• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

اوکراین وايي د روسیې د استخباراتو شکمن قاتلان په کیېف کې وژل شوي

۲۲ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۱۳ جولای ۲۰۲۵، ۱۰:۴۸ GMT+۱

د اوکراین د ملي امنیت ادارې اعلان کړی چې د روسیې د فدرالي امنیت ادارې هغه شکمن اجنټان چې تېره اونۍ د اوکراین د استخباراتو یوه ډګروال په وژنه تورن وو، د یکشنبې په ورځ په کییف کې د نیولو پر مهال وژل شوي دي.

د کیېف په اعلامیه کې ویل شوي چې دا کسان د ډګروالایوان وورونېچ په وژنه تورن وو. یاد ډګروال د پنجشنبې په ورځ په کییف ښار کې وویشتل شو.

د اوکراین ملي امنیت اداره وايي چې په وژنه شکمن کسان یو نارینه او یوه ښځه دي، خو دا یې نه دي ویلي چې د نیولو عملیاتو پر مهال څومره شکمن کسان وژل شوي دي.

دا پېښه په داسې حال کې رامنځته شوې چې د اوکراین او روسیې ترمنځ امنیتي ترینګلتیاوې لا هم دوام لري او دواړې خواوې یو بل په جاسوسۍ، هدفي وژنو او ترور تورنوي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۵

د قابلو نړۍواله ورځ؛ په افغانستان کې د زده‌کړو بندیز د افغان ښځو ژوند ګواښي

•
•
•

نور کیسې

په یوه اونۍ کې روسیې پر اوکراین تر ۳زرو ډېر بریدونه کړي

۲۲ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۱۳ جولای ۲۰۲۵، ۰۹:۵۴ GMT+۱

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي وایي روسیې له تېرو ۷ ورځو راهیسې پر اوکراین پراخ بریدونه کړي خو دوی ځینې هغه شنډ کړي هم دي.

زېلېنسکي نن یکشنبه د ( چنګاښ ۲۲مه) په خپلې اېکس پاڼه لیکلي چې روسیې په تېرو۷ ورځو کې د بې پیلوټه الوتکو ۱۸۰۰ بریدونه کړي، ۱۲۰۰ بمونه یې غورځولي او په ۸۳ توغندیزو بریدونو یې بېلابېل ښارونه په نښه کړي دي.

نوموړی وايي، د اوکراین دفاعي ځواکونو د روسیې ځینې بریدونه شنډ کړي او هڅه کیږي چې دفاعي سیسټم لا پسې پیاوړی شي.

په ورته وخت کې د اوکراین ولسمشر وايي چې د روسیې د پراخو هوايي بریدونو پیل د جګړې د اوږدولو مانا لري او سپارښتنه یې کړې چې د شخړې د پای ته رسولو لپاره باید له ډیپلوماتیکو لارو چارو کار واخېستل شي.

د امریکا او او اروپايي تولنې سربیره ګڼ هېوادونه او سیاسي مشران هڅه کوي چې په اواکراین کې جګړې ته د پای ټکی کېږدي، خو تر دې دمه دغو هڅو نتیجه نه ده ورکړې.

د خلیلزاد نیوکه: ملګري ملتونه په ناورین کې دي او د افغانستان لپاره هېڅ‌ حل‌لار نه ‌لري

۲۲ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۱۳ جولای ۲۰۲۵، ۰۸:۳۵ GMT+۱

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا پخواني استازي زلمي خلیل‌زاد پر ملګرو ملتونو توندې نیوکه کړې او وايي چې دغه نړۍوال بنسټ په ناورین کې دی او د افغانستان د ستونزو د حل وس نه‌لري.

یاد افغان-امریکايي ډېپلوماټ یک‌شنبه (چنګاښ ۲۲مه) پر خپلې اېکس‌پاڼې لیکلي دي: یوازې د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو دغه راپور ته وګورئ؛ له کمېټو، کاري ډلو او راپور ورکوونکي څخه دی. دا هغه څه دي چې ملګري ملتونه یې ښه کوي - د حل لارو له وړاندې کولو پرته د لګښتي صنعت جوړول.»

هغه زیاته کړې چې دغهډول فعالیت ملګري ملتونه په داسې اداره بدل کړې چې یوازې جوړښت تولیدوي، خو د خلکو لپاره هېڅ پایلې نه‌لري.

خلیل‌زاد دا څرګندونې دا څرګندونې داسې مهال کوي چې څو ورځې مخکې ملګرو ملتونو د افغانستان د وضعیت په تړاو غونډه کړې وه.

نتانیاهو وایي، امریکا د ازادې نړۍ مشره ده او اسراییل په منځني ختیځ کې د هغې مرکز دی

۲۲ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۱۳ جولای ۲۰۲۵، ۰۸:۱۲ GMT+۱

د اسراییل لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو د امریکا له فاکس نیوز خبري شبکې سره په یوې مرکه کې خبرداری ورکړی چې د ایران حکومت هڅه کوي اټومي بم ترلاسه کړي او که یې ترلاسه کړ، نو د اسراییل د ویجاړېدو لپاره به یې وکاروي. د هغه په وینا، د ایران رژیم باید ختم شي.

نتانیاهو د شنبې پر شپه د «ژوند، ازادۍ او لوېن» په خپرونه کې زیاته کړې چې په سیمه کې د ایران د متحدو ډلو ترپاشل کېدو او پرځېدو وروسته، سپاه پاسداران د یورانیمو د غني کولو پروسه ګړندۍ کړې وه.هغه وویل: «موږ ویلي و چې ایران کولای شي په راتلونکي کال کې اټوم بم جوړ کړي او د اسراییل د ویجاړېدو لپاره یې وکاروي.»

نوموړي د ایران پر وړاندې د امریکا متحده‌ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د سیاستونو د ستاینې ترڅنګ ویلي چې ټرمپ د تهران د ګواښ په اړه ښه پوهېده او د ایران له حکومت سره یې د جوړجاړي پر ځای برید ته ترجیح ورکړه.

دی وايي چې د اسراییل او امریکا ترمنځ همکاري د متقابل درناوي او ګډې موخې پر بنسټ ولاړه ده. د نتانیاهو په وینا، «امریکا د ازادې نړۍ مشره ده او اسراییل په منځني ختیځ کې د هغې مرکز دی.»

د اسراییل لومړي وزیر همداراز وايي چې هېواد یې په‌خپله د جګړې په ډګرونو کې جنګېږي، په لومړۍ لیکو کې دی او له متحده‌ایالاتونو سره پوځي او استخباراتي معلومات شریکوي.د هغه په وینا، «له امریکا سره زمونږ استخباراتي همکاري د امریکایانو په ګډوند ډېرو خلکو ژوند ژغوري.»

نتانیاهو د مرکې په یوې بلې برخې کې په غزه کې د اسراییلي یرغمل شویو په تړاو وویل: «موږ د هغوی د ساتنې لپاره هر څه کوو، خو په مقابل کې حماس ملکي وګړي په نښه کوي.»

نوموړي د مرکې په پای د هغې پوښتنې په ځواب چې کهچېرې یې کولای شوای له یوه تاریخي شخصیت سره وویني، نو هغه به څوک و؟ ده وویل: «تیوډور هرزل»؛هغه څوک چې د فلسطین په خاوره کې د یهودي دولت د مفکورې بنسټ‌ګر ګڼل کېږي. نتانیاهو زیاته کړې چې د هرزل ډېرو سیاسي او امنیتي پرېکړو ده ته الهام ورکړی.

هغه په پای کې ویلي چې اسراییل د امریکا ملاتړ ته درناوی لري، خو تمه نه‌لري چې امریکایي سرتېري به د جګړې په ډګرونو کې د هغوی لپاره وجنګېږي، ځکه چې اسراییل د ځان د دفاع کولو وس لري.

طالبانو له ملګرو ملتونو د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې لپاره د مرستې غوښتنه وکړه

۲۲ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۱۳ جولای ۲۰۲۵، ۰۶:۳۲ GMT+۱

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت خبر ورکړی چې د دوی د نشه یي توکو پر ضد د مبارزې مرستیال د ملګرو ملتونو د مخدره توکو او جرمونو پر وړاندې د مبارزې سازمان (UNODC) له استازي څخه د نشه یي توکو د مخنیوي په برخه کې د همکارۍ غوښتنه کړې.

یاد وزارت نن یکشنبه د ( چنګاښ ۲۲مه) په خپلې اېکس پاڼه کې ویلي چې د نشه توکو پر وړاندې د مبارزې معین ملا عبدالحق اخوند د ملګرو ملتونو له پلاوي غوښتنه وکړه چې د بدیل کښت، د بزګرانو د لاسنیوي او د روږدو کسانو د درمنلې په برخو کې خپل ملاتړ زیات کړي.

د خبرپاڼې له مخې، په کتنه کې د ملګرو ملتونو پلاوي د عبدالحق اخوند غوښتنې ته مثبت ځواب ویلی دی.

ازادۍ جبهې په کابل کې «۷ طالبانو» ته د مرګ‌ژوبلې اړولو ادعا وکړه

۲۲ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۱۳ جولای ۲۰۲۵، ۰۶:۰۵ GMT+۱

د افغانستان ازادۍ په نوم د طالبانو مخالفې جبهې له یوې خپره شوې وېډیو سره ادعا کړې چې په کابل ښار کې یې د دوو جلا عملیاتو په ترڅ کې د دغې ډلې درې جنګیالي وژلي او څلور نور یې ټپیان کړي دي.

یادې جبهې یک‌‌شنبه (چنګاښ ۲۲مه) په خپلې اېکس‌پاڼه کې لیکلي، لومړني عملیات د کابل ښار د ۱۶مې امنیتي حوزې اړوند په «پُل پاچا» سیمه کې د طالبانو پرمرکز ترسره شوي چې په‌کې د دغې ډلې یو غړی وژل شوی او دوه نور ټپیان شوي دي.

نوموړې جبهې زیاته کړې دوېیم عملیات د جبهې چریکانو د کابل ښار د پولیسو د قوماندانۍ تر څنګ د طالبانو په یوه پوسته کې د دغې ډلې دوه غړي وژلي او دوه نور یې ټپیان کړي دي.

د طالبانو یاد وسله‌وال مخالف خوځښت ویلي چې په دې عملیاتو کې د دوی جنګیالیو ته کوم زیان نه دی رسېدلی.

طالبانو تر اوسه په دې تړاو څه نه دي ویلي.

د یادونې ده چې د ازادۍ او مقاومت په نومونو د طالبانو مخالفې جبهې هر وخت د هېواد په بېلابېلو سیمو کې پر طالبانو د بریدونو مسوولیت مني.