دا راپورونه په داسې حال کې خپریږي، چې طالبان تل ادعاوې کوي، چې د دوی تر واک لاندې ادارو کې فساد او رشوت ختم شوی خو ډېری افغانان د طالبانو دا ادعا ناسمه بولي او وايي چې اوس هم ادارو کې پراخ فساد موجود دی.
د پاکستان رسنیو د ګنډاپور له قوله ویلي:«پاکستان او افغانستان باید د بهرنیو ګواښونو پر ضد په ګډه اقدام وکړي او د راتلونکو نسلونو لپاره د یو باثباته او سولهییز راتلونکي د جوړېدو لپاره همکاري وکړي.»
پر همدغه مهال په اسلام اباد کې د طالبانو سفیر ویلي، چې د خېبر پښتونخوا اعلی وزیر سره یې د لېدنې پرمهال د دوه اړخیزو اړیکو او سوداګرۍ ترڅنګ د افغان کډوالو په اړه هم خبرې کړې دي.