ټرمپ : د فدرالي ریزرف مشر «بې کفایته او احمق» دی

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د فدرالي ریزرف بانک پر مشر سختې نیوکې کړي او هغه یې «بې کفایته او احمق» بللی، ځکه چې د سود کچه یې تر ۱ سلنې یا تر هغې را کمه کړې نه ده.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د فدرالي ریزرف بانک پر مشر سختې نیوکې کړي او هغه یې «بې کفایته او احمق» بللی، ځکه چې د سود کچه یې تر ۱ سلنې یا تر هغې را کمه کړې نه ده.
ټرمپ ویلي، چې د سود د لوړ ساتلو پالیسۍ د هېواد اقتصادي وده ټکنۍ کړې ده او زیاته کړې یې ده، چې که فدرالي ریزرف د هغه د مشورې مطابق عمل کړی وای، نو اقتصاد به لا پیاوړی شوی وای.
ټرمپ له وړاندې نه هم د فدرالي ریزرف له پالیسیو سره مخالفت ښودلی و، خو دا ځل یې له غېر معمولي سختو الفاظو کار اخیستی، چې د دې ادارې پر خپلواکې بڼې نیوکې او بحثونه راپارولي دي.
فدرالي ریزرف چې د امریکا مرکزي بانک ګڼل کېږي، عموماً هڅه کوي له سیاسي فشارونو لرې پاتې شي، خو د ټرمپ څرګندونې یو ځل بیا دا بحث تود کړی، چې دا ادارې باید څومره خپلواکه او له سیاسي مداخلې خوندي پاتې شي.