طالبانو په بلخ کې د صنعتي پارکونو لپاره ۲۰ زره جریبه ځمکه ځانګړې کړه

بلخ ولایت کې د طالبانو د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست شاوخوا ۲۰ زره جریبه کرنیزه ځمکه د صنعتي پارکونو جوړولو لپاره د دغې ډلې د صنعت او سوداګرۍ ریاست ته سپارلې. بلخ کې د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ رییس امیرمحمد متقي وایي، چې دا مهال د یادې ځمکې د وېشلو تخنیکي چارې روانې دي.