• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ننګرهار کې سېلابونو ۹۰ کورونه ویجاړ کړي او پنځو تنو ته یی مرګژبله اړولې

۲۵ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۱۶ جولای ۲۰۲۵، ۲۰:۰۶ GMT+۱

د ننګرهار ولایت په څو ولسوالیو کې د وروستیو سختو ورښتونو او سېلابونو له امله لږ تر لږه ۹۰ کورونه ویجاړ شوي، یو ماشوم مړ شوی او څلور کسان پکې ټپيان شوي دي.

د طالبانو تر واک لاندې باختر خبري اژانس د راپور له مخې، سېلابونه د درهء نور، شینوارو، بټي کوټ، کوز کونړ، بهسود، پچېراګام، خوږیاڼو او روداتو ولسوالیو کې خلکو ته مالي او ځاني زیانونه اړولي دي.
له دې سره، د طالبانو تر واک لاندې له پېښو سره د مبارزې ریاست بیا په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي، چې درهء نور ولسوالۍ کې د برکوټ، جان شیمل، کشموند قلعه، سفر قلعه او وایګل په سیمو کې ۲۵ کورونه، ۲ دوکانونه، ۴ پلونه، ۱ کیلومتر سړک، ۱۲ څاروي او ۱۶۰ جریبه کرنیزه ځمکه زیانمنه شوې ده.
سیمه ییزو چارواکو ویلي، چې د ارزونې ډلې یې سیمو ته استولي، څو له اغېزمنو کورنیو سره د مرستو لازم اقدامات ترسره کړي.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲

د پاکستان د پوځ ویاند: افغان طالبان زموږ پر وړاندې «زموږ د بچو غوندې» ښکاري

۳

محمود خان اڅکزی: د افغانستان او پاکستان مسایل په ګواښونو نه‌حل کېږي

۴
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۵

روسیې له هېوادونو غوښتي چې له کیف نه خپل ډیپلوماتان ژر تر ژره وباسي

•
•
•

نور کیسې

تاجکستان د افغان کډوالو د نیولو او شړلو لړۍ چټکه کړې ده

۲۵ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۱۶ جولای ۲۰۲۵، ۱۵:۵۱ GMT+۱

تاجکستان په وروستیو ورځو کې د افغان کډوالو د نیولو او شړلو لړۍ چټکه کړې ده. د دغه هېواد امنیتي ځواکونو د چارشنبې په ورځ لسګونه افغانان، چې ښځې او ماشومان هم پکې شامل دي، له کورسونو، روغتونونو او بازارونو نیولي او د اېستلو لپاره یې ملي امنیت ته سپارلي دي.

له دغو کډوالو څخه افغانستان انټرنشنل ته ځینو ویلي، دا لړۍ له میاشتو راهیسې روانه ده، خو پخوا به نیول شوي کسان د پیسو په بدل کې خوشې کېدل.

کډوال وایي، ډېری یې قانوني اسناد لري او د ملګرو ملتونو له‌خوا ثبت شوي دي.

هغوی له نړیوالو ادارو غوښتي، چې د افغانانو د وضعیت په تړاو اقدام وکړي.

ځینې انځورونه او ویډیوګانې چې افغانستان انټرنشنل ته لېږل شوې، ښيي چې ښځې، ماشومان او کورنۍ په زور له وحدت ښارګوټي ایستل کېږي.

غزه کې ۲۰ کسان د مرستو د وېش پرمهال د ګڼې ګوڼې له کبله مړه شوي دي

۲۵ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۱۶ جولای ۲۰۲۵، ۰۹:۲۳ GMT+۱

د بشري مرستو یو امریکايي بنسټ چې اسراییل یې ملاتړ کوي ادعا کړې، چې په غزه کې د مرستو د وېش یو مرکز ته نږدې د ګڼې ګوڼې له کبله ۲۰ کسان مړه شوي دي.

د « غزې مرستندویه صندوق» په نامه دغه بنسټ ویلي، چې ۱۹ کسان د ګڼې ګوڼې له کبله ترپښو لاندې شوي او یو تن په چړو وهل شوی دی.

د غزې رسمي سرچینو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

له بل پلوه په غزه کې روغتیايي چارواکو ویلي، چې د اسراییل په بریدونو کې ۲۲ کسان وژل شوي چې ۱۱ هغه یې ماشومان دي.

د هند په هېماچل پردېش کې د سختو بارانونو او سېلابونو له امله ۱۰۶ کسان مړه شوي دي

۲۵ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۱۶ جولای ۲۰۲۵، ۰۷:۵۹ GMT+۱

په تېرو ۲۵ ورځو کې د هندوستان په هېماچل پردېش ایالت کې د سختو بارانونو او سېلابونو له امله د مړو شویو کسانو شمېر ۱۰۶ ته لوړ شو.

د دغه ایالت د طبیعي پېښو پر وړاندې د مدیریت ادارې ویلي، چې یاد کسان د سختو بارانونو، سېلابونو، ځمکې ښویېدنې او توندو بادونو له کبله په رامنځته شویو ټرافیکي پېښو کې مړي شوي دي.

د یادې ادارې د معلوماتو له مخې ورښتونو دارنګه تر ۲۹۰ ډېر کورونه هم ویجاړ کړي دي.

له بل پلوه د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ادارې ځايي چارواکو په راتلونکو ورځو کې هم د سختو ورښتونو په اړه خبرداری ورکړی او د احتیاطي تدابیرو سپارښتنه یې کړې ده.

اروپایان وایي چې نړۍ باید پر غزې د اسراییل د روانو ظلمونو مخه ونیسي

۲۴ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۱۵ جولای ۲۰۲۵، ۲۳:۲۹ GMT+۱

لسګونو اروپایانو په بروکسل کې د اروپايي شورا مخې ته لاریونونه وکړل او د یادې شورا له مشرانو یې وغوښتل، چې پر غزې د اسراییل د بریدونو د بندېدو لپاره پرې بندیزونه ولګوي.

د بشر د حقونو سازمانونه وايي، اروپايي اتحادیه باید ژر تر ژره لاس په کار شي، ځکه چوپ پاتې کېدل د اسراییل نورو ظلمونو ته هم زمینه برابروي.
امنستي ویلي: «دا چوپتیا جنایتکارانو ته دا پیغام ورکوي چې دوی به نه یوازې نه مجازات کېږي، بلکې ان جایزه به هم واخلي.»

د الجزیرې د راپور له مخې: «لاریون کوونکو ویل که اروپایي اتحادیه پر روسیې بندیزونه لګولی شي، نو ولې د اسراییل د دوامداره بمبارۍ او کلابندۍ پر وړاندې هماغسې اقدامات نه کوي؟»

لاریونوالو ټینګار کړی، چې غزه د انساني ناورین له سخت حالت سره مخ ده او نړۍوال سکوت دا ناورین لا ژوروي.

لاوروف: ټرمپ د اوکراین په اړه وروستۍ څرګندونې د ناټو او اروپایي ټولنې تر فشار لاندې کړې دي

۲۴ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۱۵ جولای ۲۰۲۵، ۱۹:۲۹ GMT+۱

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف ویلي، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د اوکراین په تړاو خپلې وروستۍ څرګندونې د ناټو او اروپايي ټولنې تر سختو فشارونو لاندې کړې دي.

د اې ای خبری اژانس د خبر له مخې، لاوروف دا څرګندونې د شانګهای د همکارۍ سازمان (SCO) د بهرنیو چارو وزیرانو په غونډه کې چې د چین په تیانجین ښار کې جوړه شوې وه، وکړې.

نوموړي وویل: «د اروپایي مشرتابه اوسنۍ ټولنه په ښکاره ډول د اوکراین د ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي ملاتړ کوي. دوی نه یوازې سیاسي ملاتړ کوي، بلکې اوکراین ته د برید کوونکو وسلو د لېږد له لارې جګړه اوږدوي او د دې مالي بار د لوېدیځو هېوادونو مالیه ورکوونکي وړي.»

لاوروف د ټرمپ له خوا د "۵۰ ورځو ضرب‌الاجل" په اړه شک څرګند کړ او ویې ویل، چې مسکو غواړي د دې نېټې د مفهوم وضاحت وښيي.

هغه زیاته کړه: «له دې مخکې ټرمپ د ۲۴ ساعتونو او بیا د ۱۰۰ ورځو یادونه هم کړې وه. موږ دا ډول څرګندونې مخکې هم اورېدلي او غواړو په رښتیا د امریکا د ولسمشر د دریځ اصلي موخه درک کړو.»

په ورته وخت کې، لاوروف د ټرمپ له لوري د هغو ګواښونو په اړه چې که په اوکراین کې پرمختګ ونه شي نو پر روسیې او د هغې پر شریکانو به ۱۰۰ سلنه ګمرکي تعرفې ولګول شي، وویل چې مسکو له بې‌ساري بندیزونو سره مقابله کړې او له هر ډول نویو فشارونو سره به هم مقابله وکړای شي.

لاوروف د سولې د خبرو اترو د ځنډ پړه پر اوکراین واچوله او ویې ویل: «دوی هڅه وکړه زموږ د پلاوي کچه ناکافي وبولي، خو اوس چې د اوکراین پخوانی دفاع وزیر رستم عمروف په امریکا کې سفیر دی، خپل پلاوی هم نه لري. د درېیم پړاو خبرو لپاره نېټه (د جون ۲۲مه اوونۍ) ټاکل شوې وه، خو نه د کییف له خوا او نه د لوېدیځ له لوري کوم رسمي یادونه شوې.»

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر دا هم وویل، چې د SCO غړي هېوادونه د روسیې د دریځ ملاتړ کوي او دوی ته یې د اوکراین د وضعیت په اړه مفصل معلومات ورکړي دي.