سپېس اېکس کمپنۍ د مصنوعي ځېرکتیا په برخه کې د ۲ میلیارده ډالرو پانګونې ژمنه کړې

د اېلان ماسک په مشرۍ د سپېس اېکس کمپنۍ د مصنوعي ځیرکتیا (اې ای» له شرکت سره د دوو میلیارده ډالرو د پانګونې ژمنه کړې ده.

د اېلان ماسک په مشرۍ د سپېس اېکس کمپنۍ د مصنوعي ځیرکتیا (اې ای» له شرکت سره د دوو میلیارده ډالرو د پانګونې ژمنه کړې ده.
سپېس اېکس دا ژمنه له هغې وروسته کوي چې د مصنوعي خېرکتیا شرکت د اېلان ماسک له اېکس خواله شبکې سره د ګډ کار پرېکړه وکړه چې له همدې امله د دواړو ګډ ارزښت تر ۱۱۳ میلیارده ډالرو پورې پورې ورسېد.
دا مهال مصنوعي ځېرکتیا شرکت په اېکس کې د ګروک له لارې خدمتونه وړاندې کوي او تمه ده چې په راتلونکو کې د ټسلا له ربوټونو سره هم همکاري پیل کړي.


یوه ډله متقاعدینو یو ځل بیا په کابل کې د خپلو تنخواوو د نه ورکړې له کبله اعتراض کړی او ادعا کوي چې د طالبانو د حکومت مشرتابه د دوی د حقونو په ورکړه کې ناغیړي کوي.
دوی شنبه د ( چنګاښ ۲۱مه) کابل کې د اعتراضیه غونډې پرمهال وویل تر څو چې یې حقونه نه وي ورکړل شوي، دوی به خپلو اعتراضونو او غونډو ته دوام ورکړي.
متقاعد عبدالحکیم وايي چې دی او راټول شوي ملګري یې د تقاعد معاشونو ته جدي اړتیا لري او باید نور ونه ځورول شي. هغه وویل: «د طالبانو له مشر نه غوښتنه کوو چې که په خپله خوښه او رضا زموږ معاشونه او حق نه راکوي نو د الله پاک د رضا لپاره دې دا کار وکړي، دا زموږ حق دی او هرو مرو یې باید راکړي».
له تیرو شاوخوا درې کالو راهیسې متقاعدینو په دوامداره توګه د خپلو معاشونو د نه ورکړې له کبله اعتراضونه کړي خو طالبانو بیا ویلي دوی باید د خپلو حقونو د ثابتولو لپاره ځانګړې محکمې ته مراجعه وکړي.
وړاندې د طالبانو د مالیې وزارت ویلي و، چې د دې ډلې د مشر ملا هبت الله د فرمان پر بنسټ، د ټاکل شويو اصولو له مخې متقاعدینو ته د تقاعد د حقونو ورکولو پرېکړه شوې ده خو متقاعدین بیا وايي اړونده ادارې په دغه برخه کې ناغیړي کوي.

د پاکستان د فدرالي څېړنو ادارې (FIA) اعلان کړی چې د افغان وګړو لپاره د برېښنايي ویزو د «ناقانونه صادریدو او بډو اخیستو» په تړاو یو شمېر لوړ پوړي حکومتي چارواکي نیول شوي دي.
د معلوماتو پر بنسټ، د څېړنو په ترڅ کې د یوه افسر په ګډون، له انساني قاچاق سره د مبارزې ادارې دوه کارکوونکي د بډې اخیستنې په تور نیول شوي دي. د اېفایاې عمومي رئیس، راجه رفعت مختار په دې اړه یو ګډ څېړنیزه کمېټه هم جوړه کړې ده.
دا قضیه هغه مهال راپورته شوې چې د پاکستان د فدرالي څېړنو ادارې یوه داسې شبکه کشف کړې چې د جعلي اسنادو په کارونې سره یې افغانانو ته د برېښنايي ویزو د صادریدو زمینه برابروله. په دې شبکه کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت او د استخباراتو (ای اېس ای) یو شمېر کارمندان هم شامل دي.
د دې قضیې په تړاو تر اوسه پورې د نادر رحیم (ای اېس ای کارکوونکي) او د څو افغانانو په ګډون شپږ کسان نیول شوي دي. د افغانانو د هویت په تړاو څه نه دي ویل شوي.
د پلټنو پرمهال، معلومات ترلاسه شوي چې د پولیسو یو شمېر افسران هم له شکمنو کسانو سره په اړیکه کې وو او د بډې اخیستو په بدل کې یې هغوی ته امتیازات ورکول. ویل کېږي دوو پاکستاني پولیسو افسرانو د زبیر په نوم له یوه افغان شکمن نه د هغه د قضیې د اسانتیا په تور پیسې اخیستې دي.
د پاکستان د فدالي څېړنو ادارې د خپلو څېړنو د دوام لپاره یوه څلور کسیزه کمېټه ټاکلې چې مشري یې د دغې ادارې مرستیال رییس نعمان خلیل کوي.
پاکستاني چارواکو ویلي چې نورې پلټنې روانې دي او هغه کسان چې په دې فساد کې ښکیل وي، له جدي چلند سره به مخ شي.
دا په داسې حال کې ده چې تېره اوونۍ د پاکستان د فدرالي څېړنو ادارې (FIA) اعلان کړی و چې د ویزو د درغلۍ یوه لویه ډله یې کشف کړې او دغې ډلې د جعلي اسنادو په کارونې سره افغانانو ته د پاکستان برېښنايي ویزې صادرولې. په دې قضیه کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت او د دغه هېواد استخباراتو یو شمېر کارکوونکي تورن شوي دي.
د یادونې ده چې په پاکستان مېشت افغانان هم د دغه هېواد د ویزو له تمدید نه شکایتونه کوي او له تېرې شاوخوا یوې اوونۍ راهیسې پاکستاني حکومت د هغوی لپاره د ویزو نوي کېدو بهیر په ټپه ودرولی.

د طالبانو د حکومت مخالفې نظامي جبهې مشر جنرال سمیع سادات د خواله رسنیو له لارې له ایران څخه په زوره د اېستل شویو کډوالو لهپاره د مالي ملاتړ اعلان کړی دی. هغه ویلي، د دغو کډوالو د لاسنېوي لپاره د نغدي او بشری مرستو په لټه کې دی.

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا پخوانی استازی زلمی خلیلزاد د ولسمشر ډونالډ ټرمپ هغه څرګندونې رد کړي چې ګوندې د بګرام هوایي اډه اوس مهال د چین په ولکه کې ده.
دې امریکايي ډېپلوماټ د شنبې په ورځ پر خپله اېکس پاڼه ولیکل: «زه باور نه لرم چې دا راپور سم وي چې ګني کمونېست چین د بګرام سټراټېژيکه هوايي اډه پرمخ وړي». نوموړي که څه هم د ټرمپ نوم نه دی اخیستی، خو په ښکاره یې دا څرګندونې د هغه پر ادعاوو غبرګون ښيي. خلیلزاد د امریکا د دفاع وزیر په ګډون یو شمېر لوړپوړي امریکايي چارواکي هم په خپل پوسټ کې په نښه (مېنشن) کړي دي.
ډونالډ ټرمپ تر دې مخکې څو ځل دا خبره کړې چې چین اوس د بګرام اډه تر خپل واک لاندې راوستې ده. هغه په تېره اونۍ کې بیا وویل چې د بګرام پرېښودل د امریکا یوه ستره تېروتنه وه او چین اوس له دې اډې ګټه اخلي. خو زلمی خلیلزاد دا ډول ادعاوې ناسمې ګڼي. هغه دوه ورځې مخکې یو راپور شریک کړ چې پهکې ویل شوي وو چین ښايي د بګرام اډې څخه کار اخلي، خو خلیلزاد وویل چې دی نه مني چې چین دې دا اډه کنټرولوي.
ټرمپ چې د جو بایډن پر پخواني حکومت د نیوکو له امله مشهور دی ویلي، که دی هغه مهال ولسمشر وای، له افغانستانه به یې سرتېري ایستلي وی، خو د بګرام هوايي اډه به یې هېڅکله نه پرېښوده. ټرمپ ټینګار کړی چې بګرام د امریکا له لویو پوځي اډو څخه یوه وه او یوازې یو ساعت د چین له اټومي تأسیساتو په واټن کې پرته ده. هغه باور لري چې امریکا باید له دې اډې نه وای وتلې.
بګرام اډه چې د کابل ښار په شمال کې موقعیت لري، شاوخوا شل کاله د امریکايي ځواکونو اصلي مرکز و. ډونالډ ټرمپ د ولسمشرۍ لومړۍ دوره کې بګرام ته تللی و او د افغانستان د مخکني ولسمشر محمد اشرف غني سره هم لیدلي و.
دا په داسې حال کې ده چې په وروستیو میاشتو کې زلمی خلیلزاد یو ځل بیا د امریکايي پلاوي په چوکاټ کې کابل ته سفر کړی او هلته یې د طالبانو له لوړ پوړو چارواکو سره د زنداني امریکایي وګړو د خلاصون په اړه خبرې کړې دي.

د افغانستان کرېکټ د ملي لوبډلې پيليز توپوهونکی او نړیوال ستوری رحمان الله ګربز له پاکستان او ایران څخه په زور ایستل شویو کډوالو ته لیکلي: «تاسو یوازي نه یاست، خپل کور ته ښه راغلاست.»
رحمان الله ګربز د شنبه په ورځ (د چنګاښ ۲۱مه) پر خپله اېکس پاڼه له ایران څخه په زور د ایستل شویو افغان کډوالو د انځور د نشر کولو سره هم مهاله له هېوادوالو غوښتې، چې په يوالي او لوی زړه باید د کډوالو ملاتړ وشي او هغوی ته روحیه ورکول شي.
په افغانستان کې د طبعي پېښو، د افغان کډوالو سره د ناسم وضعیت، ناورین، د کورنیو د کمزوري اقتصادي حالت او ورته نورو پيښو کې زيات مهال د ملي لوبډلې بېلابېلو لوبغاړو پر نړیوال دريځ غږ پورته کړی او ان د مرستې د ټولولو کمپاينونه يې هم ترسره کړي.
د افغانستان د کرېکټ ملي لوبغاړو تر دې وړاندې هم د هرات او پکتیا د زلزلې او په هېواد کې د سېلاب ځپلو کورنيو سره مرستې هم کړي او د هغوی په ملاتړ يې غږ هم پورته کړی وو.