• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبانو د کابل ۱۲ مې ناحیې په عامه کتابتون کې د ماشومانو څانګه پرانېسته

۲۲ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۱۳ جولای ۲۰۲۵، ۱۲:۲۵ GMT+۱

د طالبانو اطلاعاتو او کلتور وزارت د هنر او کلتور معينيت اړوند د عامه کتابتونونو رياست وايي، چې د ښار د ۱۲مې ناحیې په عامه کتابتون کې یې د ماشومانو څانګه پرانېستې ده. په دغه کتابتون کې د ماشومانو د کيسو کتابونه اېښودل شوي او په يوه وخت کې د ۲۰۰ مطالعه کوونکو ظرفیت لري.

دغه څانګه چې د ماشومانو لپاره یو ځانګړی تالار هم لري، څه موده وړاندې د «شانتي رضاکاره ټولنې يا اس‌وي‌اې» له خوا رغول شوې ده.

طالب چارواکي وايي، د کابل ښار د دوولسمې ناحیې په عامه کتابتون کې د ماشومانو د کېسو پر کتابونو سربېره د ښوونځي کتابونه او ساينسي او د ديني علومو، اقتصاد، مديريت، ادبياتو کتابونه او مجلې هم د مطالعې لپاره ایښودل شوي.

د يادې څانګې په پرانيست‌غونډه کې د طالبانو اطلاعاتو او کلتور وزارت د هنر او کلتور معين عتیق الله عزیزي د مطالعې د دغه شان مرکزونو پرانیستل د خلکو په ځانګړې توګه د ماشومانو د بوختیا او د هغوی د استعدادنو د ودې لپاره ارزښتناک بللي او په تعلیمي او کلتوري برخو کې یې د «شانتي رضاکاره ټولنې» فعالیتونه ستایلي دي.

د طالبانو د هنر او کلتور معیین زیاته کړې، چې دوی هڅه کوي د مرستندویو بنسټونو په همکارۍ، د کابل په ټولو ناحیو کې د ماشومانو لپاره د مطالعې دغه شان مرکزونه پرانیزي.

د رسمي شمېرو له مخې، اوسمهال د عامه کتابتونونو رياست تر چتر لاندې د هېواد په کچه ۹۸ عامه کتابتونونه فعالیت لري، چې له دې جملې ۱۲ کتابتونونه د کابل په مرکز او ولسوالیو کې دي.

د یادونې وړ ده، چې د طالبانو په راتګ سره دې ډلې پر بېلابېلو کتابونو بندیزونه لګولي او د خپلې خوښې همفکره لیکوالانو کتابونو ته د چاپ اجازه ورکوي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۵

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

•
•
•

نور کیسې

طالبان د بهرنيو سیلانيانو د امنيت او ويزو په برخو کې اسانتیاوې راولي

۲۲ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۱۳ جولای ۲۰۲۵، ۱۱:۵۸ GMT+۱

د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت وايي، ددې ډلې د بهرنیو چارو وزارت په ګډون د امنيتي ادارو ترمنځ د بهرنیو سیلانيانو د امنيت په موخه غونډه کې د ویزو، د هوټلدارۍ او ګرځندوی انسټېټيوټ د فعاليتونو پياوړتیا او سیلانيانو ته د تفريحي سيمو ورپېژندلو په تړاو خبرې شوې دي.

د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت ویاند خبیب غفران نن یکشنبه، د چنګاښ ۲۲مه، وویل، چې ددې ډلې د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ګرځندوی، مالي او اداري چارو معيین قدرت ‌الله جمال په مشرۍ د سیلانيانو د امنيت تامينولو او د اسانتیاوو برابرولو په موخه د بهرنيو چارو،کورنيو چارو وزارتونو او امنيتي ادارو استازو ترمنځ د همغږۍ غونډه کې خبرې شوې دي.

د یاد وزارت ویاند په وینا، په یاده غونډه کې بهرنيو سیلانيانو ته د ډاډمن امنيت برابرولو، د ويزو په برخه کې د لازمو اسانتیاوو رامنځته کولو او د هوټلدارۍ او ګرځندوی انسټېټيوټ د فعاليتونو د پياوړتیا تر څنګ بهرنيو سیلانيانو ته د هېواد د تفريحي سيمو ورپېژندلو په اړه هم خبرې وشوې.

د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ګرځندوی، مالي او اداري چارو معين قدرت ‌الله جمال ویلي:« د اطلاعاتو او کلتور وزارت هڅه کوي، چې د سيلانيانو ستونزې ژر تر ژره حل کړي او ورته اړينې اسانتياوې برابرې کړي.»

نوموړي زياته کړې چې د وزارتونو تر منځ د ګډې همغږۍ له لارې بايد دغه اسانتياوې برابرې شي.

افغانستان ته د سیلانیانو ورو ورو راتګ د طالبانو حکومت لپاره د یوې ستراتیژیکې هڅې په توګه لیدل کېږي، چې غواړي له اوږدې نړۍوالې انزوا وروسته ځان ته ښه انځور جوړ کړي.

سربېره پر دې، د طالبانو حکومت د نړۍوالو مرستو بندېدو او اقتصادي بحران له کبله په ګران حالت کې دی، خو له دې سره هم غواړي نړۍوالو ته وښيي، چې افغانستان بیا خوندي شوی او د سفر وړ دی.

په امریکا کې د افغانانو د لنډمهالي خونديتوب وضعیت سبا پای ته رسیږي

۲۲ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۱۳ جولای ۲۰۲۵، ۱۱:۴۵ GMT+۱

افغان وګړو ته د امریکا ورکړل شوی موقت محافظتي وضعیت سبا دوشنبه، د چنګاښ پر۲۳مه پای ته رسېږي. د دې پریکړې له مخې، هغه افغانان چې تر اوسه یې د پناه غوښتنې یا دايمي اقامت لپاره رسمي غوښتنلیک نه دی ورکړی، د کار یا سفر قانوني اجازه نه لري او له امریکا د اخراج خطر ور ته متوجه دی.

نوموړی زیاتوي، « کله چې امریکا خپله د افغانستان لپاره د خوړو مرسته بندوي، ځکه طالبان یې د ترهګریزو اهدافو لپاره کاروي، نو بیا څنګه ویلی شو چې افغانستان خوندي دی؟».

په مقابل کې، د امریکا د کورني امنیت وزیرې کریستي نوم ادعا کړې چې د افغانستان امنیتي او اقتصادي وضعیت ښه شوی او له همدې امله نور د افغانانو د پاتې کېدو لپاره کومه پلمه نشته. نوموړې ویلي چې د بېرته ستنیدو پر وړاندې هېڅ مانع نشته.

خو عبدل فراجي ټینګار کوي چې ډېر افغانان د قانوني بهیرونو په اړه معلومات نه لري او نه مالي امکانات، څو یو وکیل وګوماري.

نوموړی وايي: «موږ زرګونه افغانان لرو چې له امریکایي ځواکونو سره یې اوږه په اوږه د ترهګرو ډلو پر ضد جګړه کړې. ډېر یې د امریکا سفارتونو او ادارو کارکوونکي وو. افغانستان په ناڅاپي ډول سقوط وکړ او دوی له هېڅ انتخاب پرته پاتې شول».

نوموړی خبرداری ورکوي چې د سیمې ناامنه وضعیت د افغان کډوالو تر منځ د رواني فشارونو لامل شوی، چې ځینو یې حتا ځان‌وژنې کړې دي. نوموړی زیاتوي چې زرګونه کسان د خپلې راتلونکې په اړه بې‌باوره دي او له رواني بحران سره مخ دي.

د راپورونو له مخې، تر اوسه نږدې شل زره افغانانو ته د امریکا دايمي اقامت ورکړل شوی، خو زرګونه نور لا هم د ایستل کېدو له ګواښ سره مخ دي.

سپینه ماڼۍ: د امریکا بشري مرستې د افغانانو پرځای طالبانو ته رسېدې

۲۲ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۱۳ جولای ۲۰۲۵، ۱۱:۲۶ GMT+۱

د سپیني ماڼۍ مطبوعاتي دفتر ویلي، داسې شواهد په لاس کې لري، چې له مخې یې د امریکا له مالیه ورکوونکو تمویلېدونکې مرستې په منظم ډول د طالبانو جیبونو ته تللې او دغه مرستې په منظم ډول افغانانو ته نه رسېدلې.

واشنګټن پوسټ په خپل یوه راپور کې ویلي، چې د امریکا د مرستو له قطع کېدو وروسته په افغانستان کې لوږه مخ پر زیاتېدو ده او روغتیايي سیستم له خورا بد وضعیت سره مخ دی.

یو شمېر ډاکټرانو ویلي، چې په روغتونو کې د درد ضد عادي درملو تر څنګ د سرطان درملو له کمښت سره مخ دي او ناروغان اړ دي چې خپل درمل له بازاره وپیري.

په راپور کې ویل شوي، چې د امریکا د مرستو له پرې کېدو وروسته د افغانستان په ګڼو ولایتونو کې ګرځند کلینیکونه بند شوي او خلکو د درملو پر ځای دودیزو دعاوو او استخارو ته مخه کړې ده.

د روغتیا نړیوال سازمان وړاندې ویلي و، چې د ټرمپ له خوا د بشري مرستو له بندېدو وروسته په افغانستان کې ۴۲۰ روغتیايي مرکزونو خپل خدمات درولي چې له امله یې له ۳ مېلیونه ډېر خلک له روغتیايي خدماتو بې برخې شوي دي.

پر همدغه مهال د ملګرو ملتونو د خوړو سازمان ویلي، چې د ټرمپ له پرېکړې وروسته اوس د ۱۰ میلیونه اړمنو خلکو له ډلې یو مېلون ته مرستې رسوي.

د دغه سازمان مشر جان ایلیف ویلي:«په ۲۰۲۵ کې په افغانستان کې تر ټولو لوړه اندازه شدیده خوارځواکي ثبت شوې. تصور وکړئ، ماشومان مو کلینیک ته وړئ، خو کلینیک تړلی وي.»

خو سپینه مانۍ وايي، ځکه یې پر افغانستان بشري مرستې بندې کړې، چې یادې مرستې د اړمنو خلکو پر ځای د طالبانو لاس ته لوېدې.

سپینې مانې ویلي:« موږ کافي شواهد لرو چې ښيي د امریکا د مالیه ورکوونکو مرسته شوې پیسې به په منظم ډول د طالبانو لاس ته لویدې او ولس ته نه رسېدې.»

د امریکا د مرستو له پرې کېدو سره اوس د افغانستان روغتيايي نظام له سقوط او خلک د لوږې له بحران سره مخ دي.

د اوبو ناورین؛ د پنجشېر د اوبو انتقال ته بودجه نشته او د شاه توت پروژه شپږ کاله وخت اخلي

۲۲ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۱۳ جولای ۲۰۲۵، ۱۰:۴۶ GMT+۱

د طالبانو تر واک لاندې د مرکزي زون د اوبو رسونې او کانالیزاسیون رییس وايي چې په راتلونکو شپږو کلونو کې به د شاه توت بند چارې تکمیل شي، خو وايي، د پنجشیر د اوبو د لېږد پروژې لپاره بودجې ته اړتیا ده. د اوبو د چارو کارپوهان وايي، د کابل اوبه وچیږي او شپږ کاله انتظار ډېر وخت دی.

د طالبانو د مرکزي زون د اوبو رسونې او کانالیزاسیون رییس شفیع الله ذاهدي له ملي ټلوېزیون سره په مرکه کې وویل، چې د اوږد مهال لپاره کابل ته له پنجشېره د اوبو لېږد پروژې ترڅنګ د شاه توت بند له جوړېدو وروسته به د کابل د اوبو ستونزه په اساسي ډول حل شي.

شفیع الله ذاهدي وویل:« د پنجشېر د اوبو په انتقال کې د اوبو او انرژۍ وزارت پروژه ده او دا اوبه چې کابل ته راورسیږي بیا ددې اوبو تقسیم زموږ د ادارې مسوولیت دی او بله دا چې د شاتوت بند پروژه منظور شوې او دا پروژه به په شپږو کالو کې تکمیل شي، بیا موږ ددې د وېشلو لپاره طرحو باندې کار روان دی.»

نوموړی وايي، چې د طالبانو اداره په دې برخه کې لنډمهالي، منځمهالي او اوږدمهالي پلانونه لري، خو وايي، افشارو کې د اوبو پروژې کې اوبه له ۵۰ مترۍ نه ۲۰۰ مترۍ ته ټیټې شوې، خو اوس د بګرامیو پروژې د اوبو ظرفیت ښه دی او د ښار مرکزي سیمو ته به ترې اوبه انتقال شي.

نوموړي دغه راز د علاءالدین د اوبو پروژې یادونه هم وکړه، خو وايي، چې دا اوبه کافي نه دي، ځکه له دې شبکې ډېر مشترکین بهر دي او یوازې ۷۰ زره کسانو ته کارول کېدای شي.

دغه طالب چارواکی وايي، چې دوی له مرستندویه ادارو سره په اړیکه کې دي، چې اړتیاوړ بودجه ورته تنظیم کړي او ځینې پروژې پلې کړي.

شفیع الله ذاهدي زیاتوي چې تر اوسه پورې د مرکزي زون د اوبو رسونې او کانالیزاسیون اداره په کابل کې ۷۰ زره کورنیو ته اوبو ورکوي.

د اوبو برخې متخصص نجیب‌الله سدید افغانستان انټرنشنل ته وویل چې کابل ته د پنجشېر اوبو انتقال پروژه باید چتګه شي ځکه که دا پروژه کلونه وخت ونیسي نو په کابل کې به د اوبو سرچینې وچې شي.

نجیب الله سدید وویل:«تاسې اوس وګورئ په کابل کې خلک په شخصي ټانکرونو او بوشکو کې اوبه کورونو ته وړي، نو کابل ته د پنجشېر اوبو د انتقال پروژې د تکمیل لپاره باید شپه او ورځ کار وشي. کالونه وخت نشته بله دا چې دا پروژه ډېر سخته نه ده، باید د پایپ لاین له لارې اوبه انتقال شي او د اوبو ذخیره جوړه شي او د کابل څنډو ته اوبه ورسیږي.»

نحیب الله سدید زیاتوي چې کابل ته د بنچشېر اوبو لېږلو پروژې د ژر تکمیدلو لپاره لوی خنډ د بودجې کمښت وي.

دی همدراز وايي تر اوسه پورې په کابل کې کورونو ته نلونه نه دي تېر شوي او دا هم زیات کار او وخت ته اړتیا لري خو د کابل د اوبو د ستونزې د حل لپاره وخت نشته.

نجیب الله سدید وویل:« تر اوسه پورې په کابل کې یوازې ۳۰ فیصده نلونه کورونو ته تېر شوي دی خو هغه هم پخوا شوي دي او هغه نلونه هم ځینې مات شوی یا هم سوري شوي دي او خراب شوي دي، دا هم کالونه وخت نیسي.»

افغانستان انټرنشنل ته په دې رااستول شوې وېډیو کې د کابل د ۱۳مې ناحیې یو اوسېدونکی وایي چې له لوی اختر راهیسې د دوی په سیمه کې د څښاک اوبه وچې شوې دي.

د مرسي کورپس په نوم یو نړیوال سازمان د غبرګولي میاشتې په ترڅ کې خبرداری ورکړی و چې د کابل شاوخوا «۷مېلیونه اوسېدونکي» د اوبو د کمښت له یو جدي ناورین سره سره مخ دي. یاد سازمان ویلي، په کابل کې تر نیمايي ډېرې ژورې څا ګانې وچې شوې او ښايي تر ۲۰۳۰ کال پورې دې ښار کې اوبه په شپړه توګه وچې شي.

کندهار کې لسګونه ښځې د یوې ګولې ډوډۍ لپاره د سړک پر سر خیرات ټولوي

۲۲ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۱۳ جولای ۲۰۲۵، ۱۰:۲۴ GMT+۱
•
عبدالله همیم

په کندهار ښار کې لسګونه ښځې، چې ډېری یې ځوانې او پېغلې نجونې دي، د ښار پر سړکونو د خیرات ټولولو په تمه ناستې وي. ځینې دغه ښځې د طالبانو د مزاحمت مخنیوي لپاره له لاسګاډو سره راوځي، خو وايي، چې طالبان یې کاروبار ته هم نه پرېږدي.

د کندهار ګڼ مېشتي ښار په هره څنډه کې ښځې لیدل کیږي، خو دا ښځې پوهنتون، ښوونځي او نورو تعلیمي ادارو ته د تګ لپاه نه، بلکې د خیرات راټولولو لپاره له کورونو راوتلې دي.

دغه ښځې وايي، چې د ژوند له سختو ستونزو سره مخ دي، کار نه لري، د زده کړو حق ترې اخېستل شوی او کورنۍ یې د فقر تر کرښو لاندې ژوند کوي.

د فاطمې په نوم یوه ځوانه نجلۍ چې د کندهار ښار په یو څنډه کې د خیرات ټولولو په تمه ناسته ده، وايي:«نه ښوونځي ته تلای شو، نه کار کولی شوم. د مجبورۍ له امله دلته ناسته یم، چې خیرات راټول کړم، لږ تر لږه د کور لپاره وچه ډوډۍ برابره کړم.»

دغه ښځې وايي، له دې امله چې طالبان ورته مزاحمت ونه کړي، اړې دي چې له ځان سره یو لاسګاډی هم ولري.

100%

په داسې حال کې، چې په کندهار کې د طالبانو بشپړ حاکمیت او د امر بالمعروف او نهی عن المنکر قانون پلی دی، یو شمېر دغه خیرات ټولوونکې ښځې ادعا کوي، چې ډیر وخت د ځینو کسانو له لوري د جنسې ځورونې ښکار هم ګرځي.

دوی وایي، د خیرات په پلمه له کوره راوتل نه ازادي ده او نه هم د دوی خوښه ده، بلکې د یوې ګولې ډودۍ پیدا کولو له امله یې کله کله حیثیت هم قرباني کیږي.

یوې خیرات ټولوونکې ښځې چې نه غواړي نوم یې واخېستل شي ، افغانستان انټرنشنل ته وویل:«پلار مې ناروغ دی، زه ورور نه لرم، سهار له کوره راوځم او ښار کې ګرځم چې خلک مرسته راسره وکړي، خو ډیری وختونه ځینې ځوانان په بده سترګه راته ګوري او دوی زموږ له مجبوریت څخه بده استفاده کوي. ځینې کسان کور ته د تګ او یا هم موټر کې د تګ وړاندیزونه هم راته کوي.»

100%

افغانستان انټرنشنل ته په رسېدلو انځورونو کې ښکارې چې ځیني ښځې د سړک پر سر زړې جامې پلوري او له دې لارې د خپلې کورنۍ لګښتونه پوره کوي، خو دغه پلورونکې ښځې وايي، د طالبانو له خوا ورته مزاحمت کیږي او د دوی د دې کاروبار مخه نیسي.

د زرغونې په نوم د کندهار ښار اوسېدونکې وايي:«د کندهار ښار په څلورمه ناحیه کې مې دوه دوه نیم متره ځای د سړک پر غاړه نیولی دی، له کورونو مستعملې جامې راټولوم او دلته یې خرڅوم. خو د حوزې طالبان مزاحمت کوي او وايي، ښځې باید دلته کاروبار ونه کړي. زه په کور کې نارینه نه لرم مجبوره یم، زه څه وکړم؟»

زرغونه او نورې ښځې په کندهار ښار کې زړې جامې پلوري
100%
زرغونه او نورې ښځې په کندهار ښار کې زړې جامې پلوري

دغه خیرات ټولوونکې ښځې وايي، څه موده مخکې د طالبانو له خوا د دوی نوم لېکنه وشوه، چې د خیرات نه ټولولو په صورت کې له دوی سره نغدي مرستې کیږي، خو له دوو میاشتو وروسته ورسره بیا مرسته نه ده شوې.

د کندهار ښار یوه اوسېدونکي، چې نه غواړي نوم یې واخېستل شي، افغانستان انټرنشنل ته وویل:«دا ډېره د شرم وړ خبره ده، چې د طالبانو په سیاسي مرکز او د هبت الله تر ږیرې لاندې دې ښځې خیرات ټولوي. اصلا دا د شرم وړ ده.»

د کندهار ښار اوسیدونکي وايي، یادې خیرات ټولوونکې ښځې د هغو مېلیونونو کسانو بې غږه انځور دی چې د طالبانو په حکومت کې له بې عدالتی سره مخ دي.