• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د بښنې نړیوال سازمان د طالب مشرانو نیولو حکم د کال «د بشري حقونو لاسته» راوړنه وبلله

۲۳ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۱۴ جولای ۲۰۲۵، ۱۲:۴۸ GMT+۱

د بښنې نړیوال سازمان د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د افغانستان او څو نورو هیوادونو د بشري حقونو د لاسته راوړنو نوملړ خپور کړی او په سر کې یې د طالبانو د دوو مشرانو د نیولو په تړاو د جرمونو نړیوالې محکمې حکم د بشري حقونو لپاره مهمه لاسته راوړنه بللې ده.

د بښنې نړیوال سازمان په خپل شپږمیاشتني راپور کې ویلي، دغه سازمان په ۲۰۲۳ کال کې د ښځو پر وړاندې د طالبانو د جګړې په اړه یو راپور خپور کړ او په هغه راپور کې د طالبانو مشر او د سترې محکمې رييس د افغان نجونو او ښځو د حقونو پر نقضولو تورن شوي وو او له خپلو ارزونو وروسته یې د جرمونو له نړیوالې محکمې غوښتي وو چې د طالبانو د مشر او د سترې محکمې د رييس د نیول کېدو امر صادر کړي.

د جرمونو نړیوالې محکمې د بشري ضد جرمونو د ترسره کولو په تور د چنګاښ پر ۱۷مه د طالبانو د مشر هبت‌الله اخوندزاده او د طالبانو د قاضي‌القضات حکیم حقاني د نیولو حکمونه صادر کړل.

افغانستان په ۲۰۰۳ کال کې د جرمونو نړیوالې محکمې غړیتوب ترلاسه کړ او له هغې ورځې راهیسې دا لومړی ځل دی چې د افغانستان اړوند د نیول کېدو امر صادروي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۵

د قابلو نړۍواله ورځ؛ په افغانستان کې د زده‌کړو بندیز د افغان ښځو ژوند ګواښي

•
•
•

نور کیسې

په سوریه کې د مذهي شخړو پرمهال شپږ سوریایي امنیتي سرتېري وژل شوي

۲۳ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۱۴ جولای ۲۰۲۵، ۱۲:۳۰ GMT+۱

د سوریې په سوېدا ښار کې، چې اکثریت یې د دروز اقلیت اوسېدونکي دي، شپږ امنیتي سرتېري د مذهبي شخړو د مهارولو پر مهال وژل شوي دي. د سوریې د کورنیو چارو وزیر په سوېدا او شاخوا سیمو کې د دولتي بنسټونو، په ځانګړې توګه نظامي او امنیتي ادارو، نشتوالی د روانو ترینګلتیاوو لامل ګڼلی.

دا وژنې وروسته له هغه وشوې چې د یکشنبې په ورځ د دروز ملیشو او بدوي قبیلو ترمنځ نښتې پیل شوې.

د سوریې د دفاع وزارت په وینا، دغو نښتو لږ تر لږه ۳۰ کسان وژلي او چارواکي اړ شول چې امنیتي ځواکونه د ښاري نظم د ټینګښت او د ملکي خلکو د خوندیتوب لپاره ځای پر ځای کړي.

خو سیمه‌ییزې رسنۍ لکه سویدا۲۴ راپور ورکړی چې د دوشنبې په ورځ یو ځل بیا شدیدې نښتې پیل شوې او لږ تر لږه شپږ سوریایي سرتېري ووژل شول.

په جګړه کې د بشارالاسد پر ضد جنګېدونکي سني عرب یاغي ډلې اوس د سوریې د دفاع وزارت تر چتر لاندې راغونډې شوې، خو دروز، کردان او نورې لږه کۍ ډلې لا هم له نظامي جوړښت سره نه دي یوځای شوې.

په سوېلي سوریه کې حالت نور هم پېچلی شوی، ځکه اسراییل څرګنده کړې چې د سوریې نوې اردو ته به اجازه ورنه کړي چې له دمشق څخه سوېل ته خپل ځواکونه وغځوي، او غوښتنه یې کړې چې سوېدا او ګاونډي ولایتونه دې بې وسلې سیمې اعلان شي.

د سوریې د کورنیو چارو وزیر انس خطاب د دولتي رسنیو له لارې ویلي، چې په سوېدا او شاخوا سیمو کې د دولتي بنسټونو، په ځانګړې توګه نظامي او امنیتي ادارو، نشتوالی د روانو ترینګلتیاوو اصلي لامل دی.

د زلاله کورنۍ: طالبان د افغان سندرغاړې زلاله هاشمي په موندلو کې مرسته نه کوي

۲۳ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۱۴ جولای ۲۰۲۵، ۱۲:۲۳ GMT+۱

د افغان سندرغاړې زلاله هاشمي کورنۍ افغانستان انټرنشنل ته وویل چې د نوموړې له نادرکه کېدو ۴۸ ورځې تېریږي خو طالبان د هغې په موندلو کې لازمه مرسته ورسره نه کوي. کورنۍ یې نیوکه کوي، چې د شکمنو کسانو په نیولو کې هم طالبان ورسره مرسته نه کوي.

د افغان سندرغاړې زلاله هاشمي کورنۍ نن دوشنبه، د چنګاښ ۲۳مه، افغانستان انټرنشنل ته وویل چې طالبان له دوی سره هېڅ معلومات نه شریکوي، چې د زلالې پیدا کولو لپاره یې څه کړي دي.

د کورنۍ یوه غړي یې وویل:«طالبان او د دوی امنیتي ادارې د زلالې له لادرکه کېدو وروسته چې په کوم ډول یې د هغې د پیدا کولو لپاره هڅې کړې، معلومات نه ور کوي او نه هم موږ ته د پيښې په اړه څه وايي».

د زلالې هاشمي خپلوانو افغانستان انټرنشنل ته وویل چې طالبانو پر دوی فشار راوړی څو ووايي، هغه تښتول شوې نه ده، بلکې له کوره خپله تښتېدلې ده.

دوی همدراز نیوکه کوي، چې د طالبانو اداره ورسره د زلالې هاشمي په راپېدا کولو کې هېڅ راز مرسته نه کوي.

د افغان سندرغاړې زلالې هاشمي د کورنیو غړو د چنګاښ پر لومړۍ نېټه افغانستان انټرنشنل ته ویلي و، چې دوی په عریضه کې لیکلي، چې زلاله هاشمي تښتول شوې ده خو د طالبانو امنیتي مسوولینو ورته ویلي چې تاسې به په عریضه کې د هغې لپاره «فرار از منزل» لیکئ.

د زلاله هاشمي خاوند سید محسن هاشمي افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته د (د غبرګولي ۲۹مه) په یوه لېږلې ویډيو کې ویلي و، چې زلاله هاشمي ۱۵ ورځې وړاندي په کابل کې تښتول شوې.

هاشمي ویلي و، چې تر اوسه د هغې د ژوند او مرګ په اړه معلومات نشته او د پیدا کېدو ټولې هڅې يې ناکامې شوي دي.

د طالبانو د کابل امنیه قوماندانۍ ویاند هم په خپله اېکسپاڼه ویلي و، چې مېرمن زلاله په خپله خوښه خپل کور پرېښی او تښتول شوې نه ده.

زلاله یو ۴ کلن زوی لري، چې کورنۍ يې وایي روغتیايي حالت يې ښه نه دی.

"زلاله هاشمي" په افغانستان کې د "طلوع" خصوصي ټلویزیون د "افغان ستوري" په سندريز پروګرام کې د ګډون او وروستي پړاو ته د رسېدو له امله مشهوره وه.

پاکستان د جرمني وېزو ته منتظر ۱۲۵ تنه افغانان د اخراج کمپونو ته لېږدولي

۲۳ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۱۴ جولای ۲۰۲۵، ۱۲:۱۴ GMT+۱

پاکستان له څو میاشتو انتظار وروسته د هغو شاوخوا ۲۵۰۰ افغان کډوالو پر ضد اقدامات پیل کړي چې جرمني د منلو رسمي ژمنې ور کړې، خو اوس هم لاپه پاکستان کې بند پاتې دي. شاوخوا ۱۲۵ افغانان د اخراج کمپونو ته لېږدول شوي.

جرمني، چې د طالبانو تر واک ته رسېدو وروسته یې له زرګونو افغانانو سره د منلو ژمنې کړې وې، د شاوخوا ۲۵۰۰ افغانانو د انتقال په برخه کې له ستونزو سره لاس او ګرېوان دی.

سره له دې، چې د جرمني د فدرالي پولیسو، د مهاجرت ادارې او استخباراتو له خوا ددغو کسانو یوه برخه تفتیش شو، خو دغه بهیر تر اته میاشتو وغځېد، په داسې حال کې چې د پاکستان ویزې یوازې درې میاشتې اعتبار لري.

جرمني رسنۍ وايي، د پاکستان حکومت تر دې وروسته دا وضعیت نه مني او له برلین سره یې نرمه لهجه پرېښې ده. پاکستان د مارچ تر ۳۱ مې یو مهلت ور کړی و، چې د جرمني دGIZ ادارې له خوا کرایه شوي مېلمستونونه تخلیه شي، خو دغه نېټه د برلین په غوښتنه د جون تر۳۰مې وغځول شوه، خو بیا هم پرمختګ نه دی شوی.

پاکستاني چارواکو د دویم ضرب الاجل له ختمېدو څو ورځې مخکې چاپې ووهلې.

د جرمني د بهرنیو چارو وزارت د دوو افغانو کورنیو د نیولو خبر ورکړ، خو له نورو جزییاتو یې ډډه کړې.

د ویلټ ام زونټاګ د څېړنو له مخې، تر دې دمه شاوخوا ۱۵۰ افغانان د جرمني له تایید لیکونو سره سره له اسلام اباده د اخراج کمپونو ته انتقال شوي، او د هغوی د برخلیک او ځای په اړه معلومات لا هم روښانه نه دي.

د جرمني حکومت اعلان کړی چې نور نوي پروګرامونه نه پیلوي، خو د شته ژمنو پوره‌کول به یقیني کوي.

د جرمني د بهرنیو چارو وزیر یوهان واديفول ویلي: « موږ قانوني ژمنو ته وفاداره یو».

په ورته وخت کې، د برلین اداري محکمې یوه پرېکړه کړې چې جرمني مکلف دی یوې افغانې کورنۍ ته، چې د منلو اسناد لري، ویزې ور کړي.

د زرغون ګوند یوه پارلماني غړې شاهینا ګمبیر وايي: « تر هغه چې افغانان ویزې ترلاسه نه کړي، خوندي نه‌دي. یوازې د ژمنو اسناد کافي نه دي».

د افغانستان او تاجکستان ترمنځ سوداګریز تبادلات ۴۰ میلیونه ډالرو ته لوړ شوي

۲۳ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۱۴ جولای ۲۰۲۵، ۱۱:۰۵ GMT+۱

تاجکستان له افغانستان سره د برېښنا، سیمنټو او سکرو په برخو کې خپله سوداګري ډېره کړې ده. د تاجکستان د احصایې ادارې د معلوماتو له مخې، د روان کال په لومړیو پنځو میاشتو کې د تاجکستان او افغانستان تر منځ دوه اړخیز سوداګریز تبادلات نږدې ۴۰میلیونه ډالرو ته رسېدلي دي.

دا د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۳۱،۱سلنه زیاتوالی ښيي.

د تاجکستان او افغانستان تر منځ د سوداګرۍ نږدې ۸۰سلنه (۳۲ میلیونه ډالر) برخه افغانستان ته د تاجک توکو صادرات جوړوي. له افغانستان څخه تاجکستان ته د صادراتو ارزښت نږدې ۸ میلیونه ډالرو ته رسېږي.

برېښنا لا هم تر ټولو مهم محصول دی چې تاجکستان یې افغانستان ته صادروي.

سربېره پر دې، ځینې ودانیز توکي او دغه راز یوه کچه تور توکي هم افغانستان ته صادریږي، چې سیمنټ،سکاره، کاني سرې او خواړه پکې شاملیږي.

تاجک چارواکي وايي، له افغانستان څخه د دوشنبې ډېری واردات کرنیز توکي دي، چې انځر، ممیز او پخته پکې شامل دي.

افغانستان همداراز غالۍ، قیمتي او نیمه‌قیمتي ډبرې هم د تاجکستان بازار ته صادروي.

افغانستان د تاجک توکو لپاره د صادراتو د لسو مهمو بازارونو په کتار کې راځي.

دغه راز د روان کال په لومړۍ رُبع (درې میاشتو) کې، ۳۶۷،۸زره بهرني وګړي تاجکستان ته تللي، چې ۳۲۰۰ تنه پکې افغانان دي.

د طالبانو دفاع وزارت خپلو تنقیص شويو وسله والو ته معاش او بدل اعاشه ورکوي

۲۳ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۱۴ جولای ۲۰۲۵، ۱۰:۲۷ GMT+۱

په داسې حال کې، چې د ملي دفاع وزارت ګڼ پخواني افسران له معاش پرته رخصت شوي، د طالبانو د دفاع وزیر ملا یعقوب مجاهد په یوه مکتوب کې د وزارت له پېژند او مالي مسوولینو غوښتي، چې د تصفیې فورمې لرونکو تنقیص شويو طالبانو ته معاشونه او بدل اعاشه ورکړي.

د طالبانو د دفاع وزارت اړوند مکتوب چې د جنګاښ میاشتې پر ۲۱مه خپور شوی، وايي، هغه طالبان چې د امنیتي او تصفیوي کمېسون فورمه لري خو د وروستۍ کره کتنې تاییدي یې نه وي او د ۱۴۰۴ مالي کال په نوي منظور شوي تشکیل کې یې بستونه تنقیص شوي وي، د پېژند او مالي مسوولین مکلف دي، چې د یادو طالبانو په اړه حاضري ترتیب کړي او د ۱۴۰۴ مالي کال د چنګاښ له لومړۍ نیټې څخه تر وږي میاشتې پورې د عسکرۍ بست معاش او بدل اعاشه ور کړي.

د مکتوب په دویمه ماده کې راغلي، چې پورته ذکر شوې کټګورۍ طالبان مکلف دي، چې د خپلو فورمو د تایید او عدم تایید مرحله په عاجله توګه نهايي کړي او توظیف شوې کمېټه دې هم ددغې کټګورۍ طالبانو جدولونه په ترتیب د وزارت پېژنتون ریاست ته ولېږي.

د طالبانو دفاع وزیر د وزارت پېژنتون ریاست ته دنده سپارلې، چې د یادې کټګورۍ طالبانو فورمې د امنیتي او تصفیوي کمېسون له خوا تاید او د ملي دفاع وزارت د ۱۴۰۴ کال منظور شوي تشکیل پر بنسټ د قطعې په وړاندیز شوي خالي بستونو کې وګومارل شي.

مکتوب یادونه کړې، « د هغو طالبانو فورمې چې نه وي تایید شوې او «همکار، وروسته له فتحې،د شهید زوی او پلار پرته د شهید خپلوان» ثابت شي، د پېژنتون فعال احتیاط ته معرفي کړي.

د طالبانو په منځ کې د فورمو تاییدي او د تصفیې کمېسون له چارو ډیری طالبان ناراضه دي او د دوی پر کړنو نیوکې کوي، چې د واسطې او شناخت پر اساس کسان نیسي.

د طالبانو د مشر ملا هبت الله په طرح کې راغلي ول، چې له دې تشکیل څوک تنقصیږي او کورونو ته رخصتیږي ، که «مجاهد وي، که همکار وي یا د شهید له ورثه وو وي یا بعدالفتح وي، دوی ټولو ته باید له بدیل امتیاز څخه ۵ زره افغانۍ په کور ورکړل شي».

د طالبانو مشر ملا هبت الله دا پرېکړه له هغه وروسته وکړه، چې له افغانستان سره د امریکا مرستې ودرول شوې.

وخت ناوخته د طالبانو دولتي کارکوونکي هم د معاشونو د ځنډ او خنډ په اړه شکایتونه کوي.