افغانستان له پاکستانه سیله وریجې، درمل، بوره، د پنځو صنعتونو لپاره خام مواد او د پنبې ټوکران وارد کړي؛ خو پاکستان ته یې پنبې، د ډبرو سکاره، پیاز، رومیان، ممیز او ماش صادرې کړي دي.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند عبدالسلام جواد د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ ترکیب مهم وباله او ویې ویل چې دا تبادلې د دواړو هېوادونو د اقتصاد لپاره ارزښتناکه ده.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونه وایي چې دا مهال سوداګري د چمن، سپین بولدک، تورخم او ډنډپټان له لارې ترسره کېږي. د دې خونې غړي خان جان الکوزي ویلي، که څه هم د غلام خان لار لا هم تړلې ده، خو د تېر کال په پرتله روان سوداګریز وضعیت ښه شوی دی.
همداراز، د کرنې او مالدارۍ خونې لومړي مرستیال میرویس حاجي زاده له افغان حکومت څخه وغوښتل چې له پاکستان سره اقتصادي اړیکې لا پراخې کړي. هغه وویل: "پاکستان د افغانستان لپاره مهم بازار دی، او ډېر هغه کرنیز توکي چې افغانستان ته اړتیا ده، په دغه هېواد کې پیدا کېږي. د سوداګریزو اړیکو د پیاوړتیا لپاره رغنده تعامل اړین دی."
افغانستان او پاکستان له اوږدې مودې راهیسې نږدې اقتصادي او سوداګریزې اړیکې لري، چې د جغرافیایي نږدېوالي، ګډو کلتوري ارزښتونو او د ترانزیتي لارو له امله پیاوړې شوې دي. که څه هم سیاسي کړکېچونه او ډيورنډ کرښې ته نږدې ستونزې وخت ناوخت پر دې اړیکو منفي اغېز کړی، بیا هم دواړو هېوادونو هڅه کړې چې دوهاړخیزه سوداګریز تعاملات وساتي.
بهروزاذر زیاتوي:«د ایران حکومت هڅه کوي، څو ډاد ترلاسه کړې، چې د ناقانونه کډوالو د ستونولو پروسه په سوله ییزه توګه ترسره شي، ځکه نور موږ د دې خلکو د کوربهتوب ظرفیت نه لرو.»
پر همدغه مهال نوموړې ویلي، چې افغان کډوال د قانون له مخې، له ایران څخه د وتلو پرمهال د خپلو ټولو وسایلو د اېستلو حق لري.
خو پر همدغه مهال هغه افغان کډوال چې له ایران څخه په جبري توګه راستنول کیږي وايي، د ایران حکومت او خلک له افغان کډوالو سره د سپکاوي ډک چلند تر څنګ افغانستان ته د دوی د سرمایو د انتقال اجازه هم نه ورکوي.
په کنفرانس کې د پوهنتون استاد ډاکټر حضرت بهار هم د جلا وطنۍ په شرایطو کې د خبریالانو پر کار څېړنه کړې وه. هغه ټینګار وکړ، چې کوربه هېوادونه باید د افغان خبریالانو او څېړونکو له ظرفیتونو اغېزمنه استفاده وکړي: «ډېر افغان پوهان چې جرمني ته راغلي، لا هم د علمي فضا برخه نه دي ګرځېدلي.»
په دې کنفرانس کې څېړونکي ډاکټر کفایت حمیدي وویل: «هغه کسان چې له افغانستان سره د ژوند تجربه لري، باید یوازې د څېړنې موضوع نه، بلکې د علمي تولید اصلي محور باید وګرځي.»
د غونډې یو بل ګډونوال ابو مسلم خراساني، د افغانستان د دیني مدرسو پر تحولاتو څېړنه کړې وه. نوموړي وویل، چې اوس دیني مدرسې د ټولنیزو شبکو له لارې زرګونه بهر مېشتو افغان کډوالو ماشومانو ته انلاین زده کړې ورکوي: «دا یو مهم تحول دی، چې د دیني نظام د نوي جوړښت نښه ده.»
د خراساني د څېړنې پر بنسټ، د ۵ تر ۱۷ کلونو ترمنځ زرګونه ماشومان، چې په اروپا او امریکا کې ژوند کوي، له افغانستان څخه انلاین دیني زده کړې ترلاسه کوي او د دوی په منځ کې د نجونو شمېر هم د پام وړ دی.
په دغه علمي ناسته کې د افغان څېړونکو او خبریالانو لپاره د فعالیت دوامداره فرصتونو رامنځته کولو، د تبعید په حال کې د علمي تولید پېژندلو، د پالیسۍ جوړونې او د علم پر بنسټ د کډوالو اړتیاوو د ارزونې پر اړتیا ټینګار وشو.