• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د ملا هبت الله تازه پرېکړه؛ ‌‌په افغانستان کې دننه چاپېدونکو کتابونو باندې مالیه ختمه شوه

۲۲ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۱۳ جولای ۲۰۲۵، ۰۶:۴۴ GMT+۱

تازه د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپرونو چارو مرستیال مهاجر فراهي ویلي چې د طالبانو د مشر په لارښوونه په افغانستان کې چاپېدونکې کتابونه له مالیې معاف شول.

هغه نن یکشنبه د ( چنګاښ ۲۲مه) ویلي، هغه کتابونه چې له بهره واردیږي پرې ۵۰ سلنه مالیه راکمه شوې ده.

فراهي زیاته کړې چې طالبانو دا اقدام چاپي صنعیت د پراختیا او د خپرندویه ټولنو د ملاتړ په هدف کړی او په دې اړه د ستونزو د حل لپاره مشخصې طرحې هم جوړې شوې دي.

ترویج لرونکی

د پاکستان د پوځ ویاند: افغان طالبان زموږ پر وړاندې «زموږ د بچو غوندې» ښکاري
۱

د پاکستان د پوځ ویاند: افغان طالبان زموږ پر وړاندې «زموږ د بچو غوندې» ښکاري

۲

روسیې له هېوادونو غوښتي چې له کیف نه خپل ډیپلوماتان ژر تر ژره وباسي

۳
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۴
څېړنیز راپور

۱۰۷ زره دُرې؛ د طالبانو د عدلي نظام په چوکاټ کې د بدني سزاوو پراخه لړۍ

۵

په برېتانیا کې د افغانانو د ډله‌ییزې اېستنې غوښتونکی نوماند تعلیق شو

•
•
•

نور کیسې

طالبانو له ملګرو ملتونو د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې لپاره د مرستې غوښتنه وکړه

۲۲ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۱۳ جولای ۲۰۲۵، ۰۶:۳۲ GMT+۱

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت خبر ورکړی چې د دوی د نشه یي توکو پر ضد د مبارزې مرستیال د ملګرو ملتونو د مخدره توکو او جرمونو پر وړاندې د مبارزې سازمان (UNODC) له استازي څخه د نشه یي توکو د مخنیوي په برخه کې د همکارۍ غوښتنه کړې.

یاد وزارت نن یکشنبه د ( چنګاښ ۲۲مه) په خپلې اېکس پاڼه کې ویلي چې د نشه توکو پر وړاندې د مبارزې معین ملا عبدالحق اخوند د ملګرو ملتونو له پلاوي غوښتنه وکړه چې د بدیل کښت، د بزګرانو د لاسنیوي او د روږدو کسانو د درمنلې په برخو کې خپل ملاتړ زیات کړي.

د خبرپاڼې له مخې، په کتنه کې د ملګرو ملتونو پلاوي د عبدالحق اخوند غوښتنې ته مثبت ځواب ویلی دی.

ازادۍ جبهې په کابل کې «۷ طالبانو» ته د مرګ‌ژوبلې اړولو ادعا وکړه

۲۲ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۱۳ جولای ۲۰۲۵، ۰۶:۰۵ GMT+۱

د افغانستان ازادۍ په نوم د طالبانو مخالفې جبهې له یوې خپره شوې وېډیو سره ادعا کړې چې په کابل ښار کې یې د دوو جلا عملیاتو په ترڅ کې د دغې ډلې درې جنګیالي وژلي او څلور نور یې ټپیان کړي دي.

یادې جبهې یک‌‌شنبه (چنګاښ ۲۲مه) په خپلې اېکس‌پاڼه کې لیکلي، لومړني عملیات د کابل ښار د ۱۶مې امنیتي حوزې اړوند په «پُل پاچا» سیمه کې د طالبانو پرمرکز ترسره شوي چې په‌کې د دغې ډلې یو غړی وژل شوی او دوه نور ټپیان شوي دي.

نوموړې جبهې زیاته کړې دوېیم عملیات د جبهې چریکانو د کابل ښار د پولیسو د قوماندانۍ تر څنګ د طالبانو په یوه پوسته کې د دغې ډلې دوه غړي وژلي او دوه نور یې ټپیان کړي دي.

د طالبانو یاد وسله‌وال مخالف خوځښت ویلي چې په دې عملیاتو کې د دوی جنګیالیو ته کوم زیان نه دی رسېدلی.

طالبانو تر اوسه په دې تړاو څه نه دي ویلي.

د یادونې ده چې د ازادۍ او مقاومت په نومونو د طالبانو مخالفې جبهې هر وخت د هېواد په بېلابېلو سیمو کې پر طالبانو د بریدونو مسوولیت مني.

ایران او پاکستان نه د کډوالو څپې؛ د شنبې په ورځ تر ۲۰ زرو ډېر کډوال افغانستان ته ستانه شوي

۲۲ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۱۳ جولای ۲۰۲۵، ۰۵:۴۷ GMT+۱

د طالبانو حکومت د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې کمېسیون د ورځني راپور له مخې،‌ د شنبې په روځ د (چنګاښ ۲۱مه) له ایران او پاکستان نه څه باندې ۲۰زره کډوال افغانستان ته ستانه شوي دي.

د طالبانو د ویاند مرستیال حمد الله فطرت نن یکشنبه د ( چنګاښ۲۲مه) په خپلې اېکس پاڼه کې د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې کمېسیون د ورځني راپور په شریکولو سره ویلي چې له ستنو شویو کډوالو سره بېلابېلې مرستې هم شوي دي.

د فطرت په خبره په وړیا توګه خپلو سیمو ته لیږدول، د خوراکي او نورو لومړینو توکو ورکړه او د عامه پوهاوي د پروګرامونو جوړول له کډوالو سره د مرستو مهمې هغه دي.

د افغانستان ګاونډیو په ځانګړي توګه ایران په وروستیو کې له دغه هېواده د افغان کډوالو د اېستلو لړۍ چټکه کړې او د طالبانو د حکومت د معلوماتو له مخې په تېرو ۲۰ ورځو کې څه باندې نیم میلیون کډوال له دغه هېواده ور ستانه شوي دي.

طالبان وايي، قزاقستان د دغې ډلې د سفیر منلو پرېکړه کړې

۲۲ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۱۳ جولای ۲۰۲۵، ۰۵:۳۰ GMT+۱

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت درېیم سیاسي مرستیال عبدالحی قانت وايي، قزاقستان پرېکړه کړې چې په استانه کې د طالبانو سفیر ومني او همداراز په کابل کې خپل سفارت د سفیر تر کچې لوړ کړي.

قانت پرون (شنبه، چنګاښ۲۱مه) په خپلې اېکس‌پاڼه لیکلي چې قزاقستان له افغانستان سره د اقتصادي همکاریو په برخه کې د پام‌ وړ پرمختګ کړی او اوس هڅه کوي له طالبانو سره سیاسي اړیکې پراخې کړي.

نوموړې زیاته کړې چې په تېرو څلورو کلونو کې د افغانستان او قزاقستان ترمنځ اقتصادي اړیکې پراخې شوې دي. د ده په خبره، د دواړو هېوادونو د اقتصادي سکټورونو ترمنځ د سوداګرۍ د لوړېدو په موخه د درې مېلیارده ډالرو یوه ګډه «نقشه» باندې هوکړه شوې ده.

هغه ویلي چې د زیربناوو په برخه کې هم مهمې هوکړې شوې دي. د قانت په وینا، د قزاقستان او طالبانو ترمنځ د شاوخوا ۵۰۰ مېلیونه ډالرو یوه پروژه لاسلیک شوې چې له مخې به یې له تورغونډي نه تر هرات ښار پورې د اورګاډي پټلۍ وغځېږي.

ده همداراز زیاته کړې چې چمتووالی روان دی څو افغانستان د شمال-سوېل اقتصادي دهلېز برخه شي. دا پروژه به، د هغه په باور، د افغانستان له جغرافیایي موقعیت نه د اغېزناکې ګټې اخیستنې زمینه برابره کړي.

یاد طالب چارواکي ادعا کړې چې قزاقستان غواړي له طالبانو سره نه یوازې اقتصادي، بلکې سیاسي اړیکې هم پیاوړې کړي او بله دا چې دغه هېواد د افغانستان د سیاسي ثبات لپاره اراده لري.

دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې له روسیې پرته بل هېڅ هېواد تر اوسه طالبان په رسمیت نه‌دي پېژندلي، خو د سیمې یو شمېر هېوادونه له یادې ډلې سره تعامل او راکړه ورکړه لري.

ټرمپ پر مکسیکو او اروپايي ټولنې د «۳۰سلنه»‌ تعرفې لګولو ګواښ کړی

۲۲ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۱۳ جولای ۲۰۲۵، ۰۵:۲۳ GMT+۱

د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ ګواښ کړی چې که له مکسیکو او اروپايي ټولنې سره د سوداګریز تړون په تړاو خبرو نتیجه ورنکړه نو د روان کال د اګسټ میاشتې له لومړۍ نیټې به پرې ۳۰ سلنه ګمرکي تعرفه ولګوي.

د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ ګواښ کړی چې که له مکسیکو او اروپايي ټولنې سره د سوداګریز تړون په تړاو خبرو نتیجه ورنه‌کړه، نو د روان کال د اګسټ میاشتې له لومړۍ نیټې به پرې ۳۰ سلنه ګمرکي تعرفې ولګوي.

اروپايي ټولنې او مکسیکو په غبرګون کې د ټرمپ دغه خبرداری ناعادلانه بللی خو ویلي یې دي چې په دې اړه به خبرو ته دوام ورکړي.

د امریکا ولسمشر د جاپان په ګډون یو شمېر نورو هېوادونو ته هم ورته ګواښونه کړي او دا ډول اقدامات یې د امریکا د اقتصادي ګټو د خوندیتوب لپاره مهم ګڼلي دي.