• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

وانګ یي: هند او چین باید خپلمنځي اختلافات په مناسب ډول مدیریت کړي

۲۴ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۱۵ جولای ۲۰۲۵، ۰۶:۱۷ GMT+۱

د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ يي د دوشنبې په ورځ په بیجینګ کې د هند له بهرنیو چارو وزیر جېشنکر سره وکتل. د چین بهرنیو چارو وزیر وایي، چې باید د دغو دوو هېوادونو اړیکې ښه ګاونډیتوب، دوه اړخیز درناوي او ګډو ګټو ته لاره هواره کړي.

وانګ یي وویل، چې چین او هند لرغونی تمدن او ښه اقتصاد لري؛ نو باید د سولې، همغږۍ او ګډ پرمختګ لپاره هڅه وکړي.

وانګ یي زیاته کړه، باید دواړه اړخونه تر خپل منځ سیاسي باور نور هم پياوړی کړي، یو له بل سره همکاري وکړي او خپلمنځي اختلافات په مناسب ډول مدیریت کړي.

د هند بهرنیو چارو وزیر جېشنکر وویل:« موږ چین سیال نه؛ بلکې د خپل پرمختګ ملګری بولو.» هغه زیاته کړه، هند له چین سره اړیکو ته له اوږدمهاله زاویې ګوري او د ستراتیژیکې خپلواکۍ سیاست ته ژمن دی.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۵

د قابلو نړۍواله ورځ؛ په افغانستان کې د زده‌کړو بندیز د افغان ښځو ژوند ګواښي

•
•
•

نور کیسې

ټرمپ پوتین ته پنځوس ورځې وخت ورکړ، چې د اوکراین جګړه پای ته ورسوي

۲۴ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۱۵ جولای ۲۰۲۵، ۰۵:۱۳ GMT+۱

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ، ولادیمیر پوتین ته پنځوس ورځې وخت ورکړی، چې په اوکراین کې د اوربند او جګړې ختمولو لپاره چمتو شي. ټرمپ خبرداری ورکړی، که تر ټاکلې مودې وروسته هم کوم تړون و نه شي؛ پر روسیې به تعرفې نورې هم لوړې کړي.

فرانس پرېس د ټرمپ له قوله لیکلي، چې هغه دا خبرې د دوشنبې په ورځ (د چنګاښ ۲۳) په سپینه ماڼۍ کې د ناټو له سرمنشي مارک روته سره د لیدنې پر مهال کړې دي.

ټرمپ زیاته کړې، چې د روسیې ترڅنګ به د هغه پر تجارتي ملګرو، لکه چین، هند، ترکیې او بیلاروس هم تعرفې لوړې کړي او په دې ډول به د روسیې اقتصادي ځواک اوبه کړي.

اوباما له ډیموکراټانو وغوښتل، چې د ټرمپ پر وړاندې په کلکه ودرېږي

۲۴ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۱۵ جولای ۲۰۲۵، ۰۳:۵۶ GMT+۱

د امریکا پخواني ولسمشر بارک اوباما د ډیموکراټ ګوند مشران سخت غندلي او نیوکه یې کړې، چې د ټرمپ پر وړاندې پټه خوله پاتې دي. هغه ویلي، چې د ډیموکراټ ګوند ځینې مشران له وېرې څه نه شي ویلای.

اوباما هغو شتمنو خلکو ته هم ګوته ونیوله، چې د خپلې شتمنۍ د خوندیتوب لپاره یې له ټرمپ سره جوړجاړی کړی دی.

اوباما زیاته کړه:« باید ډیموکراټان په ډېرو سختو شرایطو کې هم د خپلو ارزښتونو دفاع وکړي، په تېره بیا د بیان ازادي ډېره مهمه ده.»

د اوباما په وینا؛ د هېواد ټولنیز پرمختګ یې ټکنی شوی او باید ډیموکراټان د شکایت پر ځای په عمل کې د خلکو خدمت وکړي چې راتلونکې ټاکنې وګټي.

د امریکا د خوړو او درملو ادارې د کووېډ-۱۹ واکسینونو له امله د زړه ناروغیو خبرداری ورکړی

۲۳ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۱۴ جولای ۲۰۲۵، ۲۳:۱۴ GMT+۱

د امریکا د خوړو او درملو ادارې (اېف ډي اې) د فایزر (کومیرناټي) او مودرنا (سپایک‌وېکس) واکسینونو د معلوماتي پاڼې په تازه شوي متن کې د زړه د عضلې او شاوخوا پردې د التهاب (مایوکارډایټس او پیریکارډایټس) د نادر، خو احتمالي خطر په اړه خبرداری ورکړی دی.

دا ډول التهابونه ډېری وخت په ۱۲ تر ۲۴ کلونو کې د ځوانو نارینه‌وو تر منځ لیدل شوي، چې شمېر یې له ۲۷ تر ۳۸ پېښو پورې پر یو میلیون ډوز اټکل شوی دی.

عامې نښې یې د سینې درد، لنډه ساه اخیستل او تبه بلل شوي، خو دا حالتونه معمولا نرم وي او ناروغان ژر رغېږي.

اېف ډي اې وايي، دا خبرداری د خلکو د ښه پوهاوي او شفافیت لپاره زیات شوی او خلک باید د هر ډول غېر معمولي نښو پر مهال ژر تر ژره روغتیايي خدماتو ته مراجعه وکړي.

ټرمپ : د فدرالي ریزرف مشر «بې کفایته او احمق» دی

۲۳ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۱۴ جولای ۲۰۲۵، ۲۲:۲۸ GMT+۱

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د فدرالي ریزرف بانک پر مشر سختې نیوکې کړي او هغه یې «بې کفایته او احمق» بللی، ځکه چې د سود کچه یې تر ۱ سلنې یا تر هغې را کمه کړې نه ده.

ټرمپ ویلي، چې د سود د لوړ ساتلو پالیسۍ د هېواد اقتصادي وده ټکنۍ کړې ده او زیاته کړې یې ده، چې که فدرالي ریزرف د هغه د مشورې مطابق عمل کړی وای، نو اقتصاد به لا پیاوړی شوی وای.

ټرمپ له وړاندې نه هم د فدرالي ریزرف له پالیسیو سره مخالفت ښودلی و، خو دا ځل یې له غېر معمولي سختو الفاظو کار اخیستی، چې د دې ادارې پر خپلواکې بڼې نیوکې او بحثونه راپارولي دي.

فدرالي ریزرف چې د امریکا مرکزي بانک ګڼل کېږي، عموماً هڅه کوي له سیاسي فشارونو لرې پاتې شي، خو د ټرمپ څرګندونې یو ځل بیا دا بحث تود کړی، چې دا ادارې باید څومره خپلواکه او له سیاسي مداخلې خوندي پاتې شي.

ماساچوسټس: د سپین‌ږیرو د ساتنې په یوه مرکز کې د اورلګېدنې له امله ۹ تنه مړه شوي

۲۳ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۱۴ جولای ۲۰۲۵، ۱۹:۲۰ GMT+۱

د امریکا د ماساچوسټس ایالت په فالس ریور ښار کې د سپین‌ږیرو د ساتنې په یوه مرکز کې د یکشنبې په شپه اور لګېدنه شوې، چې له امله یې لږ تر لږه ۹ تنه مړه او تر ۳۰ زیات ژوبل شوي دي.

سیمه ییز چارواکي وايي، اور د ودانۍ یوې برخې ته محدود و، خو ټولې ودانۍ ته سخت دود خپور شوی و.

د فالس ریور ښاروال دا پېښه یوه "نه جبرانېدونکې تراژیدي" بللې او د اور وژونکو چټک غبرګون یې ستایلی دی.

د اور علت تر اوسه نه دی معلوم او رسمي څېړنې روانې دي.