• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ملګري ملتونه: ښايي درې میلیونه افغانان سږ کال خپل هېواد ته ستانه شي

۲۱ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۱۲ جولای ۲۰۲۵، ۱۹:۴۴ GMT+۱

د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو یو چارواکي ويلي، چې ممکن سږ کال درې میلیونه افغانان خپل هېواد ته ستانه شي. نوموړي خبرداری ورکړی، چې دا ستنېدنه د افغانستان پر بشري بحران لا ډېر فشار اچوي.

پاکستان او ایران د افغان کډوالو اړوند نوې پالیسۍ اعلان کړې، تهران لا دمخه څلورو میلیونو «ناقانونه» افغانانو ته د جولای تر ۶مې نېټې وخت ورکړی، چې له دغه هېواده ووځي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ استازي عرفات جمال د کابل څخه یوې خبرې ناستې ته ویلي: «موږ داسي یو حالت وینو، چې افغانان په ډېره ناوړه، ګډوډ او پراخ ډول له پاکستان او ایرن حخه ایستل کيږی، دا اقدام پر افغانستان د دغه ستنېدونکو کډوالو هرکلي ته چمتو نه دی او ډېر فشار واردوي.»

عرفات جمال د کډوالو د ایستلو شدت د اندېښنې په توګه ګڼلی.

هغه زياته کړې: «سږ کال له پاکستان او ایران څخه له ۱.۶ میلیونه څخه ډېر افغانان خپل هېواد ته ستانه شوي، چې لویه برخه یې له ایران څخه ده. دا شمېره د ۲۰۲۵ کال د دوی د ادراې د ۱.۴ میلیونه د لومړنۍ وړاندوینې څخه زياته ده.»

د ملګرو ملتونو د کډوالۍ عالې کمېشنرۍ اداره اټکل کوي، چې سږ کال به له دواړو هېوادونو څخه درې میلیونه افغانان خپل هېواد ته ستانه شي.

عرفات ویلي: «ډېر شمېر دغه ستنېدونکي خلک په داسې حالت کې هېواد ته راځي، چې ناڅاپه له خپلو مېنو ایستل شوي، له سخت، ستړي کوونکي او سپکوونکي سفر سره مخ شوي دي. دوی دلته ستړي، وارخطا، ځورول شوي او ډېری وخت مایوسه وي.»

دغه ادارې ویلي، چې هره ورځ د اسلام قلعه پولې څخه تر ۳۰ زره زيات کسان افغانستان ته داخليږي او یوازي د جولای په ۴مه نېټه کې شاوخوا ۵۰ زره کسان افغانستان ته داخل شوي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۴

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۵

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

•
•
•

نور کیسې

اروپا ته د انساني قاچاق هڅه؛ څلور پاکستانیان په تورخم کې د جعلي وېزو له کبله نیول شوي

۲۱ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۱۲ جولای ۲۰۲۵، ۱۹:۰۹ GMT+۱

د پاکستان انساني قاچاق ضد څانګې په تورخم کې د دقیقو معلوماتو له مخې هغه څلور پاکستانیان نیولي، چې د افغانستان له لارې يې اروپا ته د غیري قانوني تګ هڅه کوله. نیول شوي کسان د پېښور، باجوړ او مردان اوسېدونکي دي.

سرچینو د افغانستان انټرنشنل ـ پښتو خبریال جواد شينواري ته د شنبه په ورځ (د چنګاښ ۲۱مه) ویلي، چې نیول شویو ۴ کسانو پر دوو پاسپورټونو د تاجکستان وېزې قصدا پاکې کړي؛ څو د امېګرېشن چارواکي تېروتنه وکړي او د افغانستان له لارې غيرې قانوني اروپا ته ولاړ شي.

سرچینو زياته کړې، چې د نیول شویو کسانو څخه تر پلټنو وروسته د انساني قاچاق هغه دوه رهبري کوونکي هم نیول شوي، چې له دې کسانو يې پيسې اخیستې وې.

د معلوماتو له مخي، چې د انساني قاچاق د دوو رهبري کوونکو کسانو سره ۱ لک ۵۴ زره کالدارۍ، په ټلیفون کې پيغامونه او د غير قانوني امېګرېشن د هڅو اسناد هم نیول شوي دي.

د پاکستان انساني قاچاق ضد ادارې ویلي، چې د نیول شویو کسانو د سفر مخه یې نیولې او اړوندو ادارو ته یې سپارلي دي.

دغه ادارې ډاډ وړاندې کړی، چې د دې کسانو د اصلي شبکې د پيدا کېدو هڅې يې شروع کړي.

ډېری کسان وايي، چې د افغانستان د جمهوریت تر سقوط وروسته ډېرو پاکستانیانو د افغانانو په نوم اروپا او نورو هېوادونو ته تللي او یا یې د تګ هڅې کړي.

نوی اقتصادي پرمختګ؛ افغانستان او پاکستان ترمنځ سوداګري یو میلیارد ډالرو ته رسېدلې

۲۱ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۱۲ جولای ۲۰۲۵، ۱۸:۱۶ GMT+۱

د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت د معلوماتو له مخې، د ۲۰۲۵ کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګرۍ کچه نږدې یو میلیارد ډالرو ته رسېدلې.

راپور ښيي چې په دې موده کې د دواړو هېوادونو ترمنځ دوه‌اړخیزه سوداګري ۹۸۹ میلیونه ډالرو ته رسېدلې، چې له دې څخه ۲۷۷ میلیونه ډالر د افغانستان صادارات او ۷۱۲ میلیونه ډالرو په ارزښت له پاکستانه واردات شوي.

افغانستان له پاکستانه سیله وریجې، درمل، بوره، د پنځو صنعتونو لپاره خام مواد او د پنبې ټوکران وارد کړي؛ خو پاکستان ته یې پنبې، د ډبرو سکاره، پیاز، رومیان، ممیز او ماش صادرې کړي دي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند عبدالسلام جواد د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ ترکیب مهم وباله او ویې ویل چې دا تبادلې د دواړو هېوادونو د اقتصاد لپاره ارزښتناکه ده.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونه وایي چې دا مهال سوداګري د چمن، سپین بولدک، تورخم او ډنډپټان له لارې ترسره کېږي. د دې خونې غړي خان جان الکوزي ویلي، که څه هم د غلام خان لار لا هم تړلې ده، خو د تېر کال په پرتله روان سوداګریز وضعیت ښه شوی دی.

همداراز، د کرنې او مالدارۍ خونې لومړي مرستیال میرویس حاجي زاده له افغان حکومت څخه وغوښتل چې له پاکستان سره اقتصادي اړیکې لا پراخې کړي. هغه وویل: "پاکستان د افغانستان لپاره مهم بازار دی، او ډېر هغه کرنیز توکي چې افغانستان ته اړتیا ده، په دغه هېواد کې پیدا کېږي. د سوداګریزو اړیکو د پیاوړتیا لپاره رغنده تعامل اړین دی."

افغانستان او پاکستان له اوږدې مودې راهیسې نږدې اقتصادي او سوداګریزې اړیکې لري، چې د جغرافیایي نږدېوالي، ګډو کلتوري ارزښتونو او د ترانزیتي لارو له امله پیاوړې شوې دي. که څه هم سیاسي کړکېچونه او ډيورنډ کرښې ته نږدې ستونزې وخت ناوخت پر دې اړیکو منفي اغېز کړی، بیا هم دواړو هېوادونو هڅه کړې چې دوه‌اړخیزه سوداګریز تعاملات وساتي.

طالبان: تېره ورځ له ایران او پاکستان څخه له ۲۹ زرو څخه ډېر افغان کډوال راستانه کړل شوي

۲۱ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۱۲ جولای ۲۰۲۵، ۱۶:۲۸ GMT+۱

د طالبانو د کډوالو ستونزو ته د رسېدو کمېسیون ویلي، چې د جمعې په ورځ ۲۹ زره او ۳۸۲ کډوال د هرات د اسلام کلا، د نیمروز د ورېښو پله د ننګرهار د تورم، د کندهار د سپین بولدک او د پکتیکا د انګور اډې له لارو هېواد ته راستانه کړل شوي.

د طالبانو د کډوالو ستونزو ته د رسېدو کمېسیون ویلي، چې د ایران څخه په جبري توګه د افغان کډوالو د راستنولو لړۍ چټکه شوي او تېره ورځ د هرات د اسلام کلا له لارې ۳۶۷۰ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۲۱،۸۸۱ کسان و په جبري توګه هېواد ته راستنې شوې دي.

دغه کمېسیون د کډوالو د رستنېدو په اړه په خپل ورځنې راپور کې ویلي، چې په همدې ورځ ایران د نیمروز د ورېښم پله له لارې هم ۷،۲۷۴ تنه افغان کډوال راستانه کړې دي.

یاد کمېسیون ویلي، چې تېره ورځ د تورخم، سپین بولدک او انګور اډې له لارې پاکستان هم نږدې ۱۰۰۰ تنه افغان کډوال راستانه کړې دي.

له ایران څخه د افغان کډوالو د راشړلو لړۍ چټکوالي سره هممهاله د کډوالو لپاره ملګرو ملتونو نړۍ‌وال سازمان خبرداری ورکړی چې ښايي سږ کال درې میلیونه افغان کډوال له ایران او پاکستان څخه خپل هېواد ته ستانه کړای شي. د یادې ادارې یوه چارواکي ویلي، د کډوالو دا پراخه ستنېدنه به افغانستان کې انساني ناورین لا ډېر کړي.

د ایران د ولسمشر مرستیاله: نور په ایران کې د افغان کډوالو د کوربتوب ظرفیت نه لرو

۲۱ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۱۲ جولای ۲۰۲۵، ۱۵:۴۰ GMT+۱

د ښځو په چارو کې د ایران د ولسمشر مرستیالې ویلي، چې د افغان کډوالو د ستنولو بهیر له درناوي سره دوام لري. نوموړې ویلي، چې ایران نور د دغو ناقانونه کډوالو د کوربتوب ظرفیت نه لري.

د ښځو په چارو کې د ایران د ولسمشر مرستیالې زهرا بهروزاذر د شنبې په ورځ په دوغارون کې د افغان کډوالو د ستنولو له بهیره له نږدې لېدنه کړې او وايي افغان کډوال په خورا درناوي سره ستنول کیږي.

نوموړې ویلي:«په ایران کې د ناقانونه افغان کډوالو د پاتې کېدو لپاره شرایط نه دي مساعد او دا کسان د عزت او درناوي په فضا کې له ایران څخه وځي.»

نوموړې زیاتوي، چې د ایران په پولو کې د افغان کډوالو ستنولو بهیر کې هېڅ ډول ستونزې نشته، خو د افغانستان لورې ته د ستونزو شتون د دې لامل شوی، چې د ستنولو بهیر کې ځیني وړې ستونزې رامنځته کیږي.

بهروزاذر زیاتوي:«د ایران حکومت هڅه کوي، څو ډاد ترلاسه کړې، چې د ناقانونه کډوالو د ستونولو پروسه په سوله ییزه توګه ترسره شي، ځکه نور موږ د دې خلکو د کوربه‌توب ظرفیت نه لرو.»

پر همدغه مهال نوموړې ویلي، چې افغان کډوال د قانون له مخې، له ایران څخه د وتلو پرمهال د خپلو ټولو وسایلو د اېستلو حق لري.

خو پر همدغه مهال هغه افغان کډوال چې له ایران څخه په جبري توګه راستنول کیږي وايي، د ایران حکومت او خلک له افغان کډوالو سره د سپکاوي ډک چلند تر څنګ افغانستان ته د دوی د سرمایو د انتقال اجازه هم نه ورکوي.

له ایران څخه د افغانانو اېستل؛ د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې هرات ته سفر وکړ

۲۱ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۱۲ جولای ۲۰۲۵، ۱۵:۴۰ GMT+۱

د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې روزا اوتونبایوا په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمیشنرۍ استازي عرفات جمال سره هرات ته سفر کړی. اوتونبایوا په هرات کې د طالبانو له والي سره په لیدنه کې ویلي هغه د افغانستان په لویدیځ کې د اسلام کلا پولې ته د لیدنې لپاره راغلې.

هرات کې د طالبانو د والي دفتر ویلي، د یوناما مشر ژمنه کړې چې هڅه به وکړي د اړوندو نړیوالو ادارو سره کار وکړي، څو د راستنېدونکو کډوالو غږ د نړیوالې ټولنې غوږونو ته ورسوي او د دې بهیر د ښه تنظیم لپاره لازمه همکاري برابر شي.

د هرات والي نور احمد اسلام جار، له د یوناما له مشر څخه وغوښتل چې د افغان کډوالو وضعیت له نږدې وڅېړي او د هغوی د اړتیاوو د پوره کولو په برخه کې لازم ګامونه پورته کړي.

تر دې وړاندې، د طالبانو د کډوالو د چارو عالي کمېسیون اعلان کړی و چې په تېرو ۱۹ ورځو کې له نیم میلیون څخه ډېر افغانان له ایران څخه اېستل شوي دي.