېلابېلو سیمو څخه د کډو د انتقال لپاره تر ۲۰۰ زرو کلدارو کرایه اخېسته، خو اوس ترې ۵۰۰ زره کلدارې اخلي.
د اګسټ ۳۱مه، له پاکستان څخه د افغان کډوالو د ستنولو وروستی ضرب الاجل دی چې نن پوره کیږي.
ددغه ضرب الاجل له پوره کېدو سره سم له پاکستان نه د افغان کډوالو د ستنېدو بهیر هم چټک شوی دی، خو یو شمېر افغان کډوال وايي، چې «موټر چلوونکي د دوی له مجبوریت څخه په استفاده لوړې کرايې اخلي».
یو شمېر کډوالو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې موټرچلوونکي له دوی څخه د پنجاب ایالت له لاهور او نورو سیمو څخه په تورخم کې د افغان کډوالو تر پنډغالي تر ۵۰۰ زره کالدارو کرایه اخلي.
کډوالو ویلي، چې وړاندې یاده کرایه تر ۲۰۰ زره کالدارو وه.
د صایم خان په نوم یو افغان کډوال وویل:«زما کور په لاهور کې و، د پاکستان حکومت اعلان وکړ، چې د سپتمبر تر لومړۍ نیټې پورې دې ټول افغانان خپل هېواد ته ستانه شي، له دې اعلان وروسته افغانان له سختو ستونزو سره مخ شوي دي. له لا هوره تر تورخم پورې مخکې د لارۍ کرایه تر ۲۰۰ زره کالدارې وه، خو اوس دغه کرایه لوړه شوې ده او تر ۵۰۰ زره کالدارو کرایه اخلي.»

پاکستان سبا د دوشنبې په ورځ د سپټمبر له لومړۍ نېټې څخه د هغو شاوخوا ۱،۴ میلیونو افغانانو د اېستلو بهیر پیلوي، چې د پي او ار کارټونه لري.

پاکستاني چارواکو ویلي و چې یوازې په اګسټ میاشت کې لږ تر لږه ۶۰ زره او ۷۷۳ افغان کډوال چې د «پياوار» او «ایسيسي» کارټونه یې لرل، د تورخم له لارې افغانستان ته ستانه شوي دي.

د دغه هېواد د کورنیو چارو وزارت مخکې ویلي و، چې د دې کارتونو د اعتبار موده پای ته رسېدلې او د کارت لرونکو پاتې کېدل به په پاکستان کې غیر قانوني وي.

د بشري حقونو مدافعینو په جبري ډول افغانستان ته د دغو کډوالو شړل له بشري حقونو سرغړونه بللې او ټینګار یې کړی، چې پاکستان د نړیوالو قوانینو پر اساس د جبري نه اېستلو د اصل په رعایت کولو مکلف دی.

د سي ای اې پخوانۍ مامورې سارا اډمز په افغانستان کې د مېرمنو پر انځورونو د بندیز په اعتراض کې د "طالبانو د کورنیو میرمنو" په نوم یو کمپاین پیل کړی دی او په ټولنیزه شبکه اېکس کې یې د دوی له ډیپلوماټیکو پاسپورټونو څخه د یو شمیر طالب چارواکو د میرمنو انځورونه خپاره کړي دي.
د انځورونو د خپرولو په اړه په وضاحت کې اډمز لیکلي چې هغه دا اقدام د طالبانو تر کنټرول لاندې افغانستان کې په تذکرو کې د مېرمنو انځورونو د بندیز په اعتراض کې کوي.
د هغې په وینا، که افغان میرمنو ته اجازه ورنه کړل شي چې په خپلو پېژندپاڼو او نورو اسنادو کې انځورونه ولري نو د طالبانو میرمنې باید په خپلو پاسپورټونو، واده سندونو او رسمي اسنادو کې هم انځورونه ونه لري.
د دې اونۍ په پیل کې، خبرونه خپاره شول چې د طالبانو د مشر ملا هبت الله د یوې وینا پر بنسټ، د هویت او رسمي اسنادو کې د ښځو انځورونو لګول منع شوي دي او دا حکم په شفاهي ډول صادر شوی دی.
اډمز د هغو میرمنو انځورونه خپاره کړل چې مېړونه یې د روسیې، ایران، قزاقستان او د پاکستان د بلوچستان په ګډون په هیوادونو کې د طالبانو په ډیپلوماټیکو پوستونو کې ځای پر ځای شوي دي.
هغې نیوکه کړې، چې څنګه ځینو هیوادونو طالبانو ته اجازه ورکړې چې رسمي استازیتوب ولري په داسې حال کې چې افغان میرمنې په خپلو کورونو کې بندیانې دي.
هغې ټینګار کړی، چې «دا میرمنې بې ګناه ننداره کوونکې نه دي» دوی د هغو نارینه وو میرمنې دي چې د طالبانو له رژیم څخه ګټه پورته کوي او له دوی سره په ازاده توګه سفر کوي په داسې حال کې چې افغان میرمنې له ډیرو اساسي حقونو محرومې دي.
اډمز خبرداری ورکړی، چې د ډلې د چارواکو د میرمنو د انځورونو خپرول به تر هغه وخته پورې جاری ساتي، چې طالبان د میرمنو د انځورونو د بندیز پریکړه بیرته نه وي اخېستې.
په همدې حال کې تېره ورځ د طالبانو دارالافتاء یو فرمان صادر کړ، چې په پېژندپاڼو کې د میرمنو انځورونو لګول جایز نه دي او یوازې هغه ښځې انځور لګولای شي، چې بهر کې یې تذکرې ته اړتیا وي، خو په کوردننه ښځې په تذکرو کې انځوورنو ته اړتیا نه لري.