• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبانو ویلي چې د راستنو شویو کډوالو د اولادونو زده کړو ته ژمن دي

۲۲ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۱۳ جولای ۲۰۲۵، ۱۲:۵۸ GMT+۱تازه شوی: ۲۲ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۱۳ جولای ۲۰۲۵، ۱۴:۰۸ GMT+۱

د طالبانو د پوهنې وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، چې له ګاونډیو هېوادونو څخه د راستنو شویو کډوالو د اولادونو د ښوونې او روزنې مسوولیت پر غاړه اخلي او راستانه شوي زده کوونکي به په رسمي ښوونځیو، دارالعلومونو، مدرسو او خصوصي تعلیمي بنسټونو کې جذب کړي.

خو د طالبانو پوهنې وزارت د هغه نجونو د زده کړو دوام په اړه چې په ایران او پاکستان کې له شپږم ټولګې پورته او یا هم پوهتونونو کې یې زده کړې کولې، څه نه دي ویلي.

ترویج لرونکی

د پاکستان د پوځ ویاند: افغان طالبان زموږ پر وړاندې «زموږ د بچو غوندې» ښکاري
۱

د پاکستان د پوځ ویاند: افغان طالبان زموږ پر وړاندې «زموږ د بچو غوندې» ښکاري

۲

روسیې له هېوادونو غوښتي چې له کیف نه خپل ډیپلوماتان ژر تر ژره وباسي

۳
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۴
څېړنیز راپور

۱۰۷ زره دُرې؛ د طالبانو د عدلي نظام په چوکاټ کې د بدني سزاوو پراخه لړۍ

۵

په برېتانیا کې د افغانانو د ډله‌ییزې اېستنې غوښتونکی نوماند تعلیق شو

•
•
•

نور کیسې

هیګسټ: که ټرمپ ولسمشر وای له افغانستان نه به وتل داسې ناڅاپي او بې‌پلانه نه وای

۲۲ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۱۳ جولای ۲۰۲۵، ۱۲:۴۰ GMT+۱

د امریکا دفاع وزیر پیټ هیګسټ له افغانستان نه د امریکایي ځواکونو وتل یو "غموونکی او بوږنوونکی شاتګ" بللی دی. نوموړي دغه پرېکړه د امریکا د بهرنۍ پالیسۍ د ناکامۍ روښانه بیلګه وبلله او ټینګار یې وکړ چې دا وتل باید "مشروط" وای او دومره بې پلانه او ناڅاپي نه وای.

هیګسټ، چې د یکشنبې په ورځ یې د امریکا د فلوریډا ایالت په یوه غونډه کې وینا کوله، وویل، « زما نسل دوه لسیزې په افغانستان، عراق او نورو ځایونو کې د نورو هېوادونو له سرحدونو دفاع وکړه. اوس وخت رارسېدلی چې د خپل کور سرحدونه خوندي کړو».

نوموړي څرګنده کړه چې له افغانستان نه د وتلو پریکړه سیاسي ناکامي وه، نه پوځي او زیاته یې کړه: « که ډونالډ ټرمپ ولسمشر وای، دا ډول وتل به هېڅکله نه وای ترسره شوي».

د هغه په باور، دې ناسنجول شوې پرېکړې د نړۍ په کچه امریکا ته بدنامي راوړه او د امریکا نړیوال حیثیت یې زیانمن کړ.

هیګسټ دا هم وویل چې له دې وتلو وروسته، نړۍ کې ستر بدلونونه پېښ شول، لکه پر اوکراین د روسیې یرغل او پر اسراییل د حماس برید، چې ښايي دا ټول د امریکا د کمزوري دریځ پایلې وي.

نوموړي ټینګار وکړ چې وتل باید « پړاویز، مشروط، او له حساب و‌کتاب سره ترسره شوي وای، نه داسې بې‌نظمه، غیرمسولانه او بوږنوونکي».

ده وویل چې « سوله د ځواک له لارې راځي. موږ نور نظامي مداخلو او ملت جوړونې ته اړتیا نه لرو».

تر دې وړاندې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ هم له افغانستان نه د بایډن د ادارې له خوا د ځواکونو اېستل په پرله‌پسې ډول غندلي. هغه دغه عمل " بیړنی او بې‌پلانه" بللی و.

ټرمپ تل ټینګار کړی چې که دی واکمن وای، نو له افغانستان نه به د وتلو بهیر په بشپړ ډول منظم، مشروط او له پلان سره سم ترسره شوی وای. هغه په مکرر ډول د بګرام هوايي ډګر پر له لاسه ورکولو او د طالبانو لاس ته د امریکايي وسلو پر لوېدو حسرت ښودلی.

طالبانو د کابل ۱۲ مې ناحیې په عامه کتابتون کې د ماشومانو څانګه پرانېسته

۲۲ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۱۳ جولای ۲۰۲۵، ۱۲:۲۵ GMT+۱

د طالبانو اطلاعاتو او کلتور وزارت د هنر او کلتور معينيت اړوند د عامه کتابتونونو رياست وايي، چې د ښار د ۱۲مې ناحیې په عامه کتابتون کې یې د ماشومانو څانګه پرانېستې ده. په دغه کتابتون کې د ماشومانو د کيسو کتابونه اېښودل شوي او په يوه وخت کې د ۲۰۰ مطالعه کوونکو ظرفیت لري.

دغه څانګه چې د ماشومانو لپاره یو ځانګړی تالار هم لري، څه موده وړاندې د «شانتي رضاکاره ټولنې يا اس‌وي‌اې» له خوا رغول شوې ده.

طالب چارواکي وايي، د کابل ښار د دوولسمې ناحیې په عامه کتابتون کې د ماشومانو د کېسو پر کتابونو سربېره د ښوونځي کتابونه او ساينسي او د ديني علومو، اقتصاد، مديريت، ادبياتو کتابونه او مجلې هم د مطالعې لپاره ایښودل شوي.

د يادې څانګې په پرانيست‌غونډه کې د طالبانو اطلاعاتو او کلتور وزارت د هنر او کلتور معين عتیق الله عزیزي د مطالعې د دغه شان مرکزونو پرانیستل د خلکو په ځانګړې توګه د ماشومانو د بوختیا او د هغوی د استعدادنو د ودې لپاره ارزښتناک بللي او په تعلیمي او کلتوري برخو کې یې د «شانتي رضاکاره ټولنې» فعالیتونه ستایلي دي.

د طالبانو د هنر او کلتور معیین زیاته کړې، چې دوی هڅه کوي د مرستندویو بنسټونو په همکارۍ، د کابل په ټولو ناحیو کې د ماشومانو لپاره د مطالعې دغه شان مرکزونه پرانیزي.

د رسمي شمېرو له مخې، اوسمهال د عامه کتابتونونو رياست تر چتر لاندې د هېواد په کچه ۹۸ عامه کتابتونونه فعالیت لري، چې له دې جملې ۱۲ کتابتونونه د کابل په مرکز او ولسوالیو کې دي.

د یادونې وړ ده، چې د طالبانو په راتګ سره دې ډلې پر بېلابېلو کتابونو بندیزونه لګولي او د خپلې خوښې همفکره لیکوالانو کتابونو ته د چاپ اجازه ورکوي.

طالبان د بهرنيو سیلانيانو د امنيت او ويزو په برخو کې اسانتیاوې راولي

۲۲ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۱۳ جولای ۲۰۲۵، ۱۱:۵۸ GMT+۱

د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت وايي، ددې ډلې د بهرنیو چارو وزارت په ګډون د امنيتي ادارو ترمنځ د بهرنیو سیلانيانو د امنيت په موخه غونډه کې د ویزو، د هوټلدارۍ او ګرځندوی انسټېټيوټ د فعاليتونو پياوړتیا او سیلانيانو ته د تفريحي سيمو ورپېژندلو په تړاو خبرې شوې دي.

د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت ویاند خبیب غفران نن یکشنبه، د چنګاښ ۲۲مه، وویل، چې ددې ډلې د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ګرځندوی، مالي او اداري چارو معيین قدرت ‌الله جمال په مشرۍ د سیلانيانو د امنيت تامينولو او د اسانتیاوو برابرولو په موخه د بهرنيو چارو،کورنيو چارو وزارتونو او امنيتي ادارو استازو ترمنځ د همغږۍ غونډه کې خبرې شوې دي.

د یاد وزارت ویاند په وینا، په یاده غونډه کې بهرنيو سیلانيانو ته د ډاډمن امنيت برابرولو، د ويزو په برخه کې د لازمو اسانتیاوو رامنځته کولو او د هوټلدارۍ او ګرځندوی انسټېټيوټ د فعاليتونو د پياوړتیا تر څنګ بهرنيو سیلانيانو ته د هېواد د تفريحي سيمو ورپېژندلو په اړه هم خبرې وشوې.

د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ګرځندوی، مالي او اداري چارو معين قدرت ‌الله جمال ویلي:« د اطلاعاتو او کلتور وزارت هڅه کوي، چې د سيلانيانو ستونزې ژر تر ژره حل کړي او ورته اړينې اسانتياوې برابرې کړي.»

نوموړي زياته کړې چې د وزارتونو تر منځ د ګډې همغږۍ له لارې بايد دغه اسانتياوې برابرې شي.

افغانستان ته د سیلانیانو ورو ورو راتګ د طالبانو حکومت لپاره د یوې ستراتیژیکې هڅې په توګه لیدل کېږي، چې غواړي له اوږدې نړۍوالې انزوا وروسته ځان ته ښه انځور جوړ کړي.

سربېره پر دې، د طالبانو حکومت د نړۍوالو مرستو بندېدو او اقتصادي بحران له کبله په ګران حالت کې دی، خو له دې سره هم غواړي نړۍوالو ته وښيي، چې افغانستان بیا خوندي شوی او د سفر وړ دی.

په امریکا کې د افغانانو د لنډمهالي خونديتوب وضعیت سبا پای ته رسیږي

۲۲ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۱۳ جولای ۲۰۲۵، ۱۱:۴۵ GMT+۱

افغان وګړو ته د امریکا ورکړل شوی موقت محافظتي وضعیت سبا دوشنبه، د چنګاښ پر۲۳مه پای ته رسېږي. د دې پریکړې له مخې، هغه افغانان چې تر اوسه یې د پناه غوښتنې یا دايمي اقامت لپاره رسمي غوښتنلیک نه دی ورکړی، د کار یا سفر قانوني اجازه نه لري او له امریکا د اخراج خطر ور ته متوجه دی.

نوموړی زیاتوي، « کله چې امریکا خپله د افغانستان لپاره د خوړو مرسته بندوي، ځکه طالبان یې د ترهګریزو اهدافو لپاره کاروي، نو بیا څنګه ویلی شو چې افغانستان خوندي دی؟».

په مقابل کې، د امریکا د کورني امنیت وزیرې کریستي نوم ادعا کړې چې د افغانستان امنیتي او اقتصادي وضعیت ښه شوی او له همدې امله نور د افغانانو د پاتې کېدو لپاره کومه پلمه نشته. نوموړې ویلي چې د بېرته ستنیدو پر وړاندې هېڅ مانع نشته.

خو عبدل فراجي ټینګار کوي چې ډېر افغانان د قانوني بهیرونو په اړه معلومات نه لري او نه مالي امکانات، څو یو وکیل وګوماري.

نوموړی وايي: «موږ زرګونه افغانان لرو چې له امریکایي ځواکونو سره یې اوږه په اوږه د ترهګرو ډلو پر ضد جګړه کړې. ډېر یې د امریکا سفارتونو او ادارو کارکوونکي وو. افغانستان په ناڅاپي ډول سقوط وکړ او دوی له هېڅ انتخاب پرته پاتې شول».

نوموړی خبرداری ورکوي چې د سیمې ناامنه وضعیت د افغان کډوالو تر منځ د رواني فشارونو لامل شوی، چې ځینو یې حتا ځان‌وژنې کړې دي. نوموړی زیاتوي چې زرګونه کسان د خپلې راتلونکې په اړه بې‌باوره دي او له رواني بحران سره مخ دي.

د راپورونو له مخې، تر اوسه نږدې شل زره افغانانو ته د امریکا دايمي اقامت ورکړل شوی، خو زرګونه نور لا هم د ایستل کېدو له ګواښ سره مخ دي.

سپینه ماڼۍ: د امریکا بشري مرستې د افغانانو پرځای طالبانو ته رسېدې

۲۲ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۱۳ جولای ۲۰۲۵، ۱۱:۲۶ GMT+۱

د سپیني ماڼۍ مطبوعاتي دفتر ویلي، داسې شواهد په لاس کې لري، چې له مخې یې د امریکا له مالیه ورکوونکو تمویلېدونکې مرستې په منظم ډول د طالبانو جیبونو ته تللې او دغه مرستې په منظم ډول افغانانو ته نه رسېدلې.

واشنګټن پوسټ په خپل یوه راپور کې ویلي، چې د امریکا د مرستو له قطع کېدو وروسته په افغانستان کې لوږه مخ پر زیاتېدو ده او روغتیايي سیستم له خورا بد وضعیت سره مخ دی.

یو شمېر ډاکټرانو ویلي، چې په روغتونو کې د درد ضد عادي درملو تر څنګ د سرطان درملو له کمښت سره مخ دي او ناروغان اړ دي چې خپل درمل له بازاره وپیري.

په راپور کې ویل شوي، چې د امریکا د مرستو له پرې کېدو وروسته د افغانستان په ګڼو ولایتونو کې ګرځند کلینیکونه بند شوي او خلکو د درملو پر ځای دودیزو دعاوو او استخارو ته مخه کړې ده.

د روغتیا نړیوال سازمان وړاندې ویلي و، چې د ټرمپ له خوا د بشري مرستو له بندېدو وروسته په افغانستان کې ۴۲۰ روغتیايي مرکزونو خپل خدمات درولي چې له امله یې له ۳ مېلیونه ډېر خلک له روغتیايي خدماتو بې برخې شوي دي.

پر همدغه مهال د ملګرو ملتونو د خوړو سازمان ویلي، چې د ټرمپ له پرېکړې وروسته اوس د ۱۰ میلیونه اړمنو خلکو له ډلې یو مېلون ته مرستې رسوي.

د دغه سازمان مشر جان ایلیف ویلي:«په ۲۰۲۵ کې په افغانستان کې تر ټولو لوړه اندازه شدیده خوارځواکي ثبت شوې. تصور وکړئ، ماشومان مو کلینیک ته وړئ، خو کلینیک تړلی وي.»

خو سپینه مانۍ وايي، ځکه یې پر افغانستان بشري مرستې بندې کړې، چې یادې مرستې د اړمنو خلکو پر ځای د طالبانو لاس ته لوېدې.

سپینې مانې ویلي:« موږ کافي شواهد لرو چې ښيي د امریکا د مالیه ورکوونکو مرسته شوې پیسې به په منظم ډول د طالبانو لاس ته لویدې او ولس ته نه رسېدې.»

د امریکا د مرستو له پرې کېدو سره اوس د افغانستان روغتيايي نظام له سقوط او خلک د لوږې له بحران سره مخ دي.