د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر خیرالله خیرخواه د شنبه په ورځ (د چنګاښ ۲۱مه) ویلي، چې دوی د رسميت پېژندنې لپاره ټول شرایط برابر کړي او د روسیې وروستۍ پریکړې ته په اشارې یې له نورو هیوادونو وغوښتل چې د طالبانو رژیم په رسمیت وپیژني.
نوموړي د طالبانو تر واک لاندې باختر اژانس سره په یوه مرکه کې ټينګار کړی، چې د طالبانو رسميت پېژندل به د افغانستان په اقتصاد مثبت اغیزه ولري او بهرنۍ پانګونه به راجلب کړي.
هغه زیاته کړه: «نړیواله ټولنه باید واقعیتونه ومني. په افغانستان کې امنیت ټینګ شوی، د مخدره توکو تولید بند شوی او فساد له منځه تللی دی. دا لاسته راوړنې نه یوازې د افغانستان لپاره بلکې د ټولې نړۍ لپاره مهمې دي.»
د طالبانو دغه چارواکي ویلي، چې تر مسکو وروسته یې د نورو هېوادونو سره هم تعامل روان دی او دوی رسمیت پېژندنې ته نژدې شوي.
هغه ویلي: «نړۍ باید واقعیتونه درک کړي او په سم ډول قضاوت وکړي، د رسميت پېژندنې لپاره ټول شرایط موجود دي، د ډېرو هېوادونو سره تعامل روان دی او رسميت پېژندنې ته نژدې یو.»
د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزیر ادعا وکړه چې په وروستیو ۴۵ کلونو کې د لومړي ځل لپاره دا ډله توانیدلې چې د افغانستان په ټوله خاوره کې مرکزي حاکمیت رامنځته کړي.
ځيني هېوادونه لا هم د بشري حقونو درناوی، د ټولګډونه حکومت جوړول، د ترهګرۍ او نشه يي توکو سره مبارزه د دغه ډلې د رسميت پېژندنې لپاره د شرایطو په توګه یادوي.
نړیواله ټولنه په دې باور ده، چې طالبانو لا تر اوسه د دوحې تړون او د افغانستان اړوند په نورو نړیوالو ناستو کې خپلې ژمنې نه دي پوره کړي.
سیمه يیزو هیوادونو د افغانستان په خاوره کې د ترهګرو ډلو د مرکزونو د شتون په اړه اندیښنې لري.
پاکستان وايي، چې د تحریک طالبان پاکستان وسله وال او بلوچ بېلتون غوښتونکي د افغانستان له خاوري بریدونه پلان او عملي کوي.
ملګري ملتونه او خپلواک نړیوال سازمانونه هم په افغانستان کې د داعش د فعالیتونو په اړه اندېښمن دي او ځيني راپورونه ښيې، چې القاعده بیا هڅه کوي په دې هېواد کې راپورته شي.